نړۍ

طالبان: پاکستان کې اسلامي نظام غواړو

نن ټکی آسیا: وروسته له هغې چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو لپاره یوه څلور کسیزه ډله وټاکله، په غبرګون کې يې د پاکستاني طالبانو ویاند د ډاډ څرګندولو ترڅنګ یو ځل بیا ټينګار وکړ ، چې د جګړې او روغې په صورت کې د دوی یوازینۍ موخه د اسلامي نظام نفاذ او پلي کول دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند د پاکستان انګلیسي ژبي ورځپاڼې ډان ته له ناڅرګند ځایه د ټلیفون پر کرښه ویلي،چې دوی د نواز شریف له لورې د څلور کسیز پلاوي له ټاکنې ډاډمن دي او له سه شنبې راهیسې د دوی مشرتابه شورا په خپلو منځو کې په سلا-مشورو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه ، چې دا ځل به د دوی مشران پریکنده پرېکړه کوي او ډېر ژر به یې له خپلو خلکو سره شریکوي.
ښاغلي شاهد، دا وینا چې ګواکې د دوی مشر ملا فضل الله د مذاکراتو پلوی نه دی، په ټینګه رد کړه او د ده په خبره ، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټول غړي او مجاهدین یو موټي او له خپل مشرتابه سره اوږه په اوږه ولاړ او یوه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x