fbpx

د بمونو د مور له نسه را زیږیدلې انکشافات

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

له پوره یوې اونۍ تیریدو وروسته هم په کورنۍ او نړیواله کچه په ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د آزمویل شوې لوی بم ( دبمونو مور) انعکاسات د مطبوعاتو د سر ټکی دي .

د بمونو مور په ۲۰۰۳ کې د عراق په جګړې کې د کارولو په غرض ډیزاین شوی وه خو تر ډیزاینولو څوارلس کاله وروسته د داعش ځپلو په پلمه د ختیځ افغانستان په ننګرهار اچین ولسولۍ کې وازمویل شوه.

د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د بمونو د مور آزمویل خپل مکاني او زماني مدلولات لري.

د هغې تر آزموینې یوه اونۍ وړاندې امریکا د سوریې په الشعیرات نومې پوځې اډې باندې ۵۰ توغندي وتوغول.

همدارز په افغانستان کې د بمونو د مور آزموینې زماني توقیت د قیقا په مسکو کې د افغانستان په اړه د ۱۲ هیوادونو جوړیدونکې غونډې له جوړیدو سره سم عیارشوی و کومه چې امریکايي چار واکو ورکې کې له ګډون کولو څخه انکار کړی و.

د بمونو د مور تر آزموینې وړاندې

د اچین د اسد خیلو سیمي د عیني شاهدانو او سیمه ییزو اوسیدونکو د خبرو پر اساس د بمونو د مور تر آزمو ینې وړاندې د امریکايي ځواکونو لخوا د اسد خیلو هغه شمیر خلګو ته چې لاهم د جګړو له شتون سره سره په خپلو کورونو کې پاتي ول د جګړې له زیانونو څخه د خوندیتوب په غرض د سیمې پریښودو دستور ورکړل شو.

دا دستور د هغو خبر پاڼو په وسبله ورکړل شو کومې چې امریکايي الوتکو پر یادې سیمې د پاسه وغورځولې او په محلي ژبه ورکي له خلګو څخه د سیمې د تخلیه کولو غوښتنه شوې وه.

د آریانا نیوز خبریال افشاء ګیري

په داسې حال کې چې د حکومت دفاعي ، استخباراتي او ملکي چارواکو ټولو په منظم ډول د بم آزموینې وروستي نتائج له رسنیو سره شریکول خو سیمې ته لیږل شوي د آریانانیوز خبریال باعث حیات په سیمه کې د میشتو افغان سر تیرو په حواله یوه حیرانوونکي راپور ورکړ چې په ترڅ کې ویل شوي و چې امریکايي اېم سي ۱۳۰ باري الوتکې د بمونو مور د داعش له مرکزونو ډیره لیرې چیرته په بله سیمه کې غورزولی ده او یادې سیمې ته هیڅ سرتېری نه دی تللی؛ بلکې هغه د بهرنیو ځواکونو لخوا محاصره او د افغان امنیتي ځواکونو په شمول چاته د بم لګیدو ځای ته د ورنیږدي کیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د بمونو د مور آزموینې پیغام

سره له دې چې د ګډ حکومت غبرګو چارواکو له دې خبرې ډیره په ټینګه دفاع وکړه چې د بمونو مور له دوي سره په تفاهم کې یواځې د داعش د له منځه وړلو لپاره وکارول شوه خو د امریکې نائب ولسمشر مایک پنس چې تر بم آزموینې وروسته د شمالي کوریا ګاونډیو هېوادونو ته په سفر و په خپلو وروستیو څرګندونو کې په صراحت سره وویل چې په افغانستان او سوریې کې زمونږ له وروستیو بریدونو یوازینی هدف شمالي کوریا ته پیغام ورکول و.

که څه هم چې مایک پنس په افغانستان کې د بم آزموینې موخه یواځي شمالي کوریا ته د پیغام ورکول وبلل خو د ډیری شنونکو په دې باور دې چې امریکایانو له یادې بم آزموینې څخه نورمتعدد اهداف هم لرل.

