نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۳۰ برخه)

ما یخې اوبه نه څښلې، سهار به چې کله نوموړي باشي چای راوړلو، زما لپاره به یې اضافي ګرمې اوبه راکولې، هغه به ما په یو بوتل کې واچولې بیا به مې څښلې، لنډه دا چې ښه اخلاق، مرسته او ښه رویه په هر ځای کې، له هر چا سره د انسان حیثیت او قدر لوړوي، د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي.

په همدې خونه کې د الله جل جلاله یو ملنګ را سره و، نوم یې عبد المناف ښودلو، لوړه دنګه ونه،

د مخ لویه کاسه، لوی خو ټپي سر! او لوی لوی اندامونه یې وو، ځان یې د کندهار ولایت ښولو، د صداقت او ريښتینولۍ نمونه وه، بې تکلفه او ساده ناسته پاسته به یې کوله، د ټولو ملګرو سات ور سره تېر و، کله کله به یې نادرې کولې، ډېر ښه آواز یې لرلو، په خونه کې به یې د غره اوږدې اوږدې غړنګې په خواږه، زړه راښکوونکي ، مظلوم او ژړوونکي آواز زمزمه کولې! د خونې ملګري څه چې بهر به د نورو خونو او باشیانو او آن د کارمندانو خوښېدو، کله به چې زمونږ دخونې د اوداسه نوبت شو، ټول به یې وایستو، هلته به په حمام کې نوبت ته ولاړ وو، په ملګرو کې به چا کاسې وینځلې، چا به ګیلاسونه وینځل، چا به ستلونه وینځل، دی به هم ولاړ و، په همدې ګڼه ګوڼه کې به یې یو ځل یوه دردونکې په لوړ آواز لنډۍ وویله! او په زیاترو لنډیو کې به یې مور مخاطبه کوله! وو مورجانې زه دلته بندي یم! وو مورجانې کله به ستا دیدن را نصیب کېږي! وو مورجانې کله به خلاصېږم!! هغه لنډۍ خو مې په یاد نه دي خو دا ډول لنډۍ به یې زمزمه کولې، او ټولو ته به یې خوند ورکولو! ملګرو به ورته ویل عبد المنافه ته یې بیا ووایه، ده به د خپل طبیعت کار کولو، که به یې خوښه شوه بیا به یې ویلې او که نه د چا په خبره یې سر نه خلاصولو!

  یوه ورځ یې د ماښام آذان وکړ، کارمندان هم ورته ولاړ وو، باشیان هم، یقینا چې ډېر په خواږه او دردوونکي آواز یې خوندور آذان وکړ، ټولو ورته ویل عبد المنافه ما شاء الله ډېر ښه آذان دې وکړ، ده ویل چې له دې مې بل هم ښه زده دی، بل ځل به تر دې ښه وکوم! له دې وروسته آذانونه زه کوم! مونږ ویل بالکل سمه ده!

 هر ملګري ته به یې ویل، چې یه! ما به کله ایله کړي؟ ته څه فکر کوې چې ما به کله ایله کړي؟ هغه به ورته ویل چې زر به دې ایله کړي! هر ماسختن به د بندیانو د شمیرلو لپاره موظف کارمند په ټولو خونو تاویدو، په هره خونه کې به یې بندیان شمېرل، زمونږ خونې ته به چې کله راغی، او یا به کله کوم بل کارمند راغی، دی به ورغی، هغه به ولاړ و، دی به یې تر څنګ کېښناست، هغه به چې خبرې خلاصې کړې، ده به نرم د هغه پښې ته لاس ور وړ، کله کله به هغه وبېریدو، خو چې ورته و به یې کتل، ده به سمدستي ورته کړل: یا ګرد سره ما به کله ایله کي؟ هغه به مونږ ته وکتل چې دا څه وايي؟ کوم کس به ورته ویل چې داسې وايي، هغه به ورته وخندل، وايي زره به ایله شې!

په سر کې یې لوی پراپر و، ده ویل چې د په کوچینوالي کې مات شوی، زه چې کوچنی وم، مېږې مو پوولې، یوه وځ مې خپلې مېږې فصل ته بوتلې، یو توت ته وختم، د توت پاڼې مې په لرګي ورته را تویولې، که ګورم پښه مې ښویه شوه د توت له پاس سر نه را ګوزار شوم، د توت د ونې په لاندنۍ برخه کې په یوه شاخ کې یو لوی خنډ و، په دې خنډ مې سر ور برابر شو، غوټ مې په سر ننووت!! دا سر مې یې دومره وڅېرلو، بیا ډېر وخت ناروغ وم، خو سر مې ښه شو، دا دی دا پراپر یې اوس شته، او له همغه وخت راهیسې مې اعصاب کله کله کار نه کوي!

