د مور او پلار حقونه

عبدالحمید”اخندزاده”

که موږ تاسې غواړو چې د دنیا او آخرت کامیابي ترلاسه کړو بايد لاندې خبرې په نظر کې ونیسو او عمل پرې وکړو.

۱- مور او پلار سره په بايد په ادب وغږیږو، نرمې خبرې ورسره وکړو، د دوی په مخ کې متواضع او عاجز اوسه، پر دوی رحم وکړو، رټلې خبرې نه ورته کوو، په مهربانۍ او نرمه ژبه ورسره وچليږو، له مور او پلار به مخ نه اړوو، په تروش تندي او تونده ژبه ورسره خبرې نه کوو. الله جل جلاله فرمايي: ” وقضی ربك الا تعبدوا الا ایاه وبالوالدین احساناً اما یبلغن عندك الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما اف و لا تنهر هما وقل لهما قولاً کریما.(الاسراء:۲۳). الله جل جلاله خپل عبادت ته له رابللو وروسته، پيوسته امر کړی چې تاسو له مور او پلار سره نیکي کوئ .

امام فخر الدین الرازي رحمه الله تعالی په تفسیر کبیر کې د دې ایت لاندې لیکلي: في الاية مسائل : المسألة الاولی: اعلم انه تعالی أمر بعبادة نفسه، ثم اتبعه بالامر ببر الوالدین وبیان المناسبة بین الأمرین بعبادة الله تعالی، وبین الأمر ببر الوالدین من وجوه:

الوجه الأول : ان السبب الحقیقي لوجود الانسان هو تخلیق الله تعالی وایجاده، والسبب الظاهري هو الابوان فأمر بتعظیم السبب الحقیقي، ثم اتبعه بالأمر بتعظیم السبب الظاهري.

امام الرازي رحمه الله فرمايي : الله جل جلاله په دې ایت کې اول خپل عبادت کولو ته أمر کړی، ورسره پيوسته يې په دې امر کړی چې تاسو له مور او پلار سره نیکي کوئ ، دا له دوو لاملونو ۱- د انسان د پيدایښت، تخلیق او ایجادولو حقیقي سبب الله جل جلاله دی او پیدایښت ظاهري سبب يې مور اوپلار دي.

دلته الله تعالی امر د هغه چا د تعظیم او درناوي وکړ چې هغه اصلي او حقیقي پیداکوونکی او ایجادونکی د انسان دی، بیا يې دهغه چا دتعظیم امر کړی چې هغه د انسان د پيداکېدو ظاهري سبب دي .

الوجه الثاني: أن الموجود اما قدیم واما محدث، ویجب أن تکون معاملة الانسان مع الاله القدیم بالتعظیم والعبودیة، ومع المحدث باظهار الشفقة .

امام رازي رحمه الله تعالی دوهم لامل دا بیان کړی، چې موجود به خالي نه وي یا به قدیم وي ، او یا به محدث(نو پيدا)وي، اوس واجب او لازم داده چې د انسان معامله به له قدیم ذات سره د تعظیم او عبودیت ( د قدیم ذات عبادت)کول، او د حادث (نو پيدا) سره د شفقت معامله وي چې هغه انسان (مور او پلار) دي.

التفسیر الکبیر للامام فخرالدین الرازي رحمه الله تعالی.

۲- په هر کار کې د مور او پلار اطاعت کوه، ترڅو چې ګناه نه وي؛ ځکه په ګناه کې د مخلوق اطاعت نه شته .(رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: لا طاعة لأحدٍ في معصیة الله انما الطاعة في المعروف). متفق علیه .

د الله جل جلاله په نافرمانۍ کې د هېچا طاعت او فرمانبرداري نه شته، اطاعت يوازې په معروف او نېک کار کې لازم دی .

۳- هغه کار کوه چې مور اوپلار پرې خوشالیږي، لکه : د دوی خدمت، په علم کې زیات کوښښ، د کور لپاره اسباب اخیستل چې کور کې ورته اړتيا وي او داسې نور.

۴- کله چې دوی د کوم کار لپاره وغوښتې په منډه ددوی خوا ته ځان رسوه، لټي مه کوه، په نرم تندي يې خبره واوره، مور او پلار په اولاد ډېر زیات حق لري تردې که چېرې یو کس په نفل لمانځه ولاړ وي مور او یا پلار ده ته د څه ضرورت حل کولو لپاره غږ وکړي، دغه کس به نفل لمونځ پرېږدي د هغوی ځواب به وايي.

۵- د مور او پلار په ژوند او له مرګ وروسته د دوی د دوستانو، ملګرو احترام او خیال به ساتو، رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې پر دې امر کړی چې د مور او پلار سره په ژوند کې نیکي کوئ؛ همدارنګه يې پر دې هم امر کړی چې د دوی تر مرګ وروسته هم دوی سره احسان کوئ

په بل حديث کې هم راځي، ” روي ان رجلاً جاء الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله هل بقي من بر أبوي شئ ابرهما به بعدموتهما؟ قال: نعم الصلاة علیهما، والاستغفار لهما و انفاذ عهدهما من بعدهما، وصلة الرحم التي لا توصل الا بهما، واکرام صدیقهما.(مسندأحمد:۳\۴۹۷).

( رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو صحابي را غی ورته کړل يې، چې داسې نیکي شته چې زه يې د مور او پلار تر مرګ وروسته وکړم او هغوی ته ثواب پرې مرتب شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولې نه ددوی لپاره دوی لپاره دعا کوه، او له الله جل جلاله ورته مغفرت غواړه ، دوی چې کوم شرعي ارمان په زړه کې و هغه هغه پرځای کړه، ددوی دوستانو سره صله رحمي کوه، د دوی د دوستانو، ملګرو او خواخوږو سره ښه چلند او رویه او احترام کوه.