همدا راز په اچین کې د بمونو د مور آزموینه کابل ته د امریکا د ملي امنیت شوری د سلاکار مکماسټر له راتګ سره همهاله تر سره شوه چې ارګ کابل ته د مکماسټر راتګ له ولسمشرغني څخه په حمایت تعبیر کړ، خو د هغه له راتګ سره همهاله د بمونو د مور کارونه په حقیقت کې ارګ والو او نړۍ ته د دې ښکارندوینه کوي چې سپینه ماڼۍ بیا هم په افغانستان کې یواځې د جګړې او خپلو سیالانو د ټکولو او د هغوي په خلاف د زور کارولو عزائم لري، نه د افغاني ټولنې له غوښتنو سره سم د جګړې په له منځه وړلو کې د افغانانو حمایت کول.

له بلې خوا امریکایانو په همدې آزموینې سره په مسکو کې د افغانستان په اړه کیدونکې غونډه له مطبوعاتي لحاظه بي ډیره بي اهمیته کړه ، دومره چې د بم کارونې په سهار په مسکو کې د ۱۲ هیوادونو د غونډې موضوع په مطلق ډول تر سیوري لاندې راوستل شوه او د نړۍ د ټولو مطبوعاتو د سر خبر همدا بم آزموینه وه.

د بم تر کارونې وروسته د داعش نوم په نړیوالو مطبوعاتو کې پراخ انعکاس وکړ، په ننګرهار کې د خلافت غږ په نوم د داعش اړوند معطل کړای شوې راډیو تر بم کارونې وروسته سمدستي خپل نشرات له سره پیل کړل ، او هره ورځ د بمونو د مور د اغیزو په اړه له خپلو پوځي چارواکو او محلي اوسیدونکو سره مرکې کوي او د دوي جنګیالو ته د هر‌ډول رسیدلو تلفاتو خبر په کلکه تر دیدوي.

د بمونو د مور په کارونې کې موجود تناقضات

په افغانستان کې تر سلګونو ډوله وسلو کارونې او آزموینې وروسته امریکایانو د بمونو مور هم دلته وازمایله
د امریکایانو د پوځي چارواکو او ارګ میشتو لومړی استدلال دا و چې د بمونو مور د داعش د له منځه وړلو په غرض کارول شوې، خو وروسته د امریکې د مرستیال ولسمشر لخوا دا خبره ور اضافه شوه چې په افغانستان کې د بمونو د مور له استعمال څخه د دوي هدف شمالي کوریا ته پیغام ورکول و.

همداراز تر بم کارونې سمدستي وروسته افغان امنیتي چارواکو په تفصیل سره رسنیو ته د هغې د تلفاتو ارقام ورکړل او دایې وویل چې د بمونو مور ۹۶ داعش جنګیالي وژلې چې ۱۳ تنه یې د هند اتباع دي.

مګر د دې خبر له خپریدیو سره سم د هند هندو نومې ورځپاڼې د دې هیواد د امنیتي چارواکو په حواله رپوټ ورکړ چې په افغانستان اچین کې د وژل شویو ۱۳ هندي اتباعو وژنه نشي تائید ولای.

افغان امنیتي ځواکونو ادعاء وکړه چې دوي د بمونو د مور په کارونې کې د وژل شویو داعشیانو جسدونه تر لاسه کړي او د هغوی له (DNA) څخه یې د هغوی هویت او متبوع هیوادونه هم معلوم کړي.

په داسې حال کې چې په کوم هدف باندې ۲۱زره پوڼده وزن لرونکی بم وکارول شي قطعا ناشونې ده چې د هغې له په نښه شوي ځای څخه دي د انسانانو د جسدونو پاتې شونې په دومره چټکۍ تر لاسه او بیا دي د هغوي د (DNA) معائنات دومره په تیزي تر سره شي.

د سیمې د عیني شاهدانو او ځینو دولتي چارواکو په حواله ویل کیږي چې د سیمي خلګ تر بم کارونې وړاندې د اطلاعاتي پاڼو په غورځولو سره له سیمې څخه نورو خوندي سیمو ته لیږدول شوي و ، دا چې سیمه ییز خلګ سیمه تخلیه کوي نو داعش جنګیالي چې امریکایان یې تر ټولو تکړه او روزل شوي جنګیالي بولي څرنګه شونې ده چې په نښه کیدونکې سیمه کې دي پر هغوی د بمونو د مور کارونې لپاره انتظار وکړي؟

د پرون جمعې په ورځ افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې د دوی لومړۍ ډله پوځیان د بمونو د مور په نښه شوي ځای ته رسیدلي او ژر ده چې د هغې د تلفاتو جزئیات به له رسنیو سره شریک کړي، خو په عین همدي ورځ د امریکا د دفاع وزیر جيمز ميتس له اسرائیلي چاراکو سره د مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې وویل چې دوي نه غواړي د بمونو د مور د تلفاتو پرمعلومو وخت ضائع کړي، ځکه دا کار په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځیانو لپاره یو ناسم ساتیری دی.

