فرانسه: د ټاکنو ۳ ورځې تر مخه ډزو وېره خپره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ غویی، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د ډزو له امله یو پولیس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. د پولیسو په ډزو کې بریدګر هم ووژل شو.

برید پر داسي مهال را منځته کیږي چې درې ورځې وروسته په فرانسه کې د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره ټاکنې کېدونکي دي.

فرانسه چې له تیرو څو کلونو راهیسي د وسلوالو بریدونو سره مخ ده، یو ځل بیا په داسي وخت کې یې امنیتي ځواکونه په نښه شوه چې په ټول هیواد کې د ټاکنو تر مخه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د تیرې شپې د برید وروسته د ولسمشرۍ لپاره نوماندانو د نورو بریدونو له ویرې او همداسي د پولیسو سره د خواخوږۍ په پلمه خپل انتخاباتي کمپاینونه ځنډولي او د غم ټغر یې غوړولی.

ویل کیږي چې بریدګر له مخکې لا امنیتي ځواکونو ته ګواښ کړی وو او د برید مسؤولیت هم په عراق او شام کې دداعش ډلې اخیستی.

د فرانس اوسني ولسمشر فرانسو هولاند په ولسمشریزي ماڼۍ کې د پيښي د څیړونکي ټیم سره تر لیدني وروسته ویلي چې ټولې څېړنې ښيي چې برید د «تروریستي» بریدونو یوه کړۍ ده.

د نوموړي له دې خبرې څخه داسي هم فهمول کیږي چې د ټاکنو په ګرما ګرمیو کې نور بریدونه هم کیدای شي تر سره شي، چې باید امنیتي ځواکونه او ولس ورته تیار وي.

هولاند وویل: «د ټاکنو پر مهال به مونږ په پوره توګه بیداره یو». او زیاته یې کړه چې د امنیتي شورا غونډه به د جمعې په ورځ پر اته بجې تر سره شي او همداسي به وژل شوي پولیس ته ملي سلام وشي.

د راپورونو سره سم د فرانسې پولیس هر ځای چاپې اچوي تر څو د بریدګر نور همکاران پیدا کړي او د نورو بریدونو مخه ونیسي.

د پاریس لوی څارنوال «فرانسیوس مولینز» رسنیو ته ویلي چې د بریدګر هویت پيژندل شوی، چې تر اوسه یې لا مونږ د څرګندولو څخه ډډه کوو، ځکه چې څېړنې روانې دی او هڅه کیږي چې مالومه سي، ایا هغه خو به نور ملګري نه لري.

د فرانس پریس خبري اژانس د داعش ډلې د اعماق اژانس څخه په نقل قول ویلي چې د بریدګر نوم ابو یوسف البجیکي وو او ددوی سره یې تړاو درلود.

باید وویل شي چې د همدې اژانس په وینا د کال ۲۰۱۵ څخه د «تروریستي» بریدونو له امله ۲۳۸ فرنسویان وژل شوي دي چې په یو غربي هیواد کې تر ټولو زیات تلفات بلل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.