
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د شري واکسین له امله څلور تنه ماشومان مړه او شپږ تنه نور ناروغ شوي دي.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب رسنیو ته ویلي چې تېره اونۍ د ګیزاب په ولسوالۍ کې د شري واکسین کمپاین تر سره شو، په دغه کمپاین کې د واکسین د ناسم تطبیق له امله څلور تنه ماشومان مړه او شپږ تنه نور سخت ناروغ شوي دي.
د روزګان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر خان اغا میاخېل هم د پيښې تایید کړی او ویلي چې نن سهار د ناروغه ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وو.
نوموړي ویلي چې په لیرو پرتو سیمو کې د واکسین د تطبیق لپاره غیر مسلکې کسان په کار ګمارل دغه ستونزې لري چې له امله یې دغه سي ناوړه پيښې را منځته کیږي.
او زیاته کړې چې د واکسین د خلاصېدو وروسته باید په شپږو ساعتونو کې ماشوم ته ورکړل شي، که تر دغه مودې وځنډیږي، او همداسي په ګرمه هوا کې وساتل شي، واکسین په زهرو بدلیږی.