نظــر

بدمرغه قاتل او نیکمرغه مقتول

لکه څنګه چي لوستونکي خبر دي دجنوري په ۲۹مه نیټه د اسلام، هیواد او علم غلیمانو  دهیواد او سیمي نومیالی  عالم او مجاهد حضرت  مولانا عبد الله ذاکري صاحب په شهادت ورساوه . انا لله واناالیه راجعون !

شهید ذاکري رحمه الله له نن څخه ۸۴کاله وړاندي  دې فاني نړۍ ته سترګي پرانیستلي  وې، نوموړی دکندهارولایت دډنډولسوالۍ دذاکرشریف سیمي اوسیدونکی ؤ ،

ذاکري صاحب  ددیني علوموڅخه ترفراغت وروسته دظاهرشاه په مطلق العنانه  واکمنۍ کي دکندهارښاردخرقې مطهرې سره نژدې ددیني علومو مدرسه پرانیستله،   په ظاهر خانۍ کي ددیني علوموهمدا ډول (غیر رسمي مدرسه )جوړول  خوراستونزمن کار ؤ،خوارواښادذاکري دډیرومشکلاتواوکړاونوسره سره دې کار ته اوږه ورکړه،دذاکري صاحب مدرسې  په لنډ وخت کي  ښه شهرت  وموند،خوکله چي  دکندهارښارکي بااحساسه ځوانانوسینما ته اورواچاوه نوشاهي رژیم په همدې تورچي ذاکري صاحب  هم دسینماپه سوځولوکي لاس درلوددنوموړي مدرسه بنده کړه .

شیخ ذاکري دروسانوسره  دجهادپر مهال   دمجاهدینودفترونواوسنګرونوته  تګ راتګ کاوه دمجاهدینورهبرانو،قوماندانواوافرادوته یې داشداء  علی الکفار،رحماء بینهم الهي کلام دتعمیل سپارښتنه کوله، جهادي رهبرانواوقوماندانانوهم په مهموموضوعاتوکي دنوموړي څخه مشورې اخیستلې، داسلامي انقلاب تربریالیتوب وروسته چي خپلمنځي نښتي پیل شوې شهیدذاکري ډیري هڅي وکړي چي دښکېلواړخونوترمنځ صلحه وکړي، خوهغه دچاخبره درهبرانوترمنځ دنفاق توره پیشوتېره شوې وه ذاکري صاحب چي یې داصلاح په موخه هرڅومره منډي ترړي  وکړي کومه مثبته نتیجه یې ورنه کړه،  دطالبانوداسلامي تحریک له تاسیس څخه ددغه خوځښت ملاتړي شواوبیاچي امریکایې ښکېلاک پرافغانستان یرغل وکړذاکري صاحب یې دلومړۍ ورځي څخه پرضددجهادفتوی ورکړه چي دژوند ترپایه پوري پرخپل همدې  اسلامي اوافغاني دریځ ټینګ ولاړؤ.

نوموړي داسلامي نړۍ دمشهوروعلماووسره اړیکي پالل  اودمسلمانانودانحطاط پرلاملونوبه یې  نظرونه  ورسره تبادله کول ،همدا رازذاکري  صاحب دیوعلمي شخصیت اوصاحبنظرپه صفت دافغانستان  پرسیاسي وضعیت هم وخت په وخت درسنیوسره مرکې  کولې .

ذاکري صاحب په لسهاووعلمي ، جهادي او فقهي  رسالې اوکتابونه تصنیف کړي  چي خلګویې ډیرتود هرکلي  کړي دي.

ذاکري صاحب د(اتحادعلماء افغانستان )ټولني مؤسس اومشرؤ،دافغانستان اواسلامي نړۍ په حیاتي موضوعاتوبه یې وخت په خت تبصرې کولې،دمشکلاتو حل لاري به یې لټولې،حکمرانانوته یې لیکونه استول اوپربیلابیلوموضوعاتو یې شرعي فتوایې صادرولې .

ذاکري صاحب نومیالی عالم، تکړه مبارز، غښتلی مجاهد،اورژبی خطیب ،ښه مصنف ،داعي ،متصوف اوزړه سوانده مشرؤ.
 دذاکري صاحب  ترشهادت وروسته دروسانو دوخت یومجاهد(مولوي احمدشاه )کیسه  راته کوله چي دثورترکرغیړني کوتاه وروسته چي کمونیستي رژیم دعلماوو،روحانیونواومخورودنیوني اووژني لړۍ پیل کړه، په یوې کړۍ کي یې ذاکري صاحب  هم محصور کړاودکندهارمرکزي زندان  وحشي منګولوته یې وسپاره، په دغه زندان کي چي دکمونیزم ،الحاداوظلم فضاپرې حاکمه وه،زندانیانوپه ښکاره لمونځونه نشوای کولای ،خلقیانوچي به کوم بندي دلمانځه په حالت کي ولیدسخته سزایې ورکوله ،زندانیانوپه پټه  لمونځ اداکاوه، دجماعت  دلمانځه اواذان خوتصور هم نشوای کیدای خو کوم وخت چي همدې محبس ته ذاکري صاحب راوستل شودچارواکودانتهایې وحشت اوبربریت سره سره په زندان کي  دحی علی الصواة ازانګې پورته شوې اوزندانیانوبه لمونځ په جماعت اداء کاوه، خلقیانوذاکري صاحب په همدې جرم ؟!! ډیرتعذیب کړخودذاکري سپېڅلي عزم کي دکمونیزم زولنواوولچکونوتزلزل رانه وست، د ذاکري صاحب  دالله اکبرکفرلړزونکي اواز،شجاعت اواستقامت دلیلن اوسټالین  دپیرانودوحشت اوظلمت اورهله څه کمزوري کړچي دنوموړي کرامت یې ولید،هغه داسي چي موظفوعسکروپه تکرارسره دذاکري رحمه الله په لاس اوپښوکي ولچک اوزولني  بې له دې چي  دکومي الې په واسطه دماتیدواوخلاصیدونښه ورباندي ولیدل شي خلاصي شوي وې .