 خو نورو ملګرو ویل چې نه، دا ډېر مهم سړی دی، هسې یې ځان په لیونتوب وهلی، کله کله به یې ویل چې مونږ باید شکر وباسو، دلته ګوره په دې سپینه خونه کې یې اچولي یو، مونږ په خپلو کورونو کې کله داسې سپینه خونه لرو؟! خو دا دي دلته یې داسې خونه را ته سپېنه کړې ده، په کورونو کې مونږ کله برېښنا لرو، خو دلته دا دي څلور ویشت ساعته برېښنا وي، باید نا شکري ونه کړو، په دې شکر وباسو!!

 بیا به یې ویل: دا کفار ډېر بې عقل او بدبخته خلک دي، او مونږ ډېر بختور یو، دوی لګیا دي کارونه کوي، شپه او ورځ ستړي وي، مونږ دا دي دلته کرار پراته یو، هېڅ کار نه کوو، ډوډۍ هم دوی راکوي، چای هم راکوي، غوشې هم راکوي، وریجې هم راکوي، ملايي هم راکوي! تر دې نور بې عقل به چېرته وي؟ کار دوی کوي، ستړي دوی دي، او مزې مونږ کوو، بې غمه یې خورو!

 کله به یې ویل، چې زما مور به اوس څه وايي چې زما کوچنی زوی به اوس چېرته وي؟ ده ویل چې زه د مور کوچنی زوی یم، یعني کشر زوی یې یم، ما به ویل چې سړیه ته چې کوچنی زوی یې، ما شا ء الله دومره یې، چې هغه لوی به یې لا پسې څومره وي!

 په تحقیق کې یې نوادر ورته غږولي وو، ریاست نود ته یې هم بیولی و،  له ده سره چې کوم ملګري وو، هغوی ویل چې یوازینی کس چې په ریاست نود کې یې له وهلو ځان خلاص کړ هغه عبد المناف و، نورو ملګرو به خوراک او څښاک نه کولو، ځکه سخت وهل او ټکول وو، لکه په لومړیو برخو کې مو چې وویل په ریاست نود کې یې دشپې له خوا ظالمه شورا پخوله! ملګرو به ویل چې یو ځل بیا یې نود ته بیولی وای، چې شوروا مو خوړلې وای، خو چې وهل نه وای پکې! دوی ویل چې د بیګاه له خوا به له مونږ نه د شوروا کاسې پاتې شوې، ځکه چا د وهلو، شور او ځوږ له وجې ډوډۍ نشوای خوړی! مګر عبد المناف یې په کیسه کې نه و، ټولې کاسې به یې ور غونډې کړې او نر غوندې به یې پاکې کړې! ځکه ده له وهلو نه ځان خلاص کړی و،  هلته یې چې تحقیق ترې پیل کړی و، ده په لومړي سر کې ورته ویلي وو چې ګورئ وهئ به مې نه، زه په خپله ټول حال درته وایم، هغوی ور سره منلې وه.
  عبد المناف په لومړي سر کې ورته ویلي و چې زه تر ملا محمد عمر هم مهم سړی یم، بیا یې پسې د څو کسانو نومونه ور ته ښودلي وو چې دا ټول طالبان دي، هغوی ورته ویلي وو چې نور را وښیه، ده ورته ویلي وو چې دا در ومې ښودل دا یو هم له ملا محمد عمر نه کم نه دی! همدا مو بس دي، نور څه کوئ!

هغوی چې د وسلو پوښتنه ترې کړې وه چې  څومره لرې؟ ده ورته ویلي وو چې ۲۰۰ جېټ الوتکې لرم، ۵۰ ټانکونه لرم، همدا اوس هم تیارې ولاړې دي، ترپال مې پرې را کش کړی، جوړې روغې دي!!

   وايي څومره عملیات دې کړي، وايي ډېر زیات! ۱۵۰ جېټ الوتکې مې ویشتلې دي! ۱۰۰ مې ټانکونه ویشتلي! هغوی په لومړي سر کې حیران شوي وو! ځکه چې د ده له عصبي تکلیف نه وو خبر! ده ورته ویل چې رېښتیا درته وایم، هغوی ویل چې دومره به دې نه وې ویشتلې دوه درې به ولیکو؟ ده ویل نه، ټولې به لیکئ او یا به یوه هم نه لیکئ!

