زابل: ولایتي روغتون ډاکټران شفري نخسې ورکوي

د زابل ولایت کلات ښار کې دا مهال یوازې یو مرکزي روغتون شتون لري چې د چارواکو په وینا په ورځني ډول ورته لسګونه ناروغان مراجعه کوي.
ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې په روغتون کی د یوې خوا درمل نه ورکول کیږي اودوی یې په بازار کی په پیسو رانیسي او له بلې خوا اکثره ډاکتران شفري نخسې لیکي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

بل لور ته بیا دولایتي روغتون سرپرست ریيس ډاکټرهاشم توخي دخلکو ادعاوې بې بنسټه بولي او د کلات ښار د درملتونونو څښتنان په غیر مسلکيتوب تورنوي..

ښاغلی توخي وايي چې ناروغان يې زیات دي او دوی ترډیره حده پورې هڅه کړې ده چې ناروغانو ته دعامې روغتیا دوزارت دتګلارې لمخې درمل ورکړي.

بلخوا د زابل دیو شمیر درملتونونو څښتنانو د مرکزي روغتون د رئيس خبرې رد کړې اوزیاته یې کړه چې دوی مسلکي کسان دې ډاکتران ناروغانو ته شفري نسخی لیکي نو ځکه یې دوی نشي ویلای.

دپامه دې وتلې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې ددې ولایت خلک شکایت کوي، تر دې وړاندې هم  زیات شمیر ناروغانو په مرکزي روغتون کې دصحي اسانتیاوو له نشتوالی څخه سرټکاوه.

احمدولي سرحدي ـ دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس