افغانستان

اتمر د ایران د امنیت شورا منشي ته ویلي: د شاهین قول اردو غچ به واخلو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ایران د ملي امنیت د شورا د منشي علي شخاني سره تلیفوني خبري کړي دي.

علي شخاني د ملي امنیت سلاکار ته د بلخ ولایت د شاهین ۲۰۹ قول اردو د پيښي په اړه د تعزیت لپاره تلیفون کړی وو.

د ملي امنیت شورا له لوري رسنیو ته په لیږل شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، حنیف اتمر ایراني چارواکې ته وویل، چې دولتي ځواکونه به ددغه برید غچ واخلي.

نوموړي همداراز علي شخاني ته ویلي چې هغه امنیتي ځواکونه به د قانون منګولو ته وسپارل شي چې د طالبانو سره یې ددغه برید په تنفیذ کې مرسته کړې او یا یې هم غفلت کړی دی.

د ملي امنیت د خبرپاڼې سره سم د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شخاني هم نوموړي ته ډاډ ورکړی او د خپل ملت په استازیتوب یې خپل د غمرازې مراتب ورته وړاندي کړي دي او همداراز یې د «تروریزم» سره د مبارزې په برخه کې د پوره ملاتړ ژمنه کړې ده.

باید وویل شي چې د وروستیو معلوماتو له مخې د وړمې ورځي په جګړه کې تر ۱۵۰ زیات عسکر وژل شوي دي او زیات شمېر نور ټپيان دي.

ددغه برید مسؤولیت طالبانو اخیستی وو او خپل د مشرانو د وژل کېدو غچ یې بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دغی مور داسی میرونه وه زیژه ول البته نه زامن بلکی . میرونه ئ وه زیژه ول .دازکه …سو مره چه دغی مور لرز ول وه کرل نولس چنده لرزول دغو میرونو وه کرل ..که چیری یوه بله مور داسی لرزول وه کری نو بیا به دهغی میرونه اویا خاوندان ترهغی شل چنده لرزه ول وه کری..دازکه چه دصلیب یانوخه دکاردی چه اوبه خری کری اوده ددوی نوکرانو اوچاکرانو ته جال په لاس ورکری اوصلیب بادا رانوته ما هیان په کشی وه نسی …دازه که چه دوی اوس وای چه خپل غچ یاانتقام به واخلی خو هغه به داسی وی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زه په دی ډیر متاسف سم چه دواړه خواوی غریب افغانان وژل کیږی ، هغه څوک چه معاشونه ورکوی ( اشغلګر) هغوی ډډی ته شوی ډالری او مرمی ورکوی ، زه افغانی غلامو عسکرو ته چه د لوږی او فقر له امله عسکر شوی او د ناپوهی له امله د هغو کفارو د باره چه زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی یی اشغال کړی خبل افغان مسلمان ورونه چه د خاوری ، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره په ځانو ، مالو او اولادو قربانی ورکوی ، وژنی . دا چه هم غریب او هم بی تعلیمه دی د… نور لوستل »

انعام

کمونست اتمر دی لمړی د روسانو د وتلو غچ واخلی ، بیا دی د دی ااشغلګرو دمجاهدینو به ضد لاپی کوی ، هغه وخت کی له یوی پشی بی غمه شوی دا ځل به انشاالله له دواړو پښو بی غمه شی زیری درکوم که د غچ اخستنی خبره وی اتمر او ملګری یی لمړی باید د خپلو کورنیو غچ واخلی چه دوی په دفترو کی او په کورونو یی اشغلګر ساتنه لری د دوی کورونه د شپی د اتمر دوی او د ورځو د اشغالګرو وی څه چه یی خوښه وی هغه په ارامه تر سره کوی قضایی مصونیت ورته… نور لوستل »

Mirza mohamad

مطمعين صاحب ستاسو تبصره چي مو د جنرال مومند كتوازي په هكله كري وه هيح حقيقت نه لريدكتوازي صاحب كورني كه هرخاي وي په مسكو
كو كي نشته هغه چي زه يي پيژنم يو پاك صادق په وطن مين انسان ده خپلو خلكو او وطن ته متعهد انسان دي ستاسو تبصيري وماته ديري دلچسپي وي ولي له دى واري دىسوري باد كري وي

اجمل

امریکایان او په ځانګړی ډول انګریزانو ته د مسلمانو افغانانو میړانه او نارینتوب له هغه وخت په ډاګه شوی چه د افغانانو سره دری ځلی پرلی پسی د شرمیدلو ماتو سره مخ شول او په لسهاوو زرونو عسکر یی د ماهیپر په لیاره او س هم پوی کوی، هغوی میړنو افغانانو ته خپلی میندی راولی چه پلاربی شی او افغانی نسل پټ کړی ، لکه څو پیړی د مخه چه یی د یهودانو نسل له ځانه سره شریک کړو ، نن انګریزی یهودان شتون لری له دی وروسته به افغانی او یهودی انګریزان جوړ کړی او په دی واسطه به… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

زمادزره اوستاده فقت اسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته درته وایم …زره می دیر دیر سه غوالی خوافسوس ده چه ده یوی غریبی ده اوله بلی خوا میداخالی دی بس همدومره دزره درو وسلام علیکم ورحمت الله….

الحاج استاذ بیانزی

ډیره مننه صالحی صاحب ، ډيره مننه چه تل زمونږ د ناڅیزو تبصرو ستاینه کوی ، ډیر ژر به انشااالله لیکنی هم پیل کړم دعا راته کوی له لیکنو منع شوی ووم ، بیا یی شروع کوم شاید به یوه او بل نامه به وی مګر دوستان زما د لیکنو او تبصرو د لهچی سره عادت دی پیژنی یی ، ماته زما شودل نه زما دهدف او حقایقو ښکاره کول هدف دی تاسی تل زمونږ ستاینه کوی کشکی درته نزدی وی او مخ په مخ مو درڅخه مننه کړی وی . هو رښتیا دا قزوین چه تاسی لیکی دا کوم… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

اوستاد اسلام علیکم ورحمت الله …قزوین ده پایتخت تهران دغرب په ۱۳۵ کیلومتری کشی واقعیت لری .اوستادزما هم دیر دیر زره غواری چه دوارو دنژدی سره لیدلی وای خوبس دقسمت خبره ده ..وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

الحاج استاذ بیانزی

دروند وروره ! یوځل بیا می سلامونه ومنه !
ایمیل دی راته ولیکه ، بیا به تر دی زیاتی اړیکی سره ونیسو انشاالله . زه خپل ایمیل نه لیکم زه زیاتی لیکنی او تبصری لیکم داسی نه چه مغرض کسانو به لاس ورنښی مننه

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x