    مونږ ته یې خپله کیسه کوله، وايي په ریاست نود کې څارنوال راغی، د تحقیق خونې ته یې بوتلم، تحقیقات یې را نه وکړل، څو پاڼې یې ډکې کړې! هغه یې سره غونډې کړې او دمیز په یوه خانه کې یې کېښودې، نور دی بهر ته  د څه کار لپاره ووت، دی چې ووت ما پاڼې را واخیستې، ټولې مې وڅېرلې، اخوا دیخوا مې وغورځولې! څارنوال چې کله راغی او دا حال یې ولید ډېر سخت په غوسه شو، او په ما یې د وهلو شروع کوله! ما ورته ویل: څارنوال صیب څه خبره ده؟ ده ویل مرګې څه خبره ده! دا دي څه کړي؟ ما ویل اووو! ته به دې خپه شوې، دا څه خبره ده، راشه دوه دومره نورې خبرې به درته وکړم، دوه دومره نورې پاڼې به درته ډکې کړم، صرف ته یې لیکه زه به یې درته وایم! ته دومره زر په غوسه کېږي، سمدستي دې وهلو ته شروع وکړه! دا نو څه خبره ده! پاڼې وې څېرې شوې راشه نورې درته ووایم! وایي له دې سره څارنوال په خندا شو او ویې نه وهلم!

کله کله به چې د شپې له خوا ملګري ټول یا زیاتره بیده شول، د یوولسو، دولسو بجو شاوخوا به دی را جګ شو، یو لوی څادر به یې را واخیست هغه به یې تر سر او مخ را تاو کړ، مخ او سر دواړه به یې پکې وپچېل! نور به مخ په قبله ودرېد، دواړه لاسونه به یې په دعا پورته ونیول! یوسات دوه ساته به همداسې لاس په دعا مخ په قبله ولاړ و! پټه خوله به یې دعا کوله، د ټولو ملګرو عقیده ورته کېده، هغه څوک به چې ویښ وو هغوی به غږ پرې وکړ: عبد المنافه ما ته هم دعا وکړه! ده به نه، نه ویل او نه هو! لګیا و خپل کار به یې کولو!

سهار به چې ملګرو پوښتنه ترې وکړه: عبد المنافه څنګه دعا خو دې وکړه! څه فکر کوې چې کله به خلاص شو؟ ده به ویل بس! الله بادار ته مې برايي شپه عریضه وړاندې کړه، اوس به ملایکو ور وړې وي، نه پوهېږم چې الله بادار به یې ومني او که یه؟ درک نه لګېږي؟ ګورو به چې څه کېږي؟
 ملګرو به خرماوې اخیستې، د روژې مبارکه میاشت وه، ګرمي هم وه، هغه ایرانۍ  پستې خرماوې وې، معمولا د ماسختن له لمانځه مخکې له روژه ماتي وروسته به ملګرو چای څښلو، مونږ یو څو تنو به خرماوې را واخیستې، یوه ورځ د ده راباندې پام شو، سمدستې یې رامنډه کړه، وايي تاسو خو ما ته هېڅ آواز نه کوئ! هر څه ځانته خورئ! مونږ ویل راشه عبد المنافه مونږ څه خبر وو چې ته خرماوې خورې او دومره دې ور سره جوړه ده؟ له دې وروسته هر ورځ راځه او څومره چې خوړی شې، خوره یې، نور مو د خرما قطي ور مخې ته کړل، چای مو ورته کېښود، ښې په خوند یې ښې زیاتې وخوړې، مونږ هم ډېر خوشحاله شوو!

 د تراوو له لمانځه چې فارغ شوو، د معمول پر خلاف عبد المناف سمدستي جګ شو، ټول حیران شوو چې عبد المناف څه کوي؟ که ګورو تقریر یې شروع کړ، حمد او ثنا اعوذ بالله او بسم الله یې وویل! نور یې د خرما په غیبت شروع وکړه! وايي دا خرما مه خورئ! ګرد سره تاوان کوي! سړی خولې کوي! او په دې شپه هسې هم هوا یو څه ډېره ګرمه وه، ده خرماوې هم  زیاتې خوړلې وې، او تراوې مونږ یو څه کرارې هم کولې! دی غریب ډېر سخت خولې شوی او په تنګ شوی و! خوندور تقریر یې وکړ، د خرما له موضوع نه بهر شاوخوا یې یو څو ښې خبرې وکړې، ځینې آیتونه او احادیث یې هم وویل! زه هلته پوه شوم چې دا خو ملا دی! ! ….

نور بیا
 
عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x