د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۱۰: سوال: ولي ښځه بايد حجاب وکړي؟
حجاب په اسلام کي فرض دئ د قرآنکريم په (سورت النور۳۱ ايات)۔ کي يې حکم راغلي دئ اوهمدارنګه په ډيرو مبارکو احاديثو کي يې ښکاره بيان راغلي دئ خو زه تر هر څه تېرېږم او صرف پر دې باندي بحث کوم چي حجاب په ساينس کي څومرې ارزښت لري؟

حجاب او نوی ساينس
خالق جل جلاله چي کوم اوصول د مخلوق لپاره ټاکلي دي په هغه کي ضرور ددې دنيا او د اخرت ګټې نغښتي دي، او د الهي احکامو د پرځای کولو په صورت کي انسان هم په ژوند کي او هم په ګور (قبر)کي بری مند دئ؛ او په قرآنکريم کي چي کوم امر شويدی په هغه کي ضرور حکمتونه پیچلي دي، فايدې پکښې جوتې دي و الهي احکام د انسانانو لپاره تر ټولو بهترين او تر ټولو لوړ قوانين دي؛ هغه قوانين چي انسانانو پخپلو ناقصو فکرو او د تشويش نه ډکو مفکورو او خيالاتو په وسيله او سرچينه جوړ کړيدي، هغه ضرور نيمګرتياوې، او د تېروتنو څخه خالي نه دي، چي دا يو منلی حقيقت دئ، نو ځکه په هر هيواد، او ديموکراتيکو قوانينو کي په هرځای کي هرکال پخپلو دې ناقصو قوانينو کي ترميم راولي، کله يوه ماده پکښې زياته او کله يوه ماده ورڅخه ليري کړي؛ خو الهي قانون بر خلاف د انساني قوانيو څخه دی، اوهغه داچي (۱۴۰۰) کاله مخکي چي کوم الهي قوانين وضع شوي، او د وحي په واسطه راوړل شويدي، او د انسانيت و ستر لارښود حضرت محمدمصطفي صلی الله علیه وسلم ته ورکول شويدي دا به تر قيامته پوري باقي وي، دا قوانين په هر دور او عصر کي تر ټولو قوانينو لوړ او د ټولو انساني ښې ګڼومجموعه او ټولګه ده، په دې الهي قوانينو کي هيڅ داسي تصور لا هم نشي کيدلای چي يو څوک دي ووايي چي دا ځای ئې څه کمزوری دئ،العياذباالله او هغه د اسلام او بشر ضد عناصر چي پر اسلام باندي نېوکې او پر الهي قانون باندي نېوکې لري، امت مسلمه و هغو ته غاښ ماتونکي او قناعت بخښونکي ځوابونه په هره زمانه کي ورکړيدي او ورکوي ئې، د هرې ورځې په تېرېدو سره و ټول انسانيت ته جوتيږي چي هغه ښېګڼې، سوکالۍ،سکون، بری، هوډ او نيکمرغي چي په الهي دين کي شته هغه په بل هيڅ قانون او دين کي شتون نلري، د اسلام د راتګ سره يوځای بيا تر اوسه پوري په زرهاوو قوانين او مفکورې راغلي دي خو ټولې د اوبو لاهو شویدي، او همدا اسلام به ترقيامته پوري باقي وي، او هغه خلک چي د اسلام اور مړ کول غواړي نو دا مسلمه خبره ده، چي دوی اسلامي قوانين له مينځه نشي وړلای او نه هم د اسلام و مبارک دين ته د يوې زرې په شان تاوان رسولای شي بلکې خپل مخونه به وسوځوي چي په دې باندي تاريخ ګواه دئ۔

او اوس الحمدلله ثم الحمدلله د قرآنکريم پر هر قانون باندي پوره څېړنې شويدي، چي دا څېړنې د مسلمانانو له خوا څخه يواځي نه دي شوي بلکې غير مسلمانانو هم په دې کي ډېره پوره دلچسپي او محنت کړيدئ، چي په زرهاوو ټوکه کتابونه ،په زرهاوو ژبو ورباندي ليکل شويدي؛ چي په اوسني وخت کي زياتي څېړنې د لويديځ والو له خوا څخه شويدي او له همدې کبله په ټول لويځ کي د اسلام د مبارک دين شُغلې ډېرې په تېزۍ سره رواني دي، او هره ورځ زرهاوو خلک د اسلام په مبارک دين باندي مشرفه کيږي،اوهم دې ساينس پوهانو د اسلام د خلاصون دروازه پرانستې ده، او د خپل علم، پوهې او فلسفې مطابق څېړنې روانې دي، چي ډېرې څيړنې او حقايق ئې خپاره شويدي چي په دې ترڅ کي ماهم د(اسلام او نوي ساینسي څېړنې) يوه لړۍ پيل کړېده، چي ډېري ليکنې اوحقايق خپاره شوي اولابه خپاره شي چي ډېر ژر به ، په پرلپسې توګه سره ټول ټوکونه ستاسو تر لاسونو پوري در ورسيږي، تر څو د پوهې تنده مو پرې ماته شي،د هيلو غوټۍ مو نوره هم وغوړېږي، او د علم مړاوي ګلان مو تازه شي او خپله پوره استفاده ورڅخه وکړئ۔

و ټولې نړۍ ته دا جوته ده چي حجاب څومره ارزښت ، عزت او ګټې لري، او دا د حجاب موضوع په مسلمانه او غيرمسلمانه نړۍ کي د رسنيو يو تود بحث ګرځېدلی دئ؛ د اسلام ضد عناصر دا کوښښ شپه او ورځ کوي چي اسلامي حجاب بند کاندي، او مسلمانان چي پر يوه الله جل جلاله ايمان لري او يواځي او يواځي د الله جل جلاله قانون ورته غوره او محبوب دئ،او دا ئې يواځنۍ د ژوند ارزو ده، نو ځکه دا د الله جل جلاله امر، يو شرعي حکم او يو اسلامي امر دئ او ټوله اسلامي نړۍ حجاب فرض بولي او فرض دئ،حجاب د ټولنې لپاره اړين دئ، او دا حجاب د لوی څښتن جل جلاله له لوري يوه لورينه ده،چي د مختلفو علومو پوهانو او څېړونکو پکښې څېړنې هم کړيدي او د قرآنکريم د حجاب و حکم ته ئې نوره ځلا او ښکلا و بخښله، او په حجاب کي نغښتې فلسفه ئې و ټولې نړۍ ته روښانه کړل؛ د علم الاخلاق (سلوک پوهنه)څېړنو دا ثابته کړيده چي حجاب د ډېرو فسادو د مخنيوي لپاره يو سپردئ، او د زنا، د ښځو د تښتولو، د ښځو د بې عفته کولو، د ښځو سره د حيواني چلند او نورو فحشاوو د خپرولو لپاره حجاب يواځنۍ درملنه ده۔

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.