هغه درې (۳) مسلمانې ښځې، چې غږونو یې نړۍ ولړزوله

لیکنه: شریف الصباغ

سرچینه: التاریخ الاسلامي

ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

د لومړۍ ښځې کړیکه: (واحجاجاه!)

اې حجاجه! و مې ژغوره

دا د هغې پتمنې عربي خورکۍ غږ و، چې هندوانو یرغمل کړې وه، یاد خبر د وخت د واکمن (حجاج بن یوسف) تر غوږه ورسېد، په ځواب کې یې ورته وویل: “یا لبیکِ، یالبیکِ” اې په خدمت کې دې یم..

یو ځواکمن پوځ یې د هغې د خلاصون له پاره اماده کړ؛ هند، سند او نور سیمیز ښارونه په همدې ځل فتحه او د مسلمانانو تر واک لاندې شول.

تر ټولو حیرانونکې لا دا، چې دا ځل د پوځ واک او قومنده د اولس (۱۷) کلن زلمي (محمد قاسم) پر غاړه وه، کوم چې د یاد حجاج وراره و.

۶۰۰۰ زره لښکر د دې له پاره په هند برید ته تیار شو، چې د یوې پتمنې پت او عزت د لوټېدو په درشل کې و؛ له هره پلوه لښکر ښه مجهز و، په وسله سمبال، په خوراکي توکیو سمبال او په سوارلیو سمبال و، یوه څېز ته هم اړتیا نه لیدل کېده. ویل کېږي، چې حجاج بن یوسف، په یاد  لښکر (۶۰۰۰۰) درهمه لګښت وګړ.

یاد اتل په لوړ همت وجنګېد، ډېر ښارونه یې فتحه کړل؛ مسلمانه خورکۍ یې د وحشت او بربریت له منګلو و ژغورله او خپلې کورنۍ ته یې وسپارله.

د دوهمې ښځې چیغه: (وا معتصماه!)

اې معتصمه! ستا د مرستې په تمه یم!

دا د هغې پتیالۍ خور دردونکې کړیکه ده، چې د پت او عفت پر لمن یې د کفري لیوانو تورې منګولې خښې وې، د وحشت په زندان کې یې د تورو تمبو شاته د بنګړو پر ځای زولنې شرنګولې!

یوه ورځ یوه کافر پر معصوم مخ په ډېره بې رحمي څپېړه ورکړه؛ د هغې بې واکه تر خوله د “وا معتصما! این انت” (اې معتصمه!چېرته یې) سوې سانده ووته؛ د هغې په وړاندې ولاړ کافر وخندل، د مسخرې په توګه یې ورته کړه: هوکې، معتصم پر برګ آس سپور را روان دی، و به دې ژغورې!

د وخت واکمن او اتل معتصم ته د یادې خور چیغه ورسېده؛ ۷۰۰۰۰ برګ آسونه یې و پېرودل؛ بې له ځنده یې اویا زریز لښکر د هغه ښار په لوري وخوځاوه، کوم چې بنديوانې خورکۍ د وحشت ترخې شېبې کې ګاللې، د جګړې مهار د  یاد اتل په لاس کې و..

پر لاره پراته ښارونه یې یو په بل پسې فتحه کړل، ترڅو یاد ښار ته ورسېد، له لږ مقاومت وروسته یاد ښار هم د معتصم تر واک لاندې راغی؛ هغه پتمنه یې ومونده کومې چې د معتصم په تمه د خلاصون خوبونه ليده.

له پلټنې وروسته یاد کافر هم ونیول شو، یاد اتل د معصومې خور و لورته مخ ور واړاوه، ورته ویلې: اوس کفارو ته ووایه، چې دا هغه معتصم دی کوم چې ځه یې د مرستې په تمه وم؛ پر برګ آس سپور یې ځان را ورساوه…

د درېیمې ښځې چیغه: ( وا عامراه)

اې عامره! مرسته مې وکړه!

دا دهغو درو (۳) مسلمانو خوندو کړیکه ده، چې د “نافار” په هیواد کې د کفارو په ولکه کې وې. د “عامر” او د “نافار” د هیواد تر منځ عهد او پیمان په دې توګه و، چې هغوی به د مسلمانانو یاد خلیفه ته جزیه ورکوي، په دې توګه به یې سرونه او مالونه خوندي وي. په یاد پیمان کې دا هم راغلي، چې هغوی به یو مسلمان هم نه بندي کوي..

یوه ورځ یاد خلیفه یو قاصد د یوه پیغام سره د “نافار” په لوري ولېژه.. هغه د سفر په ترڅ کې په یوه کنېسه کې درې (۳) مسلمانې ښځې تر سترګو شوې، د تعجب ترڅنګ یې ترې وپوښتل: تاسو دلته څه کوئ؟

هغوی ورته کړه: موږ دلته د اسارت (بند) شپې صبا کوو!

د یاد خلیفه قاصد زښت په غوصه شو، په بیړه د خپل هیواد پر لور وخوځېد، د سترګو لیدلی حال یې نوموړي خلیفه ته ووایه. د هغه غیرت را وپارېد، سمدلاسه یې فوځي قومندانانو ته سفارښتنه وکړه؛ د یادو پتمنو خلاصون ستاسو فرضي دنده ده، په بيړه د “نافار” ښارونو ته ځانونه ورسوئ. هغوی هم بې له ځنده یادې سیمې ته ځانونه ورسول.

“نافار” د فوځي ځواک او قوت په لیدو هک فک حیران شو، زیاته یې کړه: زما او خلیفه تر منځ خو پیمان (تړون) موجود و، چې جګړه به نه وي او موږ به د جزیې په ورکولو د هغوی له هر راز زور او ځواک کارونې نه خوندي یو، نه پوهېږم: زموږ پولو ته نږدې د خلیفه د ځواک ښوودنه او فوځي مانورې په کوم اساس تر سره کېږي؟

هغوی ورته کړه: تاسو عهد او پیمان (تړون) مات کړی؛ زموږ د تورسرو پت او عفت مولوټلی!

“نافار” ور غبرګه کړه: باور وکړئ، چې موږ په هغوی نه یو خبر.

نوموړی قاصد هغې کنېسې ته ورغی، په کومه کې چې یادې مېرمنې ساتل کېدلې، را ویې ویستې، د فوځ په بدرګه یې خپل هیواد ته ستنې کړې.

“نافار” د یاد حالت په لېدو زښت و ځورېد، له یو لړ پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې یاده کړنه د هغه یوه فوځي تر سره کړې وه، چې وروسته د خپل پاچا له لوري سخت مجازات شو.

نافار د مسلمانانو خلیفه ته لیک ولېژه، چې پکې یې له هغه نه معذرت غوښتی و او په ياده پېښه یې ژور خفګان څرګند کړی و؛ تر ټولو د خوښۍ ټکی لا دا و، چې یاده کنېسه یې هم له خاورو سره خاورې کړه ترڅو د مسلمانانو له پار د پېغور او ځورونې لامل نه وي.

(د لیکنې نتیجه او نچوړ به تاسو ته پرېږدم، د خپلې پوهې او ژور ادراک له مخې پرې قضاوت وکړئ!).

كتبه شريف الصباغ

التاريخ الاسلامى

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د