fbpx

دې ته وایي چاپه !

افغان مجاهد

اشرف غني او د پرې ملګري یې چې په ځان کې کوم توان او ځواک نه ورښکاري نو د امریکایانو په چاپو خلک ویروي. دوی چې کله د امریکایانو په استخباراتي،اکمالاتي او مخامخ پوځي مرسته د هیواد په کومه سیمه چاپه ووهي. په نیمه شپه د کلیوالو افغانانو ماشومان وچغوي. تور سرې یې وژړوي اومعصوم ځوانان یې لاستړلي ترې چورلکو ته پورته کړي. بیا نو راشه که د اشرف غلام لاپې او ډوزې اورې. بیا چې اشرف غني ددې جنایت د حکایت لپاره د خطابې میز ته ودریږي نو په خپل کغن غږ به همدا بګتۍ زمزمه کوي چې:

په هیڅ ځای کې به خلاص نه شئ …

سر مو په ککرۍ کې ماتوم . . .

دا اچین غوندې د ټرامپ د ټولو بمونو ادې درباندې غورځوم. . . او داسې نورې کرغیړنې لاپې . . .

زما هغه ورځ اوس هم په یاد ده چې د حوت په اتمه امریکایي الوتکو په کندز کې د طالبانو مسؤل ملا عبدالسلام په نښه کړئ و او بیا چې اشرف غني د سرباز د ورځې په مناسبت مراسمو کې وینا کوله نو د کندز په پیښه یې د ویاړ تر څنګ په خپله ځانګړې قهرآمیزه لهجه وویل چې : په هیڅ غار کې به رانه خلاص نه شئ!

څو ورځې مخکې چې په بغلان کې د اردو سپیشل فورس د امریکایي چورلکو په ملتیا چاپه ووهله او بیا امریکایي چورلکو په بې رحمه بمبار کې د ملکي خلکو تر څنګ د طالبانو د بغلان مسؤل هم وواژه. نو اشرف غلام او زامنو یې په دې پیښه سم جشن نیولی و.

د بغلان په پیښه د اشرف غني یوه تر ټولو مخکښ سرمچار داسې لیکلي و( په بغلان کې د کمانډو‌ زمریانو یوې چاپې د شمال نیم حماران جهنم ته استولي دي چې د بغلان لپاره د حمارانو والي مولوي لعل، قاري اسماعیل، شېرعالم، قاري شهاب الدین، جانباز، او څو نور سرکرده یې هم پکې دغه شوي دي. حماران د شپې لکه کوتران داسې وي، چې څو لاس ور نه وړې نه الوزي)

مګر دغه د امریکا په چورلکو باټیدونکي ځان ته نه کتل چې خپله یې کوپړۍ د حمار له مغزو ډکه ده. ده دا دکاڼي کرښه نه وه اوریدلې  چې ( الحرب سجال و الایام دول) جنګ د نوبت  مامیله ده او ورځې ګرځیدونکي دي. په جنګ کې کله د یوه اړخ د خرپ نوبت وي او کله د بل . نو ځکه دې په جنګ کې په نسبي کامیابۍ څوک ځان نه ورکوي او نه دې مقابل ته د مطلق شکست پیغورونه ورکوي.

اشرف غلام او دده دغسې احمقو پلویانو ته چې همیشه په امریکایي چاپو او ډرون بریدونو کې د وژل شویو افغانانو له وینو خوند اخلي او د خوښۍ جشنونه ورباندې جوړوي نن ورته وایم چې اشنایانو! اوس یې من په څو دی؟  نن مو طبیعت شریف په کوم حالت کې دی؟ نن خو به درک درته لګیدلی وي چې د غم ورځ څومره سخته وي؟ د طالب غم هم همداسې غم دی. همداسې انسان دی، همداسې خپلوان لري او همداسې د ډیر شمیر افغانانو ورباندې خوابدیږي.

تاسو چې همیشه په افغان وژونکو ړندو چاپو باندې ویاړئ او خپل د کرایې قاتلان( سپیشل فورس) مو اتلان بولئ. نو نن به درته ووایم چې چاپه نو دې ته وایي لکه په بلخ کې چې درباندې ووهل شوه. تاسو په دوه سوه کسانو چاپه ووهئ ایله اته کسان ووژنئ. مګر په بلخ کې درباندې اتو کسانو چاپه ووهله او ستاسو یې دوه سوه در سټ کړل.

