نظــر

افغان اولس دین ته ژمن دی که بې دینۍ ته ؟

دنورې نړۍ غوندې په افغانستان کې هم له لسیزو راهیسې  د دین او بي دینۍ یا  اسلام او سیکولرزم ترمنځ توده مقابله روانه ده ، اسلامپالي هڅه کوي افغانان په خپل ا سلامي  اصالت وساتي ، خو بي دینان یا سیکولریستان هڅه کوي ، افغان اولس دیوشمیر اروپایي ملتونو غوندې بي دینه او له دین څخه پردی کړي .

په دې وروستیو کې چې اروپایي بي دینان /سیکولران افغانستان ته راغلي دي ، دافغان بي دینانو فعالیتونو  لا شدت اخیستی دی ،

که څه هم په عملي ډګر کې ددوی فعالیتونه محدود دي او فقط دکابل غوندې د څو ښارونو ترمحدودو ټولنو او مجالسو پورې خلاصه کیږي ، مګر په تبلیغاتي میدان کې دغربي بي دینانو دمطبوعاتي برلاسۍ له امله  افغان بي دینان دخپلو تبلیغاتو لپاره ډیر وسائل او مواقع په لاس کې لري ، دافغان سیکولرانو  اوسني تبلیغات کټ مټ داسې دي ، لکه  څو پیړۍ وړاندې چې په اروپا کې د کلیسا په وړاندې دسیکولر انقلابیانو کوم چلند وو ، افغان بي دینان هڅه کوي اسلامي شریعت او اسلامي سیاسي نظام  افغان اولس ته د منځنیو پیړیو داروپایي جهالت  او تحریف شوي عیسویت غوندې معرفي کړي ، چې له  ساینسي پرمختګ سره متضاد دی ، له همدې امله دوی ددیني تحریکونو ، دیني اساساتو ، دیني اشخاصو  او متدینو جهتونو توهین ته جوړیدلي دي ، بي دینان کوښښ کوي ، دیني کتابونه  خلکو ته ژیړ  او وروسته پاتې کتابونه معرفي کړي ، جنت ، دوزخ ، حورې  او انعامات ورته په مسخرو سره خیالات معرفي کړي ، دوی وایي دین باید له سیاسته بیل او د جومات په چاردیوالۍ کې کوټه قلفي شي .

بي دینان په عین حال کې دا دعوه هم کوي ، چې دافغان اولس اکثریت ددوی په رأیه دی ، او غواړي چې لویدیځ ماډل سیکولر نظام ولري ، مګر د دوی په خبره دغه اولس دڅو متشددو اسلامپالو لخوا برمته شوی دی ، او نه یې پریږدي ترڅو خپله رأیه  ښکاره کړي .

خو راځئ یوشیبه دا خبره وڅیړو چې آیا رښتیا افغان اولس ددین په نسبت بي دینۍ ته ژمن دی او اکثره خلک یې  سیکولر فکره دي ؟

پرون مې ددوو مطرحو افغان شخصیتونو  د تدفین او جنازې  دوروسیتو مراسمو انځورونه په انټرنیټ پاڼو ولیدل ، چې د وروستیو مراسمو څرنګوالي یې زه دې نتیجې ته ورسولم چې افغان اولس له  کومې خوا سره ډیره خواخوږي لري .

دتیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې پخوانۍ مائوست مبارز  او دسیکولر فکر څښتن وتلی لیکوال قسیم  اخګر وفات شو ، او ورپسې په چهارشنبه دافغانستان یو وتلی اسلامپال مبارز  مولوي عبد الله ذاکري دپاکستان په کوئټه کې چا په شهادت ورساوو .

د قسیم اخګر او شهید ذاکري  دژوند پیښې تقریبا سره ورته دي ، خو فرق یې یوازې په دې کې وو چې قسم اخګر د بي دینۍ / کمونیزم او ورپسې  دیموکراسۍ  وتلی مبارز وو ، خو شیخ عبد الله ذاکري بیا داسلامي نظام  سرسپارلی مبارز وو ، دوی دواړو  دکمونیستانو دواکمنۍ په مهال زندان تیر کړی ، قسیم اخګر دمائویستي تړاو له امله  د واکمنو لیننستو کمونیستانو لپاره دزغم وړ نه وو نو ځکه یې زندان ته غورځولی وو ، شیخ ذاکري بیا دکمونیستانو په ضد داسلام  فکر وتلی مبارز وو نوځکه یې دکندهار په زندان کې بندي کړی وو .