۶- له مور او پلار سره عناد، حسد مه کوه، په دوی خپل غږ مه جګوه داسې لکه چې ته خپل دښمن ته غګېږې، خبرو ته يې غوږ نیسه.

۷- کله چې مور او پلار در باندې راغله او ته ناست وې، د احترام لپاره ورته جګېږه پر سر يې مچ کوه.

۸- له مور سره د کور په چارو کې ، او پلار سره د کور څخه بهر کارونو کې همکاري کوه.

۹- د مور او پلار له اجازې پرته چېرې سفر مه کوه، که مجبور شوې دواړو ته عذر بیان کړه داسې چې دوی بېرته خوشاله شي.

۱۰- د دوی کوټې (اطاق) ته پرته له اجازې مه داخلېږه، په ځانګړې توګه د خوب په وخت کې .

۱۱- که چېرې ته په سیګرېټ يا نسوار باندې مبتلا يې اول خو دا عمل پرېږده که بیا هم نه درېږې، د دوی په مخکې يې مه
استعمالوه.

۱۲- ډېر زیات حق اول د مور دی بیا د پلار او په دې هم پوه شه چې د دوی د پښو لاندې جنت دی(ددوی راضي ساتلو له امله به تاته جنت در کول کیږي).

” عن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال جاء رجل الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله، من احق الناس بحسن صحابتي؟ قال: ((امک)) قال: ثم من؟ قال((امک)) قال: ثم من؟ قال: ((امک)) قال: ثم من؟ قال: ((ثم ابوک))متفق علیه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی ورته کړل يې چې پرما د چا حق زیات دی رسول الله صلی الله علیه د مور زیات حقدار والی په درې ځله تأکید سره ورته وویل په څلورم ځل يې پلار ورته وښوده، له دې حدیثه معلومیږي چې مور زیات حق لري.

۱۳- د مور او پلار له غوسې او له عاق کولو به ځان ساتې، هسې نه چې د دنیا او آخرت بدبخته شې، او تاسره به اولاد همدغه معامله کوي کومه چې تا له مور اوپلار سره کړې ده.

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: “رضاالله فی رضا الوالد وسخط الله فی سخط الوالد”.
(سنن الترمذي) .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د الله جل جلاله خوښي د پلار په خوښۍ کې ده او د الله تعالی غوسه هم د پلار په غوسه کې ده ، که مور او پلار دې راضي وساتل الله تعالی به درڅخه راضي وي، او که دوی دې خفه کړل الله تعالی به درڅخه ناراضه او خفه وي.

۱۴- کله چې په کسب او کار کولو قادر شوې کسب وکړه له دوی سره همکاري وکړه.

۱۵- پر تا د مور اوپلار، ښځې، بچیانو د کورنۍ نورو ټولو اعضاو حق دی، د هر یوه حق وپېژنه.

۱۶- که ستا د مور او پلار او ستا د ښځې ترمنځ څه لانجه راځي ته داسې مه کوه چې خپلې ښځې ته ترجیح ورکړې، بلکې په حکمت سره د لانجې ختمولو کوښښ وکړه ، داسې نه شي چې دوی درڅخه خفه شي.

۱۷- د مور او پلار دعا مستجابه ده، کوښښ کوه له دوی د خیر دعا غواړه، له ښېرا څخه يې ځان ساته .

۱۸- مور او پلار ته ښکنځل مه کوه، ښکنځل په دې مانا چې ته دبل چا مور او یا پلار ته ښکنځل کوې هغه ستا مور او پلار ته ښکنځل کوي. “رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: من الکبائر شتم الرجل والدیه، یسب ابا الرجل فیسب أباه، ویسب امَه فیسب أمه) متفق علیه.

۱۹- تر دوی مخکې ډوډی مه خوره، کوښښ کوه چې مور او پلار ته هغه خوراک تیار کړه چې دوی ته خوښ وي.

۲۰- په مجلس کې له دوی پورته مه کښېنه، د دوی په مخکې پښې مه اوږدوه، که چېرې بل څوک تاپه داسې حال کې وویني چې له مور او پلار پورته ناست وې او یا دې بښې غزولي وي، دا ستا لپاره ددې سبب کیږي چې تا خلک په بې ادبه یاد کړي ، مور اوپلار ستا لپاره بد نوم، نه خوښوي هغوی خفه کیږي.

۲۱- ځان پلار ته منسوبوه ،(اکثر نااهله خلک په پلار شرمیږي چې څنګه زه هغه ته ځان منسوب کړم هغه خو بزګر یا بل څه کسب والا دی) اګر که ستا وظیفه ډېره لوړه وي.

۲۲- که ستا مور او پلار یو داسې کار وکړي، چې ستا خوښ نه وي، په هغوی رد او انکار مه کوه، د قناعت ورکولو له لارې کار واخله .

۲۳- په موراو پلار باندې لګښتونه کوه ښه خوراک څښاک او د ژوند نورې اړتياوې يې پوره کوه.

۲۴- مور او پلار ته خپل نوم مه اخله؛ بلکې په ډېر احترام سره ورته وایه پلار جانه مور جانې دا او دې ورته نور الفاظ ورته کاروه.

۲۵- مور او پلار ته دعاګانې کوه”رب اغفرلي ولوالدی” نوح ۲۸ایة “رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا” الاسراء ۲۳ اية.او یا داسې نورې دعاګانې.

اللهم اغفرلي ولنا ولوالدینا ولأبانا، ولاستاذناولاخوانناالذین سبقونا بالایمان ، ولجمیع المسلمین والمسلمات والمؤمنین والمؤمنات ولمن حقه علینا(آمین یارب العالمین).



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.