تور او سپين پېژنو

عرفان الله عرفاني

موږ مسلمان يو موږ خپل دين پېژنو
موږ خپل منهج او خپل آين پېژنو

د خدای قرآن مو په تفسير ويلی
مرتد، مشريک، کافر لعين پېژنو

موږ د الحاد جرړې له بېخه باسو
موحدين او ملحدين پېژنو

سپېڅلي زړونه چاته نه ورکوو
هر يو بدرنګ هر يو حَسين پېژنو

هر يو بوتل ملي اتل نه بولو
وطن پلورونکي خائنين پېژنو

د ښوو او بدو ښه تميز کوی شوو
په هر لباس کې تور او سپين پېژنو

صف مو خالي شو له دوه مخو ځينې
ښه په يقين منافقين پېژنو

په او تو بوتو د چا نه غولېږو
تش په نامه مجاهدين پېژنو

د هر صياد سره سيالي کوئ شوو
د غره ټپوس د غره شاهين پېژنو

( عرفاني ) ډېرې تجرُبې مو وکړې
خپل مُحِبين او مُبغِضِين پېژنو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.