ارواښاد ذاکري ډیر نیکمرغه ؤځکه ټول عمر یې په تدرس ، جهاد، دعوت، تزکیه  کي تېر شوی ؤ او بیا د عمر په اتیا کلنی کي مهربان څښتن جل جلاله دشهادت عالي مقام ورنصیب کړ،شهادت هغه  ښکلی انعام اواوچت مقام دی چي دبشریت لارښوداوناجي حضرت محمدصلی الله علیه وسلم یې  بار بارتمناکړې ده،نوبې له شکه دهر هغه چاچي همدا ویاړلې (شهادت ) جایزه په برخه شي نیکبختي دې  مبارک شي .

دمشکواة المصابیح په کتاب الجهاد کي د شهیددفضیلت اوانعامونوپه اړه په لاندي ډول ذکر شوي چي :

وعن  المقدام بن معدیکرب  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم للشهیدعندالله ست خصال یغفرله في اول دفعة ویرای مقعده من الجنة ویجار من عذاب القبر ویامن من الفزع الاکبر ویوضع علی راسه تاج الوقار الیاقوتة منها خیر من الدنیاومافیها ویروج ثنتین وسبعین زوجة من الحورالعین  ویشفع في سبعین من اقربائه .رواه الترمذي وابن ماجه

مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه  روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «الله تعالی شهیدته  شپږ شیان ورکوي هغه داچي دویني  داول څاڅکي توئیدوسره بخښنه ورته کوي ،په جنت  کي خپل مقام  ورته ښکاره کوي  ،دقبرله عذاب څخه نجات ورکوي ،دقیامت په ورځ له هغه لوی ډارڅخه امن ورکوي چي اهل النارته واورته دداخلیدوامرکیږي او….،دشهیدپرسرباندي دیاقوتو داسي تاج ایښودل کیږي چي تردنیااومافیهاغوره وي، دوه اویاحوري چي غټي توري سترګي یې وي ورپه نکاح کیږي ،اوداویاتنوقریبانوشفاعت به کوي».

وعن ابن عباس ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لاصحابه انه لمااصیب اخوانکم یوم احدجعل الله ارواحهم في جوف طیر خضرتردانهارالجنة تاکل من ثمارها وتاوی الی قنادیل من ذهب معلقة في ظل العرش فلما وجدواطیب ماکلهم ومشربهم ومقیلهم قالوامن یبلغ اخواننا عنااحیاءفي الجنة لئلایزهدوافي الجنة ولاینکلوا عندالحرب فقال الله تعالی اناابلغهم عنکم فأنزل الله تعالی ولاتحسبن الذین قتلوفي سبیل الله امواتا بل احیاء عندربهم یرزقون .رواه ابوداود

دحضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم خپلواصحابورضوان الله علیهم ته وویل چي :« ستاسي دهغو وروڼوچي داحددغزاپه ورځ شهیدان شول  روحونه  الله تعالی دزرغونومرغانوپه ججوروکي کښېښودل،  دجنت ویالوته ولیږل شول دجنت مېوې خوري پکي ګرځي او بیا د سرو زرو هغو قندیلونو ته ستنیږي چي په عرش معلی پوري ځوړند دي ،کله چي دوی دښه خوراک، څښاک اواستراحت ځای سره مخ شي نووایې چي څوک به زموږ وروڼو ته زموږحال ورسوي چي موږژوندي اوپه جنت کي یو، ددې لپاره چي دوی دجنت ترلاسه کولوته تشویق شي اودجګړې له میدانه ونه ګرځي، نوالله تعالی ورته ووایې چي :زه به دوی ستاسوله حال څخه خبرکړم، نووروسته بیاالله تعالی په همدې اړه دغه مبارک ایت نازل کړچي ولاتحسبن الذین قتلوفي سبیل الله امواتا بل احیاء عندربهم یرزقون تاسي پرهغوکسانودمړوګومان مه کوئ چي دخدای جل جلاله په لارکي وژل شوي وي،  دوی مړه نه بلکي ژوندي دي اودخپل رب له لوري رزق ورکول کیږي ».

دشهیدشیخ ذاکري رحمه الله په شان وژل شوي ډیرنیکمرغه   ځکه دي چي په اخرت کي به لکه په پورته نبوي احادیثو کي چي ذکرشول د لوړو مقامونو او لویو انعامونو مستحقین وي . خو هغه بدمرغه  قاتلان دڅومره ډیرافسوس وړ دي چي دڅه مادي متاع په بدل کي دامت  له سره دعلماوو، مجاهدینو،داعیانو او روحانیونو سیوری اخلي. دانحضرت صلی الله علیه وسلم په بعثت سره  دنبوت لړۍ ختمه  شوه،خودانبیاووکراموځای نستي  موجود دي اوهغوی همدادیني عالمان دي (العلماء ورثةانبیاء)نوم کوم څوک چي عالمان  شهیدوي  لکه  انبیاء علیهم السلام چي په قتل رسوي .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x