karzai.25-01-2014

سپینه ماڼۍ د تړون په اړه ولي په تحمیلي تکرار ټینګار کوي؟- سرمقاله

د تیرې چارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما، د هغه د دفاع وزیر چک هیګل ، او په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال بين روډز په جلا جلا توګه یوځلې بیا له کرزي څخه وغوښتل چې امنیتي سند دې ژر ترژه لاسلیک کړي.

د امریکا ولس مشر بارک اوباما په خپلې کلنۍ وينا کې د امنیتي تړون په اړه وویل چې د هغه تر لاسلیکولو وروسته به یو محدود شمیر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتي شي ،چې د کم شمیر امریکايي عسکرو له یادولو څخه هم د اوباما هدف د تړون د لاسلیکولو لپاره د کرزي هڅونه ده.

همداراز د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل پولنډ هیواد ته دسفر په جریان کې خبریالانو ته وویل، چې د کابل لخوا د امنیتي سند بیا بیا ځنډول نور مونږ ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو پوځیانو لپاره د لګښتونو او نورو اړتیاوو لپاره د پلانولو وخت له مونږ څخه تیریږي .

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مرستيال هم د امنیتي تړون د ژر لاسلیکولو په اړه خبر یالانوته دیوه په مطبوعاتي کانفراس په ترڅ کې وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي پوځیانو د راتلونکو پلانونو لپاره ضروري ده چې امنيتي سند همدا اوس لاسليک شي.

د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون پر سر د روان کال د لیندۍ له میاشتې راهیسې ناندریو زور اخیستی او هریو په خپل دریځ باندې په ټینګار سره له مقابل لوري څخه د هغه دلاسليکولو غوښتنه کوي .

کرزي امریکایانو ته د تړون د لاسلیکولو لپاره داسې شرطونه ایښي چې د هغوئ منل او عملي کول د افغاني لوري اساسي غوښتنه او د تړون له امنیتي محتویاتو سره هم برابردي.

نو موړی له امریکایانو غواړي چې ولسي خلګ دي نه وژني، د هغوئ کورونو ته دې بي اجازې نه ورننوځي او د سولې خبرې دي له سره پیل کړي .

که واقعا هم کرزي په خپلو دغو غوښتنوکې ریښتونی وي نو داخو ټول داسې شرطونه دي چې ټول د امنیت په ټینګښت کې اساسي رول لري نه داچې هغه دي له امنیتي تړون سره په ټکر کې وي

خو امریکایان په هیڅ صورت دکرزي غوښتنو او شرائطو منلو ته نه دي تیار ، هغوئ ټول د کرزي د غوښتنو اوشرطونو په ځواب کې دا خبره کوي چې له تیر یوه نیم کال راهیسې پرامنیتي سند خبرې بشپړې شوې ، دتړون په ټولو موادو اتفاق شوی ، مشورتې لویې جرګې هغه تائید کړی اونور هغه په داسې مرحلې کې قرار لري چې هرډول تغیر او ځنډ په کې ناشونی دی.

د امریکایانو په داسې سرزوري کې اصلا دکابل او واشنګټن تر منځ تړون ته په هیڅ ډول دوه اړخیز امنیتي تړون یامعاهده نشي ویل کیدای ؛ ځکه دهیوادونو تر منځ په داشان تعاهداتو او تړونونو کې دوه اړخیزه موا فقه حتمي وي .

داچې په دې تړون کې امریکایان یواځې په خپلو غوښتنو ټینګار لري او دمقابل لوري موافقې او غوښتنوته هیڅ اعتناء نه کوي دا د دې مانا لري چې هغوئ په حقیقت کې مقابل لوري ته په هیڅ حیثیت نه دي قائل او غواړ ي خپلې غوښتنې په تحمیلي ډول ورباندې ومني.

له‍ذا ویلای شو چې امریکایان غواړي د امنیتي تړون تر نامه لاندې په تحمیلي ډول په کرزي باندې هغه وثیقه لاسلیک کړي چې هغه په حقیقت کې د افغانستان د خپلواکي او استقلال سلبولو او په امریکایانو باندې د افغانستان دپلورلو د سند حیثیت لري ،نه د دوهیوادونو تر منځ استراتژیک امنیتي تړون .

داشاني تحمیلي تړون که کرزی او یابل هرڅوک له امریکایانو سره لاسلیک هم کړي افغان ولس ته په هیڅ ډول د منلو وړنه دی او نه به دهغه لاسلیکول په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړای شي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د