افغانستان

حامد کرزی: د دسایسو او غداریو پر خلاف دي ملت «پاڅون» وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په کلکو ټکو غندلی.

پخواني ولسمشر د تیرې ورځې د خونړي برید په اړه ویلي چې د راپورونو سره سم په دغه نښته کې په لسګونو عسکر مړه او ټپیان شوي دي، چې دی یې په «کلکو ټکو غندي».

او زیاته کړې چې ورته پيښې د یوې منظمې دسیسې او غداري له امله را منځته کیږي چې قربانیان یې دواړو لوریو ته افغانان دي، «کله د تروریزم په نامه افغانان په نښه او وژل کیږي او کله بیا د تروریزم پر ضد مبارزې په نامه وژل کیږي، خو دواړو لوریو ته قرباني افغانان ورکوي».

نوموړي په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې دغه جګړه د پردیو د مفاداتو له وجې پر افغانانو تحمیل شوې. او د افغانانو څخه یې غوښتي چې د دسایسو او غداریو پر خلاف دي «په اتحاد، اتفاق او یوه غږ» پاڅون وکړي، که داسي ونه کړي نو پایله به یې همداسي د وژنو ادامه وي.

نوموړي په دې وروستیو کې د ګډحکومت او امریکایانو پر ضد څرګندونو کې ویلي وه چې امریکایان په افغانستان کې خپل نوي وسلې ازمويي او د ګډحکومت چارواکي یې خاینین بللې وه چې د افغانستان د ملت او خپله شخصا د «حامد کرزي» نمایندګي نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد زی

غلام او څو مخی کرزی غواړی چه هم الله ج او هم دجال راضی وساتی ، کرزی دهماغه ډول او سورنی ډم وو چه دی مخکی په نڅا دی مظلوم اولس ته راوستل شو د همده وخت کی داسی بمونه د کفارو له خوا وورول شول چه بشری تاریخ کی ساری او مثال نه لری، پرون یی د دجال په ضد او نن د دجال په خوښه شعارونه زمزمه کوی. کرزی هغه وخت له دجال خوابدی شو چه اشغال د مخه یی بچیان نه لرل او نه یی لرلی شول ، مګر د اشغال له یوی لسیزی وروسته چه دی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

کرزیه!
زویه د بادارانو په امردی نوی ټګماری شروع کړیده. د دی ټولو جنیاتو مسول ته یی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x