افغانستان

مجاهد: د شاهین ۲۰۹ قول اردو برید د کندز او بغلان والیانو انتقام و

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تیرې ورځې د برید په اړه ویلي چې دا د کندز والي ملا عبدالسلام او بغلان والي د مولوي لعل محمد انتقام وو چې په بېړه پلان او عملي شو.

تېره ورځ طالبانو په بلخ ولایت کې پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید وکړ چې له امله یې په سلګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند په خپل وروستی خبرپاڼه کې ویلي چې جګړې د شپې تر لسو بجو پوري دوام وکړ او ادعا یې وکړه چې تر ۵۰۰ زیاتو عسکرو، افسرانو او د مهمو قومندانو ته په کښي مرګ ژوبله اوښتې ده.

باید وویل شي چې په قول اردو کې دننه سرچینو د ۱۵۰ پوري د عسکرو د وژنو تایید کړی او زیات شمېر یې نور ټپیان منلي دي، چې کیدای شي له امله یې د مړینو شمېر تر دې هم زیات شي.

تېره ورځ د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي وه چې تر پنځوس زیات عسکر مړه شوي دي، خو یوې بلې سرچینې د ۸۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. نوموړي وویل چې د جګړې په ختمولو کې د کمانډو ځواکونو برخه اخیستې وه خو دولتي سرچینې وايي چې امریکایانو هم په د بریدګرو پر ضد جګړې کې برخه واخیسته.

دولتي سرچینو د بریدګرو د شمېر په اړه هم ضد او نقیض څرګندونې کړي وې چې په هغه کې شپږ، اته او لس تنه یاد شوي وه خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدګرو شمېر لس تنه ښودلی دی او د هغوی نومان یې هم یاد کړي چې په لاندي ډول دي:

(احمد صفي بلخي، ملا لعل محمد ننګرهاری، حافظ نعمت الله کابلی، قاري فدا محمد بغلانی، حافظ ذبیح الله کندزی، اینجینر طلحه وردګ، ملا جواد کندهاری، حافظ ضیاء الرحمن خوستی، عبدالبصیر پروانی او محصل محمد نبي غزنوي).

نوموړي د لومړۍ چاودنې په اړه ویلي چې هغه چاودنه د عسکرو په خوړنځای کې هغه وخت را منځته شوه کله چې یوه نفوذي عسکر هلته ډېر چاودېدونکې توکي ځای پر ځای کړي وه او هغوی ته یې چاودنه ورکړه چې له امله یې درنه مرګ ژوبله را منځته شوه او له هغه وروسته نور بریدګر د قول اردو قومندانۍ ته ننوتل او هلته یې جګړه پيل کړه چې په ترڅ کې یې زیاته مرګ ژوبله را منځته شوه.

مجاهد په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې هر عمل عکس العمل لري، «موږ په کراتو ویلي چې د دښمن هيڅ ډول وحشت دمنلو نه دی، بلکې هر لوی او کوچنی عمل يې خورا بد عکس العمل لري».

او زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د کندز والي ملا عبدالسلام اخند او د بغلان والي مولوي لعل محمد د یو شمېر ملګرو سره د دولتي ځواکونو په لاس وژل کېدل ددوی د سرتیرو کنډک وهڅاوه چې ژر تر ژره انتقامي عملیات پلان او عملي کړي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې په قول اردو کې ۴ تنه نفوذي عسکرو ددغه برید رهبري کوله، څوک چې په قول اردو کې دننه له مهمو اهدافو څخه با خبره او په بریالیتوب سره یې په نښه کړه.

«د تیرې ورځې عملیات او په هغو کې د دښمن سلګونه عسکر وژل او ټپي کیدل د دښمن د ناځوانمردانه عمل غبرګون وو چې د مجاهدینو د انتقام جذبه يې را پارولې وه او په تلوار سره يې دغه عملیات طراحي او پياده کړل».

نوموړي ویلي چې د شاهین ۲۰۹ قول اردو برید ټولو دولتي ځواکونو او استخباراتي دستګاو او چارواکو ته یو پیغام دی چې راتلونکي عملیات او جګړې به تر دې ډېر ځپونکې وي. «پروني عملیات د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو مقدمه ده».

په پای کې مجاهد ټینګار کړی چې نور دې دولتي عسکر ځانونه د بهرنیو اهدافو لپاره نه قرباني کوي، بلکې د افغانستان ولس او بهرنیان دي سره پریږدي.

«بهتره داده چې داخلي دښمن نور ځان د امریکايي ګټو لپاره قرباني نه کړي، نور د افغان مسلمان او مجاهد ملت مخه ونه نیسي، بلکې پريږدې چې مجاهدین خپله انرژي د اصلي دښمن او بهرنیو اشغالګرو په له منځه وړلو او شړلو کې مصرف کړي، ترڅو زموږ او دوی ګډ هیواد افغانستان د بهرني شوم اشغال له شر څخه خلاص شي او دیوه سوچه اسلامي نظام اقامې ته زمینه مساعده شي.

که مزدوران لا هم دکفارو حمایت او له هغوی څخه پاسداری ته دوام ورکوي، نو بیا يې د وژنو او دا ډول تباهیو مسئولیت هم په خپله غاړه ده، ملت اړده چې تر بهرنیو اشغالګرو پورې د رسیدو لار ځانته خلاصه کړي او په مخ کې پراته ټول خنډونه او موانع په خورا متانت او تدبیر سره له منځه یوسي».

بل لوري ته د افغانستان جګپوړو چارواکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی.

د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني دا یو ناځوانمردانه برید بللی او ویلي چې «تروریستي» ډلې د افغانستان په یوه برخه کې هم خوندي نه دي پاته شوي، چې ښه مثال یې په دې وروستیو کې د اچین «مور بم» او د بغلان عملیات وه چې د طالبانو والي په کښي ووژل شو.

ولسمشر اشرف غني د دولتي ځواکونو د وژنو په اړه ویلي چې ددوی قرباني به په تاریخ کې ثبت شي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د شاهین ۲۰۹ قول اردو چارواکو ته هدایت کړی چې د وژل شویو عسکرو کورنیو ته عاجله رسیدګي وکړي. او هغوی ته تسلیت ووايي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دولت متعهد دی، هیڅ تروریستي ډله به تر هغو پرې نه ږدي تر څو چي یې له منځه وړې نه وي.

اشرف غني د تیري ورځي برید د غندلو تر څنګ د هر اړخیزو تحقیقاتو امر هم ورکړی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پيښي د کلکې غندې تر څنګ ویلي چې پر افغانستان باندي د بهرنیانو له لوري جګړه تحمیل شوې چې له امله یې کله افغانان د «تروریزم» په نامه او کله بیا د «تروریزم پر ضد مبازې» په نامه وژل کیږي.

نوموړي د افغانانو څخه غوښتې چې د روانو دسایسو او غداریو پر خلاف په یوه غږ پاڅون وکړي تر څو روانې غمیزې ته د پای ټکی وموندل شي.

نوموړي ددې تر مخه د ګډ حکومت چارواکې خاینان بللي وه او ویلي وه چې د افغان ملت نمایندګي نه کوي ځکه چې د بهرنیانو څخه د جګړې تیزولو، نورو عسکرو را لیږلو او غټو بمونو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوروز خیل

ګړوبه دینه ؟ (ګلبدینه) پل دي بختور شه ! که هسي راښکاره شوي په هغه ورځ په کابل کې داسي حال غواړه لکه پرون چې په بلخ کې ؤ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x