افغانستان

ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وروسته بلخ ولایت ته تللی.

نوموړي د خپل سفر وړاندي د شاهین ۲۰۹ قول اردو بریدګر «کفار» بللې او په کلکو ټکو یې دغه برید غندلی.

تېره ورځ د جمعې لمانځه وروسته د طالبانو لسو تنو بریدګرو د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر قومندانۍ ډله ییز برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دولتي ځواکونو دننه سرچینو تر یو نیم سل زیاتو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي چې د برید پیل د قول اردو په خوړنځای کې په لويي چاودنې سره پیل شو چې یوه نفوذي عسکر تر سره کړ.

نوموړي وویل چې په دغه برید کې تر پنځه سوه زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ولسمشر اشرف غني د پيښې د غندلو په موخه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به «تروریستي» ډلې یو ځای هم پرې نه ږدي، بلکې پر ضد به یې د اچین او بغلان په څېر عملیات ګړندي کړي او هغوی به له منځه یوسي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د اتومي بم وروسته تر ټولو لوی بم چې دوی ورته «د بمونو مور» وايي کارولی وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پرون ورځي پيښې د غندلو سربېره ویلي چې ورته پيښې د بهرنیانو د سایسو او کورني چارواکو د غدارۍ له امله را منځته کیږي چې دواړه لوري ته یې قربانیان افغانان دي.

نوموړي پر ولس غږ کړی وو چې د بهرنیانو د دسایسو او غداریو پر خلاف په یوه غږ پاڅون وکړي او پر افغان ملت د بهرنیو تپل شوي جګړې ته د پای ټکی کښيږدي.

حامد کرزي ددې تر مخه د ګډحکومت جګپوړي چارواکې په خیانت تورن کړي وه او ویلي وه چې د ملت او «زما» نمایندګي نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

هههه له خندا یی مړ کړم د مفتی آشپز ګنجی لیونی ،احمق داعشی ډوله فتوا کفار دی هههه له کفارو سره خو ناست ته یی د کفارو په زور خو ستا پاچاهی ولاړه ده د کفارو د عسکرو د قربانیو قدردانی خو ته کوی د کفارو سلطی او حاکمیت ته خو زمینه سازی ته کوی چی وایی دافغانستان اوسنی جنګ یوازی د افغانستان جنګ نه بلکه دامریکایانو او حتی ټولی نړی د دجالی منافعو او ثبات جنګ ده او د افغانستان په جنګ کښی ماتی د ټولی دجالی نړی د ماتی په معنی ده نو اوس ته ووایه چی د… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

وایی یوه غله ځغستل خلک په پسی وو خلکو ناری وهلی غل دۍ رانسی یی غله هم ناری وهلی غل دۍ خلک حیران وو چه څوک غل دۍ ،اوس کافرملحد وطن فروش غنی وسپیڅلو مجاهدینو ته کافران وایی ،ددی اصلی علت د ظاهرشاه اونادر د۵۰کالو حکومت وو اوفغانستان یی دانګریزانوپه هدایت داسی بیعلمه پرایښۍ دۍ چه اوس زموږبیعلمه اونا خبره جامعه داشرفغنی اوپرراټولوملحدینو اوواقعی مسلمانانو اومجاهدینو فرق نسی کولای – اودبلی خواځوانان دونه مجبوره دی چه داولادودنفقی دپیداکولو دپاره هرجاازاوناجاازکارته لاس اچوی،الله په قرآنکریم کی فرمایی: لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿۴﴾ انسان موداستعداد اودتکامل دعالی ترینو درجو وخلقۍ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x