د امریکا دفاع وزیر: جیمس ماتیس

پنټاګان: د «مور بم» تلفاتو په شمېرلو به وخت ضایع نه کړو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ غویی، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې چې د افغانستان دفاع وزارت په ننګرهار کې د امریکایانو «مور بم» تلفات د پاکستانیانو په شمول ۹۴ داعشیان ښيي او داعش له خپلې لوري د هر نوعه تلفاتو څخه انکار کوي، د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دوی به د داعش د تلفاتو شمېرلو باندي وخت ضایع نه کړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماتیس د اسرائیل څخه په یوه خبري کانفراس کې خبریالانو ته وویل: زمونږ ځواکونه به هغه څمڅۍ بیا ونه سپړي تر څو مالومه کړي چې څومره دښمنان په کښي وژل شوي، « که په صراحت سره ووایم، د څمڅیو بیا پلټل او مړي شمېرل کیدای شي زمونږ د ځواکونو لپاره ښه ساتیری نه وي».

دفاع وزیر د جواب ورکولو څخه ډډه وکړ کله چې پوښتنه ځیني وشوه: « ایا ته خبر وي چې «مور بم» به په ننګرهار کې د داعش پر ضد کارول کیږي».

نوموړي وویل: « زه نه غواړم چې پر ځمکه د چټکو عملیاتو د صلاحیاتو په اړه معلومات ورکړم، زه د مرکزیت او قیادت په اړه له څه ویلو ډډه کوم».

نوموړي ددې سوال د جواب څخه ځان په داسي وخت کې کاږي چې خپله د افغانستان وزارت دفاع په ډاډه وايي چې دوی له مخکې لا خبر وه او «مور بم» ددوی سره په همغږي د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ واچول شو.

ماتیس وویل: « د داعش د مړو په اړه خبره نه شم کولای، د مړو د شمېرنې لپاره به د څمڅیو بیا کیندل زمونږ د ځواکونو سم استخدام نه وي، په داسي حال کې چې ځواکونو مو اوس هم د یو داسي دښمن سره په جګړه بوخت دي چې لا د جګړې توان لري».

«مور بم» د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یوازي ګوت شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو وغندی، د ګډحکومت اکثرو چارواکو نه یوازي د «مور بم» هر کلی وکړ بلکې د ورته نورو بمونو غوښتنه یې هم وکړه.

د «د ټولو بمونو مور» د اتومي بم وروسته قوي بم بلل کیږي چې د نړۍ په سطحه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري وکارول شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.