نظــر

د بلخ برید او د ټرامپ په لار کې وژل شوي عسکر

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې د امریکا د نوي ادارې لومړنی مخور استازی د امریکا د ملي امنیت مشاور مک ماسټر افغانستان او سیمې ته سفر درلود. نوموړي په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د ټرامپ د پالیسۍ یوه عمده برخه دا وبلله
چې د امریکا نوې اداره په پلان کې لري چې طالبانو ته په افغان عسکرو( اردو، پولیسو اواربکیانو) شکست ورکړي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کولې چې څو ورځې وړاندې امریکایانو د ننګرهار په اچین کې خپل تر ټولو دروند ناهستوي بم کارولی و. د امریکا د نوي حکومت دغه وړ اقدامات او څرګندونې په ښکاره ډول ثابتوي چې ټرامپ غواړي په افغانستان کې د بوش او اوباما جنګي ستراتیژۍ تعقیب کړي. د کابل بې ارادې او غلامه اداره چې د غني او عبدالله غوندې بې خاصیته او غلام فطرته چارواکي یې په سر کې دي د امریکا د جنګي ستراتيژیو تعمیل ته ښه لاره هواره کړې او په مټ یې امریکایان کولای شي څه ډول چې غواړي په افغانستان کې د ظلم او وحشت لوبه ګرمه وساتي.

د ټرامپ د ادارې د جنګي ستراتیژۍ د سون توکي به د امریکایي عسکرو په ځای یوازې افغان عسکر وي. امریکایان به دوی په ډالرو او دروغجنو وعدو باندې یو ځل بیا تیر باسي. خپلې کچه وسلې به ور په غاړه کړې او بیا به یې د خپل ملت په وړاندې د امریکا د ګټو جګړې ته ورټیل وهي.

دا چې امریکا له خپلو اجیرو عسکرو سره هیڅ ډول رښتینی تعهد او وفاداري نه لري نو په دې جګړه کې به دامریکا اجیر عسکر د پخوا په نسبت په زیات مقدار ووژل شي. ځکه دا ځل چې امریکایان وایي له طالبانو سره به داخلي عسکر وجنګوي معلومیږي چې د جګړې ټول بار به د اجیرو داخلي عسکروپه اوږو پروت وي. غولیدلي داخلي عسکر به د د کمونیستي ملیشو او اوسنیو اربکیانو په څیر د مجاهد اولس د قهر له څپو سره مخ شي او بې دریغه به ووژل شي خو وژل شویو عسکرو ته به نه په دنیا د نیکنامۍ حیثیت ورپاته وي او نه به په آخرت کې د الله تعالی له ګرفت څخه خلاص شي. ځکه چې دوی د صلیبیانو په صف کې په دریدو سره د خپل مسلمان اولس په ضد جنګیدلي دي.

د بلخ ولایت په مزار ښار کې دشاهین قول اردو پیښه چې د حکومتي معلوماتو له مخې په کې ۸۰ تنه د اردو عسکر وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي د ټرامپ په لاره کې د اجیرو عسکرو د ذلت بار او مغلوب حالت یو ژوندی انځور دی.

دغه پيښه هم د امریکایي چارواکو لپاره د عبرت وړ ده او دوی ته دا پیغام لري چې نه شي کولای د څو داخلي چرسیانو او ازار وهلیو په استخدام سره د افغان اولس د جهادي پاڅون موجونه دفع کړي. همدا راز دا پیښه د کافر ټرامپ په لاره کې جنګیدونکو داخلي عسکرو ته هم واضح پیغام لري او د حال په ژبه ورته وایي چې:

اې د اردو، پولیسو، او اربکیو غولیدلیو ټوپکوالو!

لږ مو سرونه په ګریوان کې کړئ. لږ په خپل حالت غور وکړئ چې د چا په صف کې، د چا په معاش ، دچا د دایمي اډو د دفاع لپاره او د چا په قومنده جنګیږئ؟؟؟؟

دا چې د ټرامپ مشاور په واضحو ټکو وایي چې په افغانستان کې د امریکا دښمنانو ته د اردو او پولیسو په واسطه شکست ورکوو، له دې معلومیږي چې تاسو د امریکا په لاس کې یوه آله یاست، امریکا له تاسو د خپلو ګټو لپاره جنګي استفاده کوي. تاسو د خپل اختیار او واک نه یاست. هسې یې دوطن پالنې په شعار غولولي یاست کنه په حقیقت کې د وطن د اشغال د دوام لپاره جنګیږئ. آیا تاسو نه وینئ چې د امریکایي کفري اډو ساتنه کوئ او د هغوی دوامدار اشغال ته زمینه سازي کوئ!؟

که تاسو همداسې د کفر په صف کې ولاړ یاست او د امریکا د لاس د جنګي الې رول اداء کوئ، نو کله به هم درباندې څوک رحم ونه کړي. تل به د ولس له همداسې قهر او انتقامي بریدونو سره مخ کیږئ. بیا به مو دنیا او اخرت دواړه برباد وي. په دنیا کې به مو څوک جناره نه کوي او په آخرت کې به د ټرامپ تر بیرغ لاندې د جهنم پرخوا روان یاست.

نو مخکې له دې چې ووژل شئ په خپل ځان رحم وکړئ او د ټرامپ له صف نه ځان د خپل مسلمان اولس صف ته راوباسئ!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x