د شاهین قول اردو په ډله ایز برید کې تر ۸۰ زیات عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): تېره ورځ تر جمعې لمانځه وروسته د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ برید کې تر ۸۰ زیات عسکر مړه او په همدومره شمېره نور ټپیان شوي دي.

پوځي سرچینو د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې تر اتیاوو ډېر عسکر ووژل شول او تر اتیاوو زیات نور ټپیان شول.

باید وویل شي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړۍ خبرپاڼه کې تر سل زیاتو عسکرو د وژنې خبر ورکړی وو.

نوموړي پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید مسؤولیت منلی وو او د بریدګرو د شمېر په ډاګه کولو پرته یې ویلي وه چې ددوی جنګیالي قول اردو ته تر یوې چاودنې وروسته په ننوتلو توانېدلې او هلته یې جګړه پیل کړې ده.

نوموړي ویلي وه چې په دغه قول اردو کې د بهرنیو عسکرو په ګډون تر ۳۰ زره زیات عسکر مېشت دي.

د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې تر ۵۰ زیات دولتي عسکر وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې دا برید دولتي ځواکونو ته یوه لویه «ضربه» وه، او جګړې تر ماښامه دوام وکړ.

د امریکايي ځواکونو قومندان په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې برید په داسي وخت کې تر سره شو چې یوه ډله عسکرو د غرمې ډوډۍ خوړله او بلې ډلې د جمعې لمونځ کوی. نوموړي وویل چې ددغه برید په ختمولو کې د کمانډو ځواکونو مرسته وکړه.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې بریدګر ټول ۱۰ کسان وه، چې د هغو څخه دوه تنو خپل ځانونه وچاودل، ۷ تنه ووژل شول او یو بریدګر ژوند ونیول شو.

نوموړي ویلي چې بریدګرو د پوځ جامې په تن وې، په دوه موټرو کې راغلې وه چې یو موټر یې قول اردو ته ننوتلی او بل یې تر ننوتلو مخکې وپيژندل شو.

د شاهین قول اردو څخه یوې بلې سرچینې د بریدګرو شمېر شپږ تنه ښودلی چې تر لومړۍ چاودنې وروسته ودانۍ ته په ننوتلو توانېدلی.

دغه سرچینې رسنیو ته ویلي چې بریدګرو کې یوه ډله خوړنځي ته او بله جومات ته په ننوتلو توانېدلي وه او له هغه ځایه یې ډزي کولې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د شمالي ولایتونو تر ټولو لوی ځواک دی چې د ټول شمال د نهه ولایتونو د امنیت او جګړو مسؤولیت په غاړه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې ویلي وه چې له همدې قول اردو څخه د شمال ولایتونو جګړې رهبري کیږي او د شپنیزو چاپو او عملیاتو پلانونه طرحه کیږي.

نوموړي د برید په اړه په خپل وروستي معلوماتو کې ویلي وه چې جګړه اوس هم دوام لري، د بریدګرو قومانده د هغو ۳ تنو په لاس کې ده چې ډېره موده یې په قول اردو کې دننه دنده تر سره کړې او نفوذي عسکر وه، چې د جګړې د ساحې سره پوره بلد وه.

او زیاته کړې وه چې تر اعلان شویو شمېرو تلفات ډېر زیات دي، خو خپل وروستۍ شمېرې یې لا نه دي په ډاګه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.