دفلکي علومو لارښود (37) دلمنځو دوختو دتخریج لپاره داړینو معلوماتو پېژندنه

مفتي احسان اللّه

دلمنځو دوختونو تخریج

تر هغه وړاندي چې موږ له فارمولو نه دیو نا معلوم وخت تخریج کو، دیو څو اړینو معلوماتو پيژندل لازمي دي، چې په لاندي ډول يې په لنډو کې تفصیل یادو.

1- دکوم ځای لپاره چې دوخت تخریج کو، دهغه ځای عرض البلد، چې په B سره ترینه تعبر کو.

2- دهغې ورځې میل شمس، چې په D سره يې یادو.

3- دکوم وخت چې تخریج کو، دهغه وخت دلمر زاویه، چې په A سره ترینه تعبیر کو.

تنبیه:

چونکه میل شمس په هره لحظه کې مختلف وي، نو که دهر وخت لپاره ځانته دلمر میل معلوم شي، دا به نور علی نور وي، خو دا کار ستونزمن دی، داسانۍ لپاره دکتاب په اخیر کې دمیل شمس جدول موجود دی، له هغه نه به استفاده کو، خو دمیل شمس سره که د منفي علامه وه، میل منفي او کنه، نو مثبت دی.

همدا شان دنړۍ په سطحه معیاري وخت زوال لپاره هم دکتاب په اخیر کې جدول موجود دی، چې په اسانی سره ترینه استفاده کولای شو.

فایده:

دصبح صادق او عشا لپاره زاویه: 18- یا 15- درجې زیر افق دی، او له سمت الرأس نه 108 یا 105 درجې کیږي.

دطلوع او غروب لپاره بیا زاویه: 0.8333 درجې زیر افق، او له سمت الرأس نه: 90.8333 درجې دی.

داشراق لپاره: 1.4 زیر افق، او له سمت الرأس نه: 88.6 درجې دی.

دعصر مکروه لپاره: 2.3 زیر افق، او له سمت الرأس نه: 87.7 درجې دی.

فایده:

دوختو دتخریج لپاره معیار، مقامي نصف النهار دی، تر هر څه اول به مقامي نصف النهار معلوم کړو، ځکه دلمنځو دفارمولو نتیجه له نصف النهار سره جمع او یا ترینه تفریق کړ، له نصف النهار نه وروستني وختونه به جمع او مخکني هغه به ځیني منفي کو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.