نتیجه :

په افغانستان کې د بمونو مور په داسې مهال کې آزمویل کیږي چې په سیمې او نړۍ کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د سیمه ییزې واکوالۍ پر سر سیالي مخ په ګرمیدو ده.

افغانستان او سوریه په نظامي لحاظ د دې سیالۍ ګرم ډګرونه دي چې د امریکايي او روسي کمپنیو مصنوعات او جنګي مهمات ورکي په درز کارول کیږي.

روسانو په کال ۲۰۰۷ کې اعلان کړی و چې دوي د بمونو د پلار په نوم تر ټولو ستر بم جوړ او په بریالیتوب سره تجربه کړی دی، د مسکو نظامي چارواکو هغه مهال ویلي و چې د دوی د بمونو پلار بم د امریکا د بمونو د مور (جي بي یو ۴۳) په پرتله څلور ځله ځواکمن دی.

اوس چې د سیمې په تیره د افغانستان پرسر د مسکو او واشنګټن ترمنځ پوځي سیالۍ ورځ په ورځ په ګرمیدو ده او امریکایانو ورکې د بمونو مور وکاروله ، لیري نه ده چې د سیالي د پایته رسولو لپاره مسکو هم د افغانستان په شمال کې د داعش د مخنیوي په پلمه د بمونو پلار وکاروي او وګوري چې د امریکايي مور او روسې پلار د پوځې معاملې !!! محصول په افغانستان کې څه شي لاسته راځي؟

له بده مرغه د واشنګټن او مسکو په دغې پوځي سیالي او د افغانستان په بحراني وضعیت کې د افغاني قضیې ټول مکونات (دخیل لوري) د خپلو شته نیمګړتیاوو له امله د دې وړتیا نه لري چې په غوڅه توګه خپله قضیه د افغاني ملي مصالحو مطابق د خپل ځان په ګټه پای ته ورسوي، بلکې په یادې قضیې کې د هغوي رول یواځي په ابزاري رول کې محدود دی چې تاوان یې خپله دوي او ګټه یې د سیالۍ د ښکیلو لوریو په نفع تمامیږي.

د افغانستان سیاسي حاکمیت د داسې چا په لاس کې دی چې هغوی په سیمه کې د امریکايي توسعې او دهغوي د پوځي او استخباراتي پلانونو د پلي کولو د توجیه او تبریر لپاره مخکي ترمخکي مستأجر شوي.

له بلې خوا ۳۹ کلنې جګړې د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت پولې داسې زیانمنې کړې چې هر اشغالګر کولای شي په اساني سره د افغانانو له داخلي اختلافاتو نه په استفادې د هغوي په منځ کې نفوذ وکړي او دوي یو د بل په خلاف وکاروي.

ځکه نو د نړیوالو سیالو قوتونو په دې طغیاني سیالۍ کې افغان مظلوم ولس د یوه بيوزله قرباني په توګه راګیر دی چې نه ترې د خلاصیدو توان لري او نه نور د هغوی له تخریبي پلانونو سره د مقابلې سیک .

یواځې الهي رحمت او فضل به وي چې د دې مظلوم ولس ماته بیړۍ به د نجات ساحل ته رسوی او هیواد به یې د شریرو سازشونو له شره ژغوري.

د هماغې نیکمرغې ورځې د ژر را رسیدو په هیله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم ثاقب صاحب دافغانانو زړه ورتیا اوقربانیو امریکااوروس داسی وبیرول چه انشاءالله دواړه به ژرځنی لاس پرسر سی دواړودمخه دافکرکاوه چه دمعدنوډک ملک به ترلاسه کی ولی اوس ورمعلومه سوه چه موږبه وفقرته اړکی اودامقصدبه مونسی پوره – زماپه نظردسږکال ترپایه افغانستا ن له نجسووطن فروشانو اوخارجی بادارانوخلاصیږی که درب رضاوه.