« جګړه هم قوانین لري» امریکایانو په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون هم بمبار کړی وو

طالبانو په کندز کې د کیمیاوي موادو استعمال غندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): طالبان وايي چې په کندز ولایت کې امریکایانو دولتي عسکرو ته یو ډول کیمیاوي مواد په اختیار کې ورکړي ترڅو یې د دوی په وړاندې جګړه کې استعمال کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې دولتي عسکرو د ولایتي مرکز اړوند په الچین او تیلوکه سیمو کې له څو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي وو چې تېره شپه له «شکست» سره مخامخ شول. د نوموړي په وینا، د شاتګ پر مهال دولتي عسکرو د امریکایانو لخوا ورکړل شوي یو ډول لاسي بمونه غورځولي چې بې هوښه کوونکي مواد شیندي او د سیمې خلک مسموم کوي.

خو هغه زیاته کړې چې په پېښه کې دوی ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی، ځکه چې په خبره یې تېره شپه د دوی د مرکزونو له طرفه شدید باد لګېده چې د یادو کیمیاوي موادو اغېز یې بیرته د دولتي عسکرو د پوستو په طرف یووړ او د یو قومندان په ګډون یې ګڼ پولیس بې هوښه او د کندز تر روغتونه ورسول.

ښاغلي مجاهد د امریکایانو لخوا افغان عسکرو ته کیمیاوي مواد په لاس کې ورکول او د هغوی لخوا يې استعمالیدل غندلی او زیاته کړې يې ده:

«موږ دا عمل غندو او د بشریت په ضد جنایت يې ګڼو چې د بهرنیو عسکرو او داخلي غلامانو لخوا يې تر سره کیږي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو کیمیاوي موادو له ناوړه اغیز څخه د ځان ساتنې په موخه د سیمې اوسیدونکي او عام خلک احتیاط ته رابللي او په ولسي خلکو یې غږ کړی چې باید د جګړې په لومړۍ کرښه او یا هم هغو سیمو کې چې دولتي عسکرو تخلیه کړې وي، په احتیاط ګشت او ګزار وکړي.

نوموړي همداراز خلکو ته سپارښتنه کړې چې له ځمکې څخه نابلده توکي راپورته نه کړي او د ستونزې په وخت کې ژر تر ژره سیمه پریږدي او ماسکونه وتړي.

تر اوسه دولتي چارواکو په دې باب څرګندونې نه دي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د