ټولنیزه برخه

د یو هلک او نجلۍ واده

 حکیم الله صابر الحنفي

له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل : یو وخت یو کس پر یو چا ځمکه خرڅه کړه ، که ګوري چي د ځمکي خریدار په رانيولې ځمکه کي له سرو زرو څخه یو ډک منګی پیدا کړ ، ده له ځانه سره فکر وکړ چي دغه منګی خو زما حق نه کیږي ، ماخو له هغه سړي څخه صرف ځمکه رانيولې ده ، د سرو زرو منګی خو مي نه دی رانيولی.

هغه ؤ چي را رهي شو برابر راغی د هغه سړي کور ته کوم چي ده ځمکه ځني رانيولې وه ، هغه ته یې دا قصه وکړه چي ما ستا په ځمکه کي د سرو زرو منګی پیدا کړ ، دا ستا حق کیږي ، راشه خپل سره زر دي واخله ، ما خو له تا څخه صرف ځمکه رانیولې ده ، زر خو مي نه دي رانيولې.

د ځمکي خاوند وویل : نه صاحبه! دا سره زر ستا حق کیږي ، ما خو پر تا باندي ځمکه د هر شي په شمول خرڅه کړې ده ، وروسته هغوی دواړه د خپلي فيصلې په غرض یو هوښیار سړي ته ورغلل.

هوښیار سړي لومړی له هغوي څخه پوښتنه وکړه ویل : آیا ستاسي اولادونه شته!

یوه ورته وویل : هو زما یو زوی دی ، هغه بل وویل : زه بیا یوه لور لرم ، دغه فیصله کونکي چي د دوی دا خبره واوریده نو یې ورته وویل : تاسي ددغه هلک او نجلۍ یو بل سره نکاح وکړئ او د هغوی د واده مصرف له دغو سرو زرو څخه پوره کړئ او څه چي پاتي شي هغه د الله تعالٰی په لاره کي صدقه کړی.

دا د صالحو خلکو د تقوا او پرهېزګارۍ یوه نمونه وه ، چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم موږ ته بیان کړه ، ده مبارک موږ ته دا خبره را وښودل چي د حلال او حرام او د انساني حقوقو په موضوع کي په أخیري اندازه احتیاط ، تقوا او پرهېزګاري په کار ده.

(مأخذ : صحیح مسلم جـــ۲ صـــ۷۸).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x