روغتیا

څیړنه:ناآرام خوب دیولړ ناروغیو لامل دي

.

 واشنګټن : دروغتیا پوهانو په وینا په خوب کې نارامي دیولړ ناروغیو لکه شوګر ، دوینې فشار او داسې نورو نفسیاتي او رواني ناروغیو لامل ګرځي .

په څېړنو کې ویل شوي چې دخوب دناارامي له امله دناروغۍ اغېز پنځه کاله بعد ښکاره کیږي .

په ( امریکن میډیکل ایسوسی ایشن ) نومې امریکایې مجلې په تازه ګڼه کې ویل شوي چې کله دانسان خوب دنارامۍ ښکار شي نو په سالمه او پوره اندازه اکسیجن دماغ ته نشي رسیدلای ، چې له امله یې نوموړي ناروغ ددې په ځای چې په روغ حالت کې کار وکړي ، په هنګامي او بیړني حالت کې دکار کولو هڅه کوي . او په نتیجه کې یې مالیخولیا اثرات شروع کیږي .

دڅېړنې له مخې دخوب ناارامي په ځانګړې توګه د لوړ عمر درلودنکو ښځو لپاره خطرناک دي او تر اتیا فیصده زیاتې مېرمنې دورته ناروغۍ سره لاس او ګریوان وي .

عابر مسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x