د بلخ د شاهين قول اردو عسکر

طالبان وايي د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو يې ډله ایز برید پیل کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ غویی، ۱۳۹۶): نن د جمعې د لمانځه وروسته د مزار شریف د ۲۰۹ شاهین قول اردو کې دننه تر یوې درنې چاودنې وروسته ډزي پیل شوې چې د عیني شاهدانو په وینا تر اوسه هم دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د «استشهادي» کنډک ګڼ شمېر «مجاهدین» د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ برید وکړ.

نوموړي ویلي چې لومړی لویه چاودنه وشوه او له هغه وروسته بریدګر ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شول او جګړه پیل یې کړه.

مجاهد ادعا کړې چې تر اوسه دولتي ځواکونو ته درانده تلفات اوښتي دي او جګړه لا روانه ده.

تر اوسه د پيښې په اړه د مزارشریف چارواکو غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیمې څخه د ازادو سرچینو په راپورونو کې د پيښې تایید شوی او د عیني شاهدانو له قوله ویل کیږي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په دننه کې اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

ذبیح الله مجاهد وایی چې په دغه قول اردو کې ۳۰ زره عسکر مېشت دی، چې په شمالي ولایتونو کې له همدې ځایه چاپې او عملیات طرحه او رهبري کیږي.

د نوموړي په وینا تر اوسه ۱۰۰ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیاته کړې چې په دغه قول اردو کې بهرني عسکر هم مېشت دي چې په اړه به یې معلومات وروسته خپاره شي.

پېښه جریان لري، بشپړ معلومات به یې وروسته څرګند شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.