زما په ژوند باور نه وو!

حکیم الله صابر الحنفي

حسن بصری رحمه الله ویلي : یوه ورځ د مکې په حرم کي ناست وم او زما مخ ته یو ځوان په عبادت مشغول ؤ ، یو بل کس مي ولید ، چي غوښتل یې دغه ځوان ته څه پېسي ورکړي ، خو ځوان پېسي وانه خیستې او داسي یې وویل: دغو پېسو ته اړتیا نه لرم ، هغه سړې ورته وویل: ډیره شه ده ، چي ته ورته اړ نه یې خو دا واخله او په اړو کسانو یې تقسیم کړه!.

حسن بصری رحمه الله وایې : هغه ځوان پېسي واخیستې او ومي لید چي په ډیر لږ وخت کي یې هغه ټولي پېسی په اړو او مجبور کسانوتقسیم کړې ، د ماخستن تر لمانځه وروسته مي بیا هغه ځوان ولید چي په خپله د رزق په لټه کي ؤ ، ددغه حالت په لیدو سره مي له هغه څخه وپوښتل چي : له هغو پیسو څخه دي څه ناسه د ځان لپاره ولي نه پریښودلې! ځوان په ځواب کي راته وویل : زما باور نه ؤ چي تر اوسه دي ژوندی پاتي شم.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    کوچنی لیکنه مګر ډیره پخه او له عبرته ډکه لیکنه وه ، په اړه یی په فکر کی پاتی شوم ، له سوچونو وروسته می تصمیم ونیولو چه ستاسی د دغه عبرته ډکی لیکنی د پاره له تاسی مننه وکړم او د الله ج په دلبار کی درته د اجرونو هیله وکړم الله ج دی اچرونه درکړی او مونږ ټولو ته دی همدغسی د همدغسی پخی عقیدی توفیق راکړی ،
    همدغه چه مونږ د اوږد ژوند هیله لرو علت یی همدغه حرص دی د حرص له امله مونږ هدوله مرګ نه غواړو ، مرګ نزدی ګڼل سړی ته د قناعت دروازی او د الله ج په توحید او مالکیت باور زیاتوی . قناعت د حرص په مخالف قطب کی قرار لری ، همدغه حرص دی چه له امله یی شیطان د حریصو انسانانو به سینو کی وسوسی اچوی چه د نورو له حقوقو سوی استفاده وکړو ، دا کار هله کیږی چه بی عدالتی او ګډوډی شتون لری نو د دغه استفادو د پاره حریص انسانان لمړی د بی عدالتیو ، فساد او ګډوډیو لړۍ پرانیزی او بیا پکی ماهیان نیسی . حرص د ټولو بدو اعمالو حتی کفر مور ده .
    همدا چه مونږ کفارو ته کافر وایو له همدی حرص څخه سرچښمه اخلی ، کفر ( پټولو ) یعنی حق پټونی ته وایی حق پټونه بی عدالتیو ته وایی د حرص له امله خلک د حق پټونه کوی چه ناروا څه تر لاسه کړی . د کفارو دوهمه معنی حرص یا حریصان دی .
    دا چه مونږ ته کوم مصیبت یا لویه خبره پیښه شی سنت طریقه ده چه ووایو انا لله و انا الیه راجعون . په همدی مبارک ایت کی د قناعت خزانه نغښتی ده ، یعنی مونږ له خاورو ( نیست ) څخه زیږوول شوی او همدی خاورو ( نیست ته به ځو ، دغه له نیست څخه پیدا کول او نیست ته تلل د الله ج په امر تر سره شوی ، دا چه مونږ د هیڅ سره راځو او د هیڅ سره رخصتیږو نو بیا ولی حریص جوړ شو زمونږ بدن زمونږ په مالکیت کی نه دی مګر بدن مو د الله ج موقتی امانت دی د عبادت ( توحید او اطاعت ) دپاره راته هدیه شوی که مونږ حریص شو نو دغه امانت مو خیانت کړی ځکه الله ج راته به دار البقا کی د بدو بده او د ښو ښه سزا راکوی .
    د قانع انسانانو به اړه الله ج لیکی ( ای مطمن یا قانع انسانه ته زما په رشتینو بندګانو ( هغه بندګانو کی چه قانع او خپل چسم او روح یی د عبادت د پاره کارولی ) کی یاست په بیه کی یی زما جنتونه ته ننوځی . دا څومره لویه خبره ده دا ټول د همدغه حرص او قناعت له زده کړو سرچښمه اخلی ستاسی له لیکنی زمونږ تبصره اوږده شوه بخښنه کوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.