نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): بلخ کې د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د طالبانو له ډله ييزو بريدونو وروسته د ګډ حکومت مشر د پېښې د قربانيانو په درناوي يوه ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي وايي، چې نن يکنشبه به په ټول هېواد کې د افغانستان دولتي بېرغ نيم ځوړند وي.
مرتضوي وويل، چې ولسمشر غني تېره ورځ بلخ ته د خپل سفر پر مهال امر وکړ، چې د جمعې د ورځې په بريدونو کې د وژل شوو کسانو د درناوي لپاره دې ټول ماتم اعلان شي.
د مرتضوي په خبره نن به د ارګ په مرکزي جومات کې د بلخ قول اردو د قربانيانو لپاره د دعا مراسم وي او په ټولو دولتي ادارو او بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګريو کې به د افغانستان بيرغ نيم ځوړند وي.
اشرف غني تېره ورځ په بلخ کې د پېښې له ټپيانو سره له ليدو وروسته يې پر شاهين قول اردو د طالبانو بريد وغانده او طالبان يې له اسلام څخه خلاف وبلل.
پر شاهين قول اردو بريد کې نژدې درې سوو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه او د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته تر ټولو خونړی بريد بلل شوی دی.
د بلخ خونړۍ پېښې په ټولنيزو شبکو کې د ګڼو کسانو غبرګونونه راپارولي او حکومت يې په کمزورۍ او ناغېړۍ تورن کړی دی.
د ټولنيزو شبکو فعالانو پر حکومت نيوکې کړي، چې هره خونړۍ پېښه په غندلو او ماتم تېروي او خپلو مسووليتونو ته نه متوجه کېږي او نه هم د سولې لپاره رښتيني ګامونه پورته کوي.