تاریخ به خپل نومیالي اتلان هېر نه کړي

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

تاریخ لیکي: صلاح الدین ایوبي ته خبر ورسېد، چې د “کرک” واکمن “ارناط” فرنګي د حاجیانو دتګ موخه ډب کړې؛ د هغوی پتمنې یې بې پته کړې او وژلې؛ دهغوی د معصومو او نازکو ماشومانو سرونه یې غوڅ کړي، تر ټولو بده یې لا دا، چې هغوی ته یې د وژنې پر مهال دا خبر په ډېر کبر او غرور سره کاوه:

«قولوا لمحمدكم أن يدافع عنكم!»

ژباړه: اوس مو “محمد” را وبلۍ چې له مرګ نه مو وژغوري!

له مسلمانانو نه یو وګړی په تېښته بریالی شو، یاد خبر یې د وخت د مسلمانانو واکمن نوموتي اتل (صلاح الدین ایوبي) ته را ورساوه.

هغه – رحمه الله – په یاده مجرا (کیسه) زښت ودردېد؛ وځورېد او دمعتکف په څېر یواځې په یوه کوټه کې کېناست، له خلکو او د کورنۍ له غړو سره یې اړیکه وشلوله، یواځې ستر څښتن (جل جلاله) ته زړېده؛ د رڼو اوښکو په باران یې دا دعا بدرګه کوله:

«يا رب هل تسمح لي أن أنوب عن رسولك محمد صل الله عليه وسلم في دفاع عن أمته»

ژباړه: اې زما ربّه! ته راته اسانه کوې/ ته مې ملتیا کوې، چې زه ستا د نازولي حبیب (محمد رسول الله) نائب جوړ شم او دهغه له امت نه دفاع وکړم؟!

دوه شپې یې په همدې توګه رڼې کړې، د کفارو له لوري و نبوي څېرې ته سپکاوي، پر مسلمه امت د هغوی ظلم او وحشت کړاوه!

لښکر یې را وباله؛ په دردمنه او زړه را ښکونکې لهجه یې دا خطبه ورته واوروله:

اې محمدي لښکره! “ارناط” د “کرک” واکمن، پر مسلمانانو د ظلم او وحشت طوفان را ویستی؛ د الهي بیتې پر لور روان د حاجیانو کاروان یې لوټ کړی؛ پتمنې یې بې پته کړې؛ وژلې او د معصومو ماشومانو پاکه وینه یې بې درېغه بهولې؛ په داسې حال کې، چې د یاد واکمن پر ژبه یاده هیښونکې او پاروونکې وینا (محمد مو را وبلۍ چې و مو ژغوري) جاري وه!

زما خپل روح او خپله ساه له محمد (صلی الله علیه وسلم) نه ځار ده، ځه د هغه مبارک نائب یم او د هغه مبارک له امت نه – په هره بیه چې وي – دفاع کوم، څوک زما په دې سرښندونکي سفر کې ملتیا کوي؟ هر څوک که په دې فدا کاره سفر کې زما ملتیا کوي هغه دي په ما پسې شي!

ټول لښکر په دې مقوله (وینا) سیمه ولړزوله:

كلنا فداء لرسول الله

موږ واړه له رسول الله نه ځار یو…

کله چې د “حطین” غزوه د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده، فرنګیان ځیني مړه، ځیني په تېښته او ځیني اسیر کړل شول، د اسیرانو (بندیانو) په کتار کې یاد ظالم (ارناط) هم شتون لاره!

یاد اتل هغه ور و باله او ورته کړه یې: هغه ته وې، چې د مسلمانو حاجیانو د وژنې پر مهال دي دا وینا په خوله وه: اوس مو محمد را وبلئ چې و مو ژغوري؟!

ارناط ورته کړه: هوکې.

