امريکا ۲۲ افغان کډوال بېرته راشړلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ غویی، ۱۳۹۶): د کډوالو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې متحده ايالتونو ۲۲ افغانان له امريکا وويستل.

د رپوټونو له مخې دغه ۲۲ افغانان تېره ورځ د کابل پر هوايي ډګر ښکته شول.

د کابل هوايي ډګر کې د سرحدي پوليسو مشر قومندان رسنيو ته وويل، چې دغه ۲۲ تنه افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې امريکا کې په ناقانونه توګه اوسېدل او د ډونلډ ټرمپ د ځانګړي فرمان له مخې بېرته افغانستان ته راولېږل شول.

د روان ۲۰۱۷ کال په لومړيو کې، چې ډونلډ ټرمپ واک ته ورسېد، د کډوالۍ په اړه يې قوانين سخت کړل او ژمنه يې وکړه، چې له متحده ايالتونو به ناقانونه کډوال وباسي او د نورو کډوالو لپاره به قانون سخت کړي.

د ټرمپ له واکمنۍ وړاندې امريکا کې د کډوالۍ قانون کې نرمي وه او يوازې هغه کډوال به ويستل کېدل، چې په سترو بشري او حقوقي جرمونو کې به ککړ وو، خو ټرمپ ويلي، چې بهرني کډوال په ځانګړې توګه مسلمانان د امريکا امنيت لپاره ګواښ دي او دی به د کډوالو قانون کې نرمي ونه زغمي.

ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو په سياليو کې تر ټولو مهم شعار هم دا و، چې ټول ناقانونه کډوال به خپلو اصلي هېوادونو ته لېږدوي.

واک ته له رسېدو وروسته ډونلډ ټرمپ د کډوالو په ځانګړې توګه د مسلمانانو پر ضد يې توندې څرګندونې وکړې. د واک په لومړيو ورځو کې يې د عراق، سومال، ايران، يمن، سوريې او سوډان پر خلکو د درې مياشتو لپاره سفري بنديزونه ولګول او د پاکستان، افغانستان او سعودي خلکو ته يې د ويزو په ورکولو کې په سختۍ ټينګار کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.