نظــر

امریکا له افغانستانه د بګرام هوايي اډه غواړي

تېره ورځ ديو شمېر علمي کدرونو اکاډمېکو شخصیتونو سره يو ځای په يو مجلس ناست وم د امريکا سره دتړون په اړه ناندرۍ روانی دي.
راته جوته شوه که چیرې دواړه لوري سره نږدی وای  نو اټکل نه یقیني به سره لاس په لاس وايي تردې چې خبره به  فزيکې برخورده اوختی وه.
له ماسره انترنیت وو په تویتر کې راغله بیړنی خبر!!
سمدسې مو د بیړني خبر په لوستولو پیل وکړو:

دملي امنیت سلاکار ولسي جرګې ته د وينا په حال داسې څه وویل چې ټول ګډوانوال ورته لاس په غاښ ول.

زموږ يو ملګري وویل داسې حالت مخکې په هېواد او اسلامي نړۍ په ځينو هېوادونو کې پېښ راغلی وو د قضیې د اثبات لپاره ورسره یو مستند فلم هم چې زموږ دمعلوماتو په  اړه یې راباندې وکاته .

داسیدجمال الدین افغاني وه!

 داهغه ويډوګانې وي چې دشیرعلی خان اومحمداعظم خان د خپلمنځې قتدارپه موخه سره وجنګيدل تردې چې دوينو سیلابونو کې یې  دزړه ټوټه  او خپل  مټ  یانې وروریې دلاسه ورکړه!

دانورڅه نه و يوازی د شیرعلی خان د بادشاهۍ په مینه مست وو

 ۴په کلیپ کې سيد جمال الدین شیرعلی خان دمحمداعظم خان سره په همکارۍ تورنه وي او لومړی سیدجمال الدین  بندی کوي او بیا یې تبعید کوي.

 دا ستر مفکر څومره چې شیرغلی خان ته نصیحت کوي ، په شیرغلی خان اغیزه نه کوي .ځکه هغه اوس  دخارجي ډاګه مارانو په جال  کې نښتی وه خارجي مزدورانو شیرعلی خان د بادشاهۍ په مینه مست کړی وه .

 ۷کليپ کې جمال الدین افغاني هند ته ځي هلته يې هم ځای نه کيږي ځکه انګلیسي میجر جنرال ورپسې وي.

 ۸کلیپ کې مصر ته ځي هلته داسلامي وحدت لپار هلې ځلې کوي. دالعوروة الوثقا په نامه جريده دمسلمانان د ويښولو لپاره نشروي.
خو سید افغاني هلته هم ځای نه کيږي په مصر کې  داسې یو حالت وه  چې دسویزکانال په اړه دانګلیستان سره خبري روانی وي چې دغه کانال انګلیستان ترېنه په ډیره ناچیزه بیه واخلي اودخپل ځان په نفعه یې وکاروي.

 سید جمال الدین داسلامي احساس له مخې دمصر واکمن ته ورځي  اوهغه سره خبري کوي د مصر واکمن  مورال لوړه وي اوسمې لارې کش کوي،خوهغې بدبخته باندې هم لکه د شیرغلی په څيرد خارجې ډاړه مارانو په لومه کې نښتی وه عین کېسه وه ،څه وخت وروسته میجر جنرال راغي دانګلیستان په وخت کې  مشاور وو دمصر واکمن یي په څه دېته چمتو کړی وه چې دوی  سره دسویز کانال معامله یا تړون  وکړي.

په مصر کې هم يو شمېر خلک یې مخالف  او ځینې نورې يې طرفداروه  دوی کې داسې خلک هم ووچې دڅه پیسو یا څه واک او نور معاملو په نتجه کې ځای واکمن اړ کړل چې تړون ورسره امضاء کړي. خو په عین وخت د اسلام ستر مفکر جمال الدین هغې د دکانال د ورکولو په زیانو مصري واکمن خبرداری وکړو او څو ساعته یې ور سره پدې بحث اومباحثي وکړي تردې چې دډير خجالت له امله يې جمال الدین  ته دروغ وویل اوخبره یې ترېنه اخوا دیخوا کړه!

څو ورځې وروسته ثابته شوه چې دسويزکانال معاهد دوسره د مصر واکمن لاسلیک کړي چې پدې سره جمال الدین زیات افسوس وکړو خو په لاس کې څه نه و

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن په ولسي جرګه کې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي موافقې په اړه ځیني مهم جزییات، چې تر اوسه نه ول بیان شوي، څرګند کړل.

رنګین دادفر سپنتا وویل چې امریکا له افغانستانه د بګرام هوايي اډه غواړي او هغه خبرې سمې نه دي چې ګنې امریکا په ګڼو ولایتونو کې د دایمي اډو غوښتونکې ده.

سپنتا وویل چې د امریکايي پوځیانو ډلې به په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره موجودې وي. ده وویل چې دا نهه ډلې به هم د افغانستان د حکومت په اجازه او خوښه تر هغو په دغو ۹ سیمو کې وي چې افغان امنیتي ځواکونه یې روزنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

ده تایید کړه چې امریکا د بګرام هوايي اډه په مستقل ډول غواړي.

بل لورې ته د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له خولې واشنګټن پوسټ لیکلي چې ولسمشر وویل “میرمن رایس, توپ ستاسې په میدان کې دی. که تاسې په دې فکر کې یاست چې تړون به د سولې د پروسې او افغانانو کورونو کې د عملیاتو د بندولو پرته لاسلیک شي نو دا یوه ډېره جدي ناسنجول شوې خبره ده.”

زموږ بحث هم پدې پای ته ورسيده چې که څوک چاته اړوي نو طبعي ده چې هغه  به ورسره به نرمۍ چلن کوي.
 ځکه دپښتو يو متل دی چې وایي؛ دچا دکاڼې لاندې لاس  وی نو دی کوښښ کوی چې لاس زخمې نه شي اوسلامت خپل لاس په قرار اوباسي

زاهد الله توحیدیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x