عراق: د قطر شاهي کورنۍ غړي خوشي شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د قطر شاهي کورنۍ په لسګونو غړي چې له تیرو ۱۶ میاشتو راهیسي په عراق کې لا درکه شوي وه، تېره ورځ خوشي او قطر ته ورسیدل.

په قطر کې د هغوی د هر کلي لپاره ددغه هیواد امیر او نور جګپوړي چارواکې هوايي ډګر ته ورغلي وه.

ددې تر مخه د قطر امیر د عراقي ولسمشر څخه په شخصي توګه د یوه پیغام له لوري غوښتنه کړې وه چې د قطري اتباعو ژوند وژغوري او د هغوی په موندلو کې مرسته وکړي.

دغه ۲۶ تنه قطري اتباع او ملګري یې د کال ۲۰۱۵ په دیسمبر میاشت کې د شیعه ملیشو له لوري هغه وخت برمته شوي وه، کله چې دوی د عراق په سویلې صحراوو کې په ښکار بوخت وه.

په دوحه کې یوه عرب دیپلومات ویلي چې د قطریانو د خلاصون لپاره له تیرو څو میاشتو راهیسي د قطر، ایران او لبنانۍ شیعه ډلې حزب الله تر منځ مذاکرات روان وه چې بالاخیره په سوریه کې د قطر په ابتکار د څلورو ښارونو د مذاکراتو له کامیابۍ وروسته د یوې هوکړي پر اساس هغوی خوشي شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مارچ میاشتي پر څلورمه نېټه قطر ته سفر کړی وو او هلته یې د احرار الشام په نامه د سوریې وسلوالي ډلې سره د قطر په منځګړیتوب خبرې کړي وې.

ویل کیږي چې هغه وخت پرېکړه شوې وه چې په عراق کې د قطر برمته شوي اتباع به شیعه ملېشې خوشي کړي.

د قطریانو د خوشي کېدو وروسته هم دا خبره پټه وساتل شوه چې هغوی چا تښتولي او چا خوشي کړه خو تېرو ورځو کې د عراق ولسمشر ویلي وه چې د قطر برمته شوي اتباع به په بغداد کې د دغه هیواد سفیر ته وسپاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د