Ziaul-Haq-Amarkhel-iec
ضياءالحق امرخېل

ضياءالحق امرخېل: امريکا غواړي د اچين بم په مرسته داعشيانو ته مشروعيت ورکړي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له لوري د نړۍ تر ټولو ستر بم غورځولو په اړه لا هم د افغان او نړيوالو څارونکو غبرګونونه او تبصرې روانې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو پخوانيو چارواکو او کارپوهانو دغه بريد د داعش پر ضد نه، بلکې د امريکا د وسلو ازمېښت بللی و.

د ملي ثبات ټولې مشر ضياءالحق امرخېل په پکتيا کې يوې ولسي غونډې ته وويل، چې امريکا او د سيمې يو شمېر هېوادونه داعش ډلې ته کمپاين کوي او پر اچين يې د ټولو بمونو مور بم د دې لپاره وغورځاو، چې يو لور ته خپل نړيوال او سيمه‌ييز سيالان پرې وډار کړي او بل لور ته داعش ډلې ته پرې مشروعيت ورکړي.

د کابل پوهنتون استاد او سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير اسد وحيدي هم ويلي، چې امريکا پر اچين ځکه د نړۍ تر ټولو ستر بم وغورځاو، چې يو لور ته خپله نوې وسله وازمويي او بل لور ته د داعش د ملاتړ تور له ځانه لرې کړي.

سره له دې، چې د يوې اوونۍ په تېرېدو لا هم سيمې ته د افغانستان عسکر او د رسنيو استازي نه دي پرېښودل شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې وه، چې د اچين بم له امله ۹۴ داعش وسله وال وژل شوي، خو داعش ډلې په خپله اعلاميه کې ويلي، چې په دغه بم کې د دوی يو وسله وال هم نه دی وژل شوی.

په لومړيو کې امريکايي چارواکو ويلي و، چې د نړۍ تر ټولو ستر په غورځولو يې شمالي کوريا ته د ګواښ زنګ ورکړ، خو تېره ورځ د امريکا دفاع وزير جيمز ميتس رسنيو ته وويل، چې د اچين بم د امريکا لپاره يو راز دی او دا راز به د تل لپاره له ځان سره خوندي وساتي.



یوه تبصره

  1. هو ، زما په اند، هلته یو داعشی هم نه دی وژل شوی او نه حتی زخمی شوی دوی به هغوی ولی وژنی چه دوی جوړ کړی او دوی یی کاروی ، دغه بم د داعشیانو د وژلو د پاره نه بلکه د داعشیانو د شهرت او مشروعیت ورکولو د پاره کارولی ، په څنګ کی د دغه بم ازمیښتی چاودنه هم وه ، چه څومره پیاوړتیا لری دا میس ډیسټرکشن ممنوع بم وو په دی کی ۲۳۸ ایزوتوب یعنی ديپلیت یوارنیم ګډ شوی هغه چه دوی ورته د یورانیم فضله وایی فزیکی موثریت یی تر اصلی اتوم بمونو کم مګر اوږدمهاله صحی اغیزی یی تر بیلونو کلو رسیږی یعنی د ننګرهار او حتی ټول افغانان به یی بیه پری کوی . دا چه کوریا او نورو ته به یی ګوت ځڼدنه وی باور ځکه نه کوم چه هغوی تردی هم لوی بمونه لری او ازمیشت کړی یی هم دی حتی دغه بم ورته لا ډیره زړورتیا ورکړه دامریکا اخری زور ورته په ډاګه شو .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.