امریکا: هرو ۹۸ ثانیو کې د جنسي زورونې پېښه رامنځته کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د امریکا په متحده ایالاتو کې مدني فعالان وایي چې په هرو ۹۸ ثانیو کې د جنسي زورونې پېښه رامنځته کیږي، دوی همدارنګه زیاتوي چې په هرو ۸ دقیقو کې یوه ماشومه په جنسي توګه زورول سوې.

د امریکا (USA Today) ورځپاڼې په امریکا کې د جنسي زورونو د څار ډلې هغه راپور رانقل کړی چې په هغه کې ویل سوي چې په متحده ایالاتو کې هره دقیقه ښځینه یا کوچنی هلک په جنسي توګه زورول کیږي.

د جنسي زورونو د څار ډلې ویلي چې د پوهنتونونو هغه ښځینه زده کوونکي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي د نورو ښځو په نسبت درې چنده زیات په جنسي توګه زورول سوي دي.

د څار ډلې د راپور سره سم هر کال په امریکا کې په متوسط ډول درې لکه یوویشت زره کسان چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو لوړ وي په جنسي توګه زورول سوي دي.

د فلوریډا ایالت ځایي «یونیلا پرکنز » ورځپاڼي لیکلي چې ۲۰ سلنه خلک د جنسي زورونو سره مخ سوي، ورځپاڼه وړاندي لیکلي چې په هرو ۶ ښځو کې یوه ښځه د جنسي تېري سره مخ سوي او پر هغې جبري جنسي تېری سوی دی.

امریکایان که څه هم په اسلامي نړۍ کې د بشري حقونو او همدارنګه د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره پوره هڅې کوي خو خپله په امریکا کې ددوی هڅې د بشپړې ناکامۍ سره مخ دي، او نسي کولای چې د جنسي زورونو پېښو ته د پای ټکی کښیږدي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا چه امریکا او اروپا کی همجنسبازی ( چه حیوانات هم دا نه تر سره کوی) قانونی شوه نشه توکی قانونی شول ، خپله امریکایی او اروپایی حکومتونه یی په خپلو مستعمره هیوادو لکه افغانستان کی تولید ، پراسس ، نقل او بیا توزیع کوی خلاصه دا چه له هر څه روپی چوړیږی هغه کار کوی حتی په روغتونو کی انسانی دننی غړی لکه پشتورګی ، جیګر او داسی نور غلا کوی، ماشومان غلا کوی چه راتلونکو فاحشو خانو کی تری استفاده وکړی . دا معنی چه دغه جنسی زورونی نه بلکه جنسی کړنی باید ورته وویل شی حتی چیری… نور لوستل »