Hamid-Karzai-61

دکرزي دماغ کې کندهاری غرور او غربي جراثیم سره په جنګ دي

بخت الرحمن شرافت

په دې کې هیڅ شک نشته چې ښاغلي کرزي دې د غربیانو غلامي نه وي کړې، دغه هیواد ته دې د غربي بادارانو پر اوږو نه وي راغلی، په دې کې هیڅ شک نشته چې کرزي دې د غربي ناولو اسلام دښمنه ځواکونو په مټ په افغانستان کې د اسلامي حکومت ړنګولو کي له هغو سره پوره همکاري او ملګرتیا نه وي کړې.

دا تر لمر روښانه خبره ده چې کرزي له افغانانو سره ستر جرم وکړ، ستره تېروتنه يې وکړه، دا کرزی و چې غربي یرغلګرو ته یې زارۍ کولې ترڅو افغانستان باندې برید وکړي، کرزی و چې د یرغلګرو ترمخ راروان و، ورته یې لاري ښووې، افغانان یې ورته په ګوته کول او هغو وژل.

کرزی و چې افغانستان کې یې نه یواځې افغانان بلکي د بهرنیو بادارانو په مټ او مرسته په زرهاوو بهرني مهاجر او مسافر مجاهدین هم شهیدان کړل، کرزی و چې د افغانیت او اسلامیت یو ستر دود یې وننګاوه، هغه دود یي وننګاوه چې افغانان ورباندي نړۍ کې پيژندل کیږي، خپل کور ته راغلي میلمانه او پناه راوړونکي يې نه یواځي دا چې د دښمن په غیږ کې ورواچول، بلکي خپله یې هم پایڅي راټولې، لیڅي یې راونغښتې، چړې ته یې لاس کړ او د میلمنو به حلالولو کې یې د افغانیت، اسلامیت او انسانیت له دښمنانو سره مرسته وکړه.

کرزی و چې د هیواد ډیري با وقاره او درنې څیرې یې د دښمن په منګولو کې ورکړې، دښمن لاس تړلي له هیواد څخه په زرګونو کیلومټره لیري د کوم دریاب په منځ کې پنجرو کې واچول.

کرزی و چې د نړۍ په کچه د مسلمانانو د اسلامي نظام او شرعي حکومت یواځنۍ هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې، او کرزی و چې د اسلامي نظام د زعیم پر کور باندې یې د سي آي اې ناولې څیرې راکښته کړي، او د اسلامي نظام د ستر او بي مثاله زعیم د کور حریم یې د کفري استخباراتي ادارو د ناولو کارکوونکو په واک کې ورکړ، چې تر اوسه له دغه ځایه د افغانستان په غرب کې د خپل لوي استخباراتي مرکز په توګه کار اخلي.

کرزیه زما هغه روڼ او له ناورین څخه ډک سهار هم ښه یاد دی، چې ستا په مټ او لارښونه راغلو یرغلګرو د کندهار بوري نامي کاریز کې د شپې لخوا د عامو کندهاریانو کورونه د (B52) تر بي رحمه او ړندو ضربو لاندې راوستلي وه، کرزیه زه سهار وختي هلته ورغلم د یوې کورنۍ پوره ۱۹ تنه غړي وینو کې لت پت پراته وه شهیدان شوي وه، زه له څو امبولانسونو سره یو ځای هلته ولاړ وم، لاس کې مي وړوکي مخابره وه، یوې د پاخه عمر ادې چې د شهیدانو خوا ته وینو کې لړلې ټپي حالت کې پرته وه راباندي یې ږغ کړ، زویه.. اوري … زویه… که د کافرانو په ژپه نه پوهیږې کرزي باندې ږغ وکړه ورته ووایه دا خو دې زمونږ مېنه راسپیره کړه خو کورنۍ دي ټوله را آلوۍ کړه…..اه زما ادې جانې کاش هغه وخت کرزي زما ده اوریدلی.

بس ده نور به شاته نه ځم کنې نورې ډیرې ناخوالې شته چې ستا په توسط افغانان ورسره لاس او ګریوان شوي دي، خو که چیري اوس هم خپلو پخوانیو کړو باندې پښیماني وښیې افغانان ډیر میړنی ملت دی، افغانانو کې دبخښنې خبرې عامې دي، دغو ټولو ناخوالو باندې به سترګي پټي کړي او د یو نوي ملي، ازاد او ښه مسلمان مشر په توګه به دې استقبال کړي.

ځکه افغانان پوهیږي چې کله ستا بادارنو او ستا په لارښونه راغلو یرغلګرو افغانان خوږ کړي، تا ورباندي ژړلي او د ویر اوښکي دې ورسره تویې کړې، بي وسي او ناتواني دې ښودلې، د پښیمانۍ احساس دي کړی.

خو کرزیه بیا…. او بیا هم که سل ځله غلام یې خو د غني په مقابل زر ځله ازاد هم یې، که لس ځلې مرتد یې خو د غني په مقابل کې سل ځلې ښه مسلمان هم یې، کرزیه دا تر لمر روښانه خبره ده چې له افغانانو سره دې ظلم وکړ، خو دا هم څرګند حقیقت ده چې د غني په مقابل کې دې رحم تر اسمانه اوچت دی.

