طالبانو پر شاهين قول اردو بريد کې خپل ځواک وښوده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري د نوي کال د پسرلنيو عملياتو له اعلان وړاندې وسله‌والو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله‌ييز خونړی بريد وکړ، چې ۱۴۰ سرتيري يې ووژل او ۱۶۰ نور يې ټپيان کړل.

دا بريد په داسې حال کې شوی، چې يو لور ته د افغان حکومت ترمنځ داخلي اختلافات ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي، طالبان هم هڅه کوي، چې په شمال کې خپل ځواک وښيي او له همدې امله يې د شمال نسبتا تر ټولو خوندي ولايت کې تر ټولو خوندي ځای په نښه کړ. په ورته وخت کې روسيه هم د افغانستان په مسئله کې فعاله شوې، افغانستان کې د ناټو ماموريت ته د شک په سترگه گوري، امريکا او ايتلافيان يې د مخالفينو پر ضد جگړه کې ناکام بولي او له طالبانو سره د سولې په خبرو ټينگار کوي.

پاکستانی خبريال او د افغان چارو څارونکی طاهر خان وايي، چې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد د طالبانو له لوري د پسرلني عملياتو پيلامه ده او طالبان هڅه کوي، چې خپل ځواک له ختيځ او سويل څخه په شمال کې زيات کړي.

د پوځي او سټراټيژيکو چارو روسی کار پوه بافل فيلگينهاور وايي، چې د مزار شريف ډېری اوسېدونکي ازبک افغانان دي، په دوی کې گڼ شمېر د طالبانو پر ضد دي، خو ځينې سخت دريځي له طالبانو او يا هم له داعش ډلې سره ملگري دي.

دغه روسي کارپوه ويلي، چې د مزار شريف ناامني او د وسله‌والو فعاليتونه د افغانستان او سيمې لپاره ښه زېری نه دی.

دی وايي: «د افغانستان ناامنۍ او د سخت دريځو ډلو فعاليتونه د دې لامل کېدای شی، چې جهادي ډلې مرکزي اسيا او په ځانگړې توگه ازبکستان ته په اسانه واوړي.»

طاهر خان بيا د افغانستان د ناامنيو تر ټولو ستر لامل د افغان حکومت کمزوري او داخلي اختلافات بولي، چې له امله يې د طالبانو د بريدونو مخنيوی ستونزمن دی.

دی وايي، نورې نړۍ کې امنيتي ځواکونه له سياسي فشاره خوندي وي، خو افغانستان کې د ملي يووالي حکومت لوړپوړي چارواکي او ايتلافيان هر يو پر امنيتي ځواکونو اغېز لري او څومره، چې د سياسي چارواکو ترمنځ اختلافات زياتيږي، پر امنيتي سکتور يې هم اغېز راځي.

طالبانو دغه بريد په داسې حال وکړ، چې تېره اوونۍ مسکو کې د افغان سولې په اړه دوولس هېواديزه ناسته وه، خو امريکا دغې ناستې کې له گډونه نټه کړې وه او افغان حکومت هم په لوړه کچه په کې گډون نه و کړی.

بافل فيلگينهاور وايي، چې پر شاهين قول اردو د طالبانو بريد د سولې په اړه د مسکو ناستې ته زيان ورساو، خو وروستي بريدونه به د دې لامل هم نه شي، چې روسيه د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

دی وايي، ډېری روسي کارپوهان په دې نظر دي، چې له گڼو ستونزو او کړاوونو وروسته به طالبان بريالي کېږي او امريکا به له ماتې سره مخ کېږي.

بافل فيلگينهاور وايي: «له همدې امله روسيه هڅه کوي، چې طالبانو سره خپله پخوانۍ دښمني په ډيپلوماټيکو اړيکو بدله کړي او له طالبانو سره په اړيکه کې وي.»

د طالبانو او روسانو اړيکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د رسنيو سرټکي دي، د افغانستان ځينې چارواکي او د ملي شورا غړي د طالبانو او روسيې اړيکې د افغانستان دښمني بولي، خو طاهر خان په دې باور دی، چې د طالبانو او روسيې د اړيکو په اړه شکونه ورو ورو په ختمېدو دي.

دی وايي، چې د تېر کال ډسمبر کې د افغان سولې په تړاو لومړنۍ ناستې د افغان حکومت اندېښنې راپارولې وې، خو په دويمه ناسته کې د افغانستان په گډون ايران او هند هم گډون وکړ، په درېيمه ناسته کې د افغان سولې په تړاو د مسکو هڅې نورې هم پراخې شوې او تېره اوونۍ په دې اړه دوولس هېواديزه ناسته وشوه.

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي هم د طالبانو او روسانو اړيکې د افغان سولې لپاره اړتيا بللې ده.

حامد کرزي امريکا غږ ته وويل، چې د امريکا او روسانو په گډون د نړۍ گڼ هېوادونه له طالبانو سره اړيکې لري او د سولې لپاره دغه اړيکې گټورې تمامېدای شي.

مخکيني ولسمشر او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر ويلي، چې روسيه له طالبانو سره پوځي مرستې نه کوي او ډاډ يې څرگند کړی، چې له طالبانو سره د روسيې اړيکې يوازې د دې لپاره دي، چې د سولې خبرو ته يې وهڅوي.

څارونکي ټينگار کوي، چې حکومت او طالبان دواړه بايد د سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي او څومره، چې دواړه لوري د يو بل پر ضد پر جگړو ټينگار کوي، همدومره د سولې هيلې مړاوې کېږي او د افغانستان راتلونکی له گواښ سره مخ کېږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

مافکرکاوه چه طاهرخان به یوله اسلامه خبر ژورنالست وی متأسفانه دۍ پدی نه پوهیږی چه دطالبانوتحریک داسلام اوافغانی کلتوردمخالفینواوملحدینوکفاروپرضد ایمانداره تحریک دی،اودۍ داتحلیل نسی کولای چه ولی ورځ تربلی داتحریک قوی کیږی -زه ورته ښوونه کوم چه ورځ تربلی ملت پرخپلوهمدینو اوهمفکرومجاهدینو اعتمادپیداکوی له ملحدینو څخه راوزی دخپلومسلمانووروڼوپه سفوکی دریږی اودغه دبلخ پیښه یی ښه مثال دی چه ددغی قول اوردو عسکرو اجراء کۍ،په اول کی زماسره کمونسټ ملحد اشرفغنی افغانان په تسپو او لنګوټه خطایستل هریوفکر کاوۍ چه دادۍ سفیڅلۍ مسلمان اوس هر چاوپیژاندۍ چه وطن فروس کافردۍ-ملت روځ تربلی مخ ځنی اړوی ،طاهرخانه دادرته وایم چه دچین اوامریکافوج… نور لوستل »

nimatullah abass
میلمه
nimatullah abass

الله (ج) د پدی ملک باندی ورحمیژی

اجمل
میلمه
اجمل

الله ج فرمایی ، زه د هغه قوم سره مرسته کوم چه هغوی ځانو کی بدلون راولی . هغوی د دجال په خدمت کی نه وی یعنی دجال ته سجدی نه کوی د دجال د ډالرو د پاره خپل ورونه نه وژنی او نه خپلی خویندی او میندی بی عفته کوی. د روسانو اشغال ته اشغال او د اروپایانو اشغال بیا مرسته ګڼو؟ د افغانستان مظلوم اولس باید پاڅیږی د میړنو او خپلواکی غوښتونکو سره یوځای مجرمین او غلامانو ته درنه سزا ورکړی دغه وخت دی چه الله ج به یی په هلو ځلو او جدو و جهد کی ورسره… نور لوستل »