افغانستان

دوستم د پروني برید علت د دولتي ځواکونو قومي او ژبني تقسیم دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په بلخ ولایت کې د طالبانو له لوري پر شاهین قول اردو د برید په غبرګون کې ویلي چې دا د دولتي ځواکونو د هغو تقسیماتو له وجې را منځته شوه چې پر سیاسي، قومي او ژبنیز اساس باندي شوي.

نوموړي ویلي چې ما هر وخت ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه دي د سیاسي سلیقو، قومي او پر ژبنیز اساس باندي نه تقسیمیږي.

او زیاته کړې، دا یو ډېره لویه اشتباه ده، پایله یې نن او سبا هیواد ته په زیان تمامیږي او له امله یې زمونږ ځواکونه او افسران وژل کیږي.

نوموړي ویلي چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د قوماندې ضعف له ورایه ښکاري.

جنرال دوستم چې له ډېرې مودې څخه په کابل کې په خپل کور کې په نا اعلان شوي نظر بندۍ کې وخت تېروي، په هیواد کې پر روانو حالاتو کله نا کله اعلامیې خپروي.

پر نوموړي تور دی چې د ایشچي په نامه پر قومي مشر یې جنسي تیری کړی او د حکومت د ټینګار باوجود محکمې ته نه حاضریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x