افغانستان

د شهید شیخ عبدلله ذاکري د جنازې د مراسمو بشپړ راپور

د شهید شیخ عبدالله ذاکري د جنازې مراسم دکوټي په ښار کي په ډیره پرتمینه توګه سرته ورسیدل .
په دې مراسمو کي دپاکستان او افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه شیخانو علماءکرامو ،قومي مشرانو او د شیخ صیب په زرګونو شاکردانو او عقیدتمندانو ګډون کړی وو،

دمراسمو په ترڅ کي مختلفو علماوو او شیخانوهر یوه مولانا فضل الحق حقاني دکوټی ښار دمرکزي جامع خطیب، دجمعیت علماءاسلام نزریاتي کوند مشر مولانا عصمت الله صاحب ،شیخ الحدیث مولانا هیبت الله اخدازاده صاحب ،شیخ الحدیث مولانا محمد یو سف صاحب دمرحوم شیخ مولانا عیدالغني صیب زوی او ځای ناستی ،شیخ الحدیث مولانا عبدالمجید صاحب ، مولانا احمد ذاکري صیب دشهید ذاکري صیب زوی او نورو په وار سره خبري وکړي دوی دخپلو خبرو په ترڅ کي د شیخ صیب شهادت دهغه مرحوم د اوږدې جهادي، علمي اوروحاني مبارزي انعام او اللهي لورینه وبلله، هغوی دخپلو خبرو په ترڅ کي وویل چې دذاکري شهادت زموږ دقربانیو او افتخاراتو دتسلسل یوه بله کړۍ ورزیاته کړه ،چې زموږ داډول شهادتونه دنن خبره نده، زموږ دا افتخارات او پر محمدي دین باندي له سره تیریدنه، اوزورېدنه ، له څه دپاسه څورلس سوه کالو رهسي روانه ده ،او له دې ورسته به هم تر قیامته پوري دحق دیوې ډلي له خوا جاري وساتل شي ،انشاءلله هغوی وویل چې زموږ وار خطااو سفاک دښمن دې په دې خبروي چې موږ دحق په لار کي نه یوازي داچې له مرګه نه ډار نه لرو بلکي داډول شهادت دخپل ځان ، کورنۍ او ټولني لپاره سعادت او افتخار ګڼو.دجنازې دمراسمو په دې لویه تاریخي غونډه کي دطالبانو درهبري شوری دتسلیت را لیږلي پیغام هم ولوستل شوچې دپیغام په یو برخه کي وویل شول :
حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب دافغانستان یو وتلی او منلی،علمي، جهادي او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني او جهادي خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې خورا زیات نیک شهرت موندلی وو،نوموړی د(اتحادعلماء افغانستان) دسترې علمې ټولنې اوشوری مؤسس وو، چې دهمدې ټولنې له لارې یې همیشه پرافغانستان دهر تیري کوونکي ځواک په خلاف دجهاد فتوی ورکړې او په وړاندې یې دوسلوال جهاد اعلان کړی. شهیدذاکري صاحب دافغانستان ترڅنګ په نوره اسلامي نړۍ کې هم همیشه دمسلمانانو په مظلومیت او غم ځان خبر کړی، دغمرازۍ ترڅنګ یې دمظلومو مسلمانانو په حمایت کې تل اواز پورته کړی او دفاع یې کړې. شهید ذاکري صاحب دبیساري علمیت ترڅنګ یو سیاسي څیره هم وه ،نوموړي وخت په وخت دسرخلاصو لیکونو په توسط دنړۍ ولسمشرانو په ځانګړي توګه داسلامي هیوادونومشرانو ته دمسلمانانو دژوند دښه کیدو په اړه سالمې مشورې ورکړې او هغوئ یې خپلو مسولیتونه ته متوجه کړي و دغونډي په پای کي دشهید ذاکري صیب زوی داافغانستا ن له اسلامي امارت دجمعیت علماء اسلام له دواړو ښاخونو حزب اسلامي او نورو ټولنو او راغلیو میلمنو څخه دزړه له کومي قدرداني وکړه چې له دوی سره یې په دې مراسمو کي کډون وکړ، هغه زیاته کړه چې زما دشهید پلار ژوند او شهادت دواړه زموږ لپاره افتخار دي
او موږ ته که څوک د تعزیت لپاره راځي نو مبارکي به راکوي ځکه داډول شهادت هم دشهید والد صیب لپاره او هم زموږ لپاره دفخر ځای دی
دمراسمو په پای کي دشهید شیخ صیب دجنازي لمونځ دهغه دبل زوي مولوي عبدالقیوم ذاکري صیب په امامت ترسره شو او په سبزل سیمه کي خاوروته دزرګونوعقیدت مندانو په حضورکي خاورو ته وسپارل شو. انالله وانا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x