روسیه وايي په افغانستان کې د امریکې سره د مقابلې اراده نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ وري، ۱۳۹۶): په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي تېره ورځ د خبرې غونډې پر مهال رسنیو ته ویلي چې مسکو د واشګنټن سره په افغانستان کې مقابله کول نه غواړي، او نه هم په دغه هیواد کې کومه پټه ایجنډا لري.

نوموړي ویلي، زمونږ ټوله هڅه پر دې متمرکزه ده چې غواړو په افغانستان کې سوله او امن برقراره شي او پر همدې اساس د ټولو اطرافو سره په اړیکه کې یو.

نوموړي وویل چې روسیه هم د امریکې په څېر دداعش پر ضد جګړه کوي، مونږ په دغه جګړه کې د امریکې سره په عراق، سوریه او افغانستان کې همکاري کوو.

او پوښتنه یې کړې چې د امریکې له لوري د «مور بم» د استخدام په اړه دومره غواړو چې پوهه شو، ایا دغه بم خپل اهداف تر لاسه کړه او کنه؟

نوموړي وویل چې زما د معلوماتو سره سم، طالبان یو ځواک دی، داسي ځواک چې هر څوک ورسره مذاکرات کول غواړي، مونږ ددوی له وجود څخه انکار نه شو کولای.

او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د یوناما ادارې مشر «یاماماتو» د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په څرګنده وویل، طالبان یو سیاسي ځواک دی، دوی باید د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

نوموړي ویلي چې نه یوازي روسیې په دې تړاو د طالبانو سره اړیکه نیولې، بلکې د امریکې په شمول ډېر غربي هیوادونه د طالبانو سره په مستقیمه اړیکه کې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.