که خبره د چاپو او زور ازمایلو شي نو د طالبانو هغه چل تر تاسو ښه زده دی. عبث د جګړې نغرۍ تردې لا نور مه تودوئ او مه د سختو جګړو ګواښونه کوئ. طالب هغه توره ده چې څومره یې پڅوې هغومره تیره کیږي. که فشار پرې وروړې د بم غوندې انفجار کوي او بیا به یې د نن په شان همیشه په عمومي ماتم اړولي یاست.

ټرامپ پلار ته مو مشوره ورکړئ چې دغه جنګ د عسکرو په زیاتولو، چاپو او درنو بمباریو نه ګټل کیږي. بلکې مقابل جانب نور هم خونړی کوي بله دا چې دغه ټول اپشنونه له پخوا درته کارول شوي او پوچ ختلي. که تاسو چاپې وهئ نو اوس طالبانو هم چاپې زده کړې چې یوه یې آبله ورځ په بلخ کې نندارې ته وړاندې کړه.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

افغان مجاهد وروره، سلامونه او احترامات می ومنی، تبصره مو یو روشانه حقیقت دی. زه یو سو یادونی لرم او زیاته تبصره نه پری کوم. غنی او کرزی ته د ولسمشرانو خطاب د افغان ولس سره جفاه ده، سکه دوی دالریانو قدرت ته ورسول او هیچ وخت دملت نمایندگی نشی کولی. د ادواره په شمول د گلمرجان،عبدالله عبدالله دیر ظالم او احمق انسانان دی . دغه او د نظار شورا تول افراد مطلق قوم پرسته فاشستان دی. که دتیرو ۴۰ کلونو تاریخ ته وگوری نودغوفاشستانوهمیشه دقومپرستی او د افغانستان د تجزیه لپاره کارگری او کوئی. ربانی فاشست خو هغه و… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

نران خو دومرہ یاست چہ پہ تورسرو او ماشومانو چاپے وھیء او ھغہ ھم د شپے, د ورزے ویریگیء چہ ھسی نہ طالب زوان رانہ ڈز او نہء باسی.خو طالب بہ چرے دچا دکور بے حرمتی اونہءکی ھغہ پہ نرہ جنگیگی.

فرید
میلمه
فرید

بر #### شما نوکران تروریسم طالبی #### . جای شرم است که چنین وقیحانه برای مزدوران طالبی نشخوار میکنید آنهم از طریق وب سایت در حالیکی این جنایت کاران در زمان حکومت جهل ،جنون و جنایت شان استفاده از انترنت را حتی برای نهادهای ملل متحد ممنوع اعلان کرده بودند. شرمتان باد که از چنین جراثیمی دفاع میکنید

pattang
میلمه
pattang

فرید جانه خجالت وخوره شرم دی خو خونکار قاطل مذدور کله شرم او کله وجدان لري ، بې وجدانه انسان قانون عدالت له خدایه وېره نه پېژنې او دخپل ژوند د عیش لپاره هره بې ناموسي ته ملا تړي زما یو ته مقصد نه یې مقصد مې ستاسو ټول فاسد رژيم دی چې په دالرو اخیستل شوی ! – تاسو ۶۰۰۰۰ زره کابلیان مړه او بې ناموسي مو ورسره ونکړه او هر چېرته مو پاټکونه اچوليوو، او افغانستان مو په ټوټو نه وو اېشلی؟؟ تر څو چې طالبان راغلل ملي یووالی یې منځ ته راوست او دې اولس عزت یې… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

شما هم حتمآ ازاون های هستی..که هم خودت به دین عیسویت گرویدی هم پدر وهم مادرت چراکی دربچه گی شیر خوردی که معلوم نسیت چی شیر بود از نوشته ئت معلوم میشود که خودت سیکو لر چه وه پدر ومارت دالرچه است…

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

شما #### ازکجاآمدی توی این صفحه چی مونی ### جو حتمن سیکولر جوهستی ئ نی …یادالر جوهستی ..ئ نی …یامزدور جوهستی …ئ نی ..یا عسوی جو هستی ..ئ نی …شر میتان باشی …ماماجو…ازکجا هستی …ئ نی …نی شکر میزنی …ئ نی ..ئ مسلمان افغان هستی …ئ نی …لالاجو …ازپغمان …یا شبرغو …لالاجو..یاازآآآمریکا…..آآآسترالیا ….هستی لالاجو…..