یاد اتل ور غبرګه کړه: زه هغه عاجز بنده یم کوم چې مې ګورې؛ همدا اوس د محمد (صلی الله علیه وسلم) له امت نه دفاع کوم. سمدلاسه ور وخوځېد؛ د یاد ظالم (ارناط) مرۍ یې غوڅه کړه، په همدې اساس یې خپله وعده – د هغه جل جلاله په مرسته – رښتینې کړه.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    دانشمند صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، داسی ښکلی قیصه دی په ډیرو ښکلو جملو کی مونږ ته اورولی یا لیکلی زه سوګند یادوم چه زما اوښکی ورته توی شوی داسی معلومیدم لکه زه چه هماغه صحنه کی اوسم او هر څه به خپلو سترګو وینم ، نه یواځی دا چه زه یی ویښ کړم د رشتونو مسلمانانو احساسات لا پیاوړی او د کمزورو کمزورتیا له منځه وړی په رښتیا هم دغه ډول مجاهدینو او پوهانو ته لکه ایوبی صاحب ، سیدجمال الدین او داسی نورو حیرانوونکی بریاوی ترلاسه کړی د هماغو د بریاوو په وچه مسلمانان تر اوسه پیاوړی او اسلام لکه د برق په شان نه یواځی نړیوال بلکه په ډیر کم وخت هر چیری ورسید هر څوک یی بی له جنګه منی .
    زما یوه یادونه د دغه لیکنی د عنوان به اړه ده ، چه ایوبی صاحب یا سیدچمال الدین او نورو دغه ویاړلی کړنی د ویاړ او خپلو اتلولیو له امله نه وی کړی ، حتی زمونږ مسلمانانو د پاره هم سمه نه ده چه د هغوی دغه د بندګی هڅی ، هلی ځلی او قربانی د هغوی د اتلولی په نامه یادی کړو او بیه یی د تاریخ یادونه کی راولو .
    جنګیز ، اسکندر، یا نور استعماری قدرتونه نن وو که پرون د هغوی جګړی د همدغو ( اتلولیو ) له مخی وی چه تاریخ کی یی خپل هیوادوال یا نړیوال لوی اتل ومنی لکه اسکندر ته چه لوی اسکندر وایی یا د انګریزانو هیواد ته چه لویه برطانیا وایی او یا نننی امریکا یا پرونی روسانو ته چه ابرقدرت یا سوپر پاور ویل کیدل او ویل کیږی. د مسلمانانو جګنونه د حق او اسلامی نظام د پیاده کولو له امله وو او بیه یی اتلولی نه د الله ج رضا وه ، او الله ج د دغه رضا په مقابل کی ورته جنتونه په بیه کی ورکوی .
    د اسلام او اسلامی نظام هدف د خاوری لاندی کول یا د خلکو تابع کول نه بلکه انسان د انسان له استثمار او غلامولو ازادول او د یو الله ج بندګی ته ځانګړی کول وو ، که ایوبی صاحب ژوندی وی او څوک ورته د دغه اتلولیو اطلاق وکړی هغه به ډیر ناراضه شی که مونږ دی وخت کی د هغوی قربانی د هغوی په اتلولی شهرت ورکوو او بیه یی د تاریخ یادونه ، یادوو له دی وروسته چه کوم مسلمانان د الله ج په لیار کی قربانی ورکوی د خلکو او هغوی د پاره به د تاریخ یادونه یا اتلولی له امله شی
    ځینی خبری ساده معلومیږی ، مګر نتایج یی بی ګټی یا حتی تاوانی وی. اتلولی او تاریخ یادونی نشنلستی او فاشتی شعار او کړنی دی ، دا هماغه شیطانی وسوسی دی چه انسان ته د الله ج د رضا په مقابل کی نوری لیوالتیاوی وراچوی لکه اتلولی ، قهرمانی او داسی نوری ، حتی یو څوک چه شهید کیږی همدغه اتلولی یی نیت کی پاتی شی دالله ج له رضا او د شهادت له سبیڅلی مقامه بی برخی کیږی د هری کړنی نیت باید د الله ج رضا وی او بس . مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.