fbpx
sahra globe

د اسلامي پوځ د کاميابئ راز

الله تعالی چې مسلمانانو سره د خپلې کړې وعدې لمخې مرستې کولې او پرلپسې فتحی يې ورپه برخه کولې، د هرمشرک ماتې په ځانکړې ډول د روم د سترې امپراتورۍ  لښکرو باندې هر ميدان کې غلبې  هغه څه ؤ چې غافل او ماده پرست حاکمانو او پوځيانو همتونه او ارادې يې و خوځولې ، لکه: کله يې چې د هرقل لښکرو ته د څو جګړو په هر ميدان کې وار په وار ماتې ورکړه ، او هرقل ته سرکوزي ستانه شول، نو هرقل ډیر په قهرشو، ځکه هغه ته دمسلمانانو- چی زیاتره يې عرب ؤ – پوځی حالت ښه معلوم ؤ ،

چې د دوی د منظم تربیه شوي او په هرقسم زغرو او نورو قوی وسلو سمبال لښکر پروړاندې مقابلې اومقاومت او بيا پرې بريالي کيدل او ماتې ورکولو په ډیر تعجب اوتحير کې واچاوه ، چې ابن کثير دا کيسه په البداية و النهاية کې رانقل کړې: خپل پوځيان يې راټول او پدې خبرو مخاطب کړل:

– هلاک شئ!  تاسې چې چاسره جګړه کې ښکیل یاست دهغوی په اړه راته ووائې:

 – آیا ستاسې پڅېر انسانان ندي؟

 – نو هغوی وویل: ولې نه ، زمونږ پڅېر انسانان دي.

– تاسی ډیریی که هغوئ؟

– مونږ پرې هر ميدان کې څو ځلې ډېر يو.

– نو بیا ولې ماتېږی؟

پدې وخت کې یوهوښیاراوځیرک پوخ عمره – پوځي –  وویل: هغوی ځکه کامیابیږی چې : دشپې عبادت کوی، دورځې روژې نیسي، په وعده وفا کوي ، په نېکيو امرکوي ، او له بدیو منع کول کوی( امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي)، او خپلو کې عدل اوانصاف کوي. او مونږ ځکه ناکامېږو چې :

شراب څښو، زنا او حرام کارونه کوو، تېری (ظلم) کوو، او له هغه څه منع کوو په څه چې الله تعالی راضي کيږي.

یقینا ډيرې مهمې او ښې نقطې يې په ګوته کړي، او دا به یې د اسلامې پوځ سره د خپلو شوو جګړو او معاملو پر مهال درک کړی وی، هغه اسلامي پوځ کوم چی پردوی باندی په هرډګر کې برلاسی دی، او دوی يې مات کړي دي، بل داچی دا پوځي پدې هم پوه ؤ چې زمونږ لښکرې، وسلې، قوي اقتصاد او ډیر پلویان هیڅ نشی راکولای غیرلدې چې سترګی موتورې کړی،او لويې راکې پيدا ، او سرکشی مو نوره هم زیاته کړي ، اوحقیقی مرسته اوبریا دالله تعالی په لاس کی ده؛ چا ته یې چې خوښه شي ورکوي ئې. راځئ چې دالله تعالی په کتاب کی وګوروچی چاته یې د بريا وعده اوځیری ورکړی؟ الله تعالی فرمايې: تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ. يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ . وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

د نوموړي پوځي بل مهم ټکی دا ؤ چی : مسلمانان په نېکيوامرکوي، هو، ريښتيا يې ويلي مسلمانان د هرنیک کار په کولو امر کوي ، ولې به يې نکوي پداسې حال کې چې اسلام ټول خیر دی او د خير لوري ته بلنه ورکوي او رسول يې ـ صلی الله علیه وسلم ـ د هر انسان خير غوښتونکی ؤ، او د دې خير کارونو په سر کې د الله تعالی قانون پر خلکو نافذول دي ترڅو يې د ظلم ، جهل او د بندګانو له بندګۍ نه نجات د عدالت ، بريا او توحيد لورې ته بلنه ورکوي لکه: الله تعالی خپل دغه پوځ پدې آيت کې يې د طاغوت په پرتله داسې ستايلی: الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا .

او د طاغوت د لښکرو همدا برخه ده چې تل به ورته رسيږي لکه؛ فرمايې:  إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ

نو مؤمنان به ترکومه ورسره جګړه کوي؟ وايې: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ .

او مؤمنانو سره ئې تل وعده کړې چې: ولينصرن اللّه من ينصره إن اللّه لقوي عزيز.

ح.فياض

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د