شعـــــرونه

د شهید ذاکري په یاد

دوخت له درده دی بیمارخبري نه کوي اوس
هغه دکلی دنګ چنارخبري نه کوي اوس

څوناپیژاندومول وهلوباندی ډزي وکړې
دزړه  په سرزخمی دی یارخبري نه کوی اوس

زمادشارښکلوته ګوره چاښیرې کړي دي؟
 دمازدیگراوددیدارخبري نه کوي اوس

جوماته! ولی دې بیادنګی منارې ګونګی دي؟
 واعظ دی نه ښکاری په جار خبري نه کوي اوس

ټکوره واړه خوشالیوترینه کډي کړي
هغه کوڅې هغه دیارخبری نه کوي اوس

چینار ټکور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x