افغانستان

بدخشان: سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): په بدخشان ولایت کې د باران، سیلابونو او غونډۍ ښویېدنې له امله څلور کسان مړه او یو شمېر کورونه نړېدلي دي.

د بدخشان د طبیعي پيښو سره د مبارزې مشر سید عبدالله دهقان رسنیو ته ویلي چې له تیرې ورځي راهیسي په درایم، تشکان او یفتل پایان ولسوالیو کې سیلابونو درانده ځاني او مالي زیانونه اړلي دي.

نوموړي ویلي چې په درایم ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه او څاروی د سیلابونو له امله تلف شوي، په تشکان ولسوالۍ کې ۴ کسان مړه او څاروی تلف شوي دي او همداسي د یفتل پایان په لسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۰ څاروی او اوه کورونه له منځه تللي دي.

دهقان ویلي چې د سخت بارانونو له امله د یفتل پایین په سیمه کې یوه غونډۍ هم ښویېدلې چې له امله یې د کلي خلک وېریدلي او خپل کورونه یې پرې ایښي دي.

نوموړی ویلي چې د بشپړ زیان معلومو لپاره سیمې ته پلاوي لیږل شوي تر څو د تلفاتو اندازه معلومه کړي او پر هغه اساس سیمي ته کومک ولیږل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x