کرزیه زما یاد دي چي د ځینو خاصو ورځو په مناسبت به په سلهاوو زندانیان ستا د خاصې مهربانۍ له مخي له زندانونو څخه د کورونو په لور روان وه، خو برعکس د غني په دوره کې مونږ وینو چې دغو خاصو ورځو کې د زندانیانو بر مخونو د ظلم او وحشت څپړي لګیږي، زندانیان له ډيره غمه شونډان په سیخونه باندي ګنډي، د بربریت او وحشت په شېبو کې شپې صبا کوي.

زمونږ یاد دي چې د افغانانو په مقابل کې د یرغلګرو د هر وحشت او دهشت په مقابل کې دي اوښکي تویي کړې، بې وسي او ناتواني دي ښودلې.

کرزیه ته هغه وخت لا خپلو کړنو باندي پښیمانه وې، چې خپل یواځیني بچي لپاره دي د میرویس نوم غوره کړ، که چیري پښیمانه نه واي ضرور به دي د یواځیني بچي لپاره د شاشجاع، نورمحمد یا ببرک نوم غوره کړی وی، او زما یقین ده چې وار وار بچي ته په میرویس ږغ کولو سره به دي وجدان او ضمیر راژوندی شوی وي او میرویسي میړانه به دي رګونو کې خوځیدلې وي.

کرزیه زه پوهیږم چې بدن کې دې دغربي جراثیمو په خلاف کندهاری غرور راژوندی شوی، ارام ته دې نه پریږدي، ستا بدن کې کندهاری غرور او پلرنۍ میړانه نور د غرب پیچکارۍ شوي غلام جراثیم نشي منلی، ځکه کله کله درڅخه اواز پورته شي، اه او فغان دي له خولې ووزي.

کرزیه ستا په جسم کې ځای پرځای شوی پښتني او کندهاری دفاعي سیسټم د غرب ناکاره پیچکارۍ شوي جراثیم نشي ماتولی، سمه ده د لږ وخت لپاره به یې ویده کړی وي، خو نور هغه سیسټم کوم چې ستا نیکه ګانو ستا جسم کې فيټ کړی هغه د راژوندي کیدو په حال کې ښکاري، ستا چیغي او فغان د دې وړاندوینه کوي چې نور دي پلرنی او کندهاری غرور خوځښت کې راغلی.

بس یوه چیغه وکړه، ملت دې شاته ولاړ ده، بس یوه کندهارۍ چیغه غواړي نور سیسټم هرڅه ته اماده ده، کرزیه ته پوهیږې ستا چیغه د یو کس چیغه نه ده، ته اوس هم یو ملت يې، خلک اوس هم درته د ملت د بابا په سترګه ګوري، خو کاش چې ستا له خولې څخه د بابا چیغه ووزي، ملت اوس هم درته د ازاد افغان هیلي لري، خو کاش چې ستا له خولې د ازادۍ نعره خوره شي.

ستا چیغي ته کندهاریان، لویه پکتیا او ننګرهاریان انتظار باسي‎، کرزیه ولاړ شه د چمتال چپانه او د میمنې قرقولي پر سر کړه، خپله فصیحه او شرینه دري ژبه باندي د شمال پر درنو وګړو د ازادۍ چیغه وکړه، زما یقین ده د سالنګ تونل به د خلکو څپې نشي تیرولای.

کرزیه زما یقین ده که چیري اوس هم د ازادۍ چیغه پورته کړې او ملت د یرغل په خلاف رهبري کړي، د طالبانو هغه په سلهاوو فدایان چې ستا د وژلو لپاره یي په کلونو کلونو سینو پوري بمان تړلي وه، د کابل په دروازه کې به دي د تکبیر په چیغو استقبال کړي.

کرزیه په ایمان درته وایم هغه فدایان چې ستا د قتل لپاره یې دنګې ځواني خاورې کولې هغه ځوانان به دې له کابل څخه کندهار ته په خپلو اوږو باندي یوسي.

کرزیه بس یوه چیغه په کار ده د همت چیغه، کرزیه بس یوه چیغه په کار ده د غیرت چیغه، کرزیه هغه چیغه له خولې وباسه لکه څنګه چې ستا نیکه یو وخت کې کندهار کې ایستلې وه، ټولو کندهاریانو یې چیغې ته لبیک ویلی وه، خو که چیري ستا له خولي څخه د ازادي چیغه وزي نه یواځي د کندهار خلک بلکي ټول افغانان به ورته لبیک ووایې، بس یوه رښتنې چیغه په کار ده.

په کندهارۍ مینه…..



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. سید زرغون شاه اغا

    دا مظلوم ملت به نور د کرزی په ټګماری او چیغو نه خطاوزی. او مه د دغه غیرتی ملت د خطا استلو کوښښ کوی.چی بیا به حشر د کرزی سره وی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.