عبد الله ذاکري صاحب وروسته دژوند تر پایه  خپل اسلام پال فکر او متدین موقف ته ژمن پاته شو ، تر څو یې په همدې لاره کې ژوند له لاسه ورکړ ، قسم اخګر هم چې یو متعهد سیکولر وو د ژوند تر پا یه خپلې بې دیني تګلارې ته ژمن پاته شو، که پخوایي دمائویستي سیکولرزم  ترشعار لاندې د بي دینۍ لپاره مبارزه کوله ، دامریکایانو په راتګ سره یې ددیموکراسۍ او لیبرالیزم  تر پوښ لاندې مبارزه پیل کړه ، نوموړی دافغان سیکولرانو په منځ کې یو متعهد  دیموکرات سیکولر پیژندل کیده ،  چې په مړینه سره یې ټول افغان سیکولرانو  دخفګان اوښکې تویې کړې .

بي بي سي فارسې ویب پاڼې دقسیم اخګر دوروستیو مراسمو انځورونه خپاره کړي ول  او دنن ټکی اسیا ویب پاڼې دشیخ ذاکري صاحب د جنازې انځورونه خپاره کړي وو ، عموما دیوچا محبوبیت او اولسي ملاتړ دهغه دوفات په ورځ معلومیږي چې څومره خلک ورسره خواخوږي  څرګندوي ، دا یوازې  په اسلامي ټولنو کې دود نه ده بلکې په غیراسلامي ټولنو کې هم دیوچا عامه محبوبیت دمعلومولو لپاره دا یوه  تله بلل کیږي ، نیلسن منډیلا چې ډیر محبوبیت یي درلود ، په وروستیو مراسمو کې یي خورا ډیرو خلکو ګډون کړی وو .

معمولا چې دافغان اولس ترمنځ څوک ډیر محبوبیت لري ، نو دهغه شخص وروستي مراسم  هم خورا درانه  او مزدحم وي ، بناء دافغان اولس ترمنځ  سیکولریزم او اسلامپالۍ  ته دتعهد ګراف له دې ښه معلومیدلی شي  چې دکوم نماینده اسلامپال او سیکولریست  په وروستیو مراسمو کې دخلکو دګډون پر تلیز جاج واخلو .

ما د شیخ ذاکري صاحب دجنازې دمراسمو انځور ولید، چې دسترګو ترڅاره په کې ګډونوال ښکاري ، د ګډونوالو سمندر څپې وهي ، او لور په لور دومره افغانان ددغه اسلامپال سره دخواخوږۍ ښودلو لپاره راغلي ، چې  په انځور کې نه ځاییږي ، په ګډونوالو کې دهر ټېپ خلک شته ، کورتۍ والا ، پګړۍ والا ،سرلوڅي ، ماشومان ، سپین ږیري ځوانان  او نور مختلف اقشار .

دا په داسې حال کې ده چې دشیخ ذاکري جنازه له خپل وطنه لرې دپردیسۍ په دیار کې اداء کیږي ، خو بیا هم په لسګونو زره افغانانو له ټولو مشکلاتو سره ورته ځانونه حاضر کړي دي ، که چیرې دده جنازه  په خپل وطن کې وای شاید تردې څو برابره زیاتو افغانانو په کې ګډون کړای وای .

akhgar janaza
د قسیم اخگر د تدفین مراسم – کابل
خو که تاسو دسیکولر قسیم اخګر وروستي مراسم وګورئ ، په داسې حال کې چې غربي رسنیو ورته خورا ډیر تبلیغات وکړل ، او دنوموړي  د ناروغۍ او مرګ خبر یي مکررا نشر کړ ، او خورا دروند یې معرفي کړ ، مګر بیا هم خورا محدود کسان یې وروستۍ لمانځنې ته ورغلي دي ، چې هغه هم ټول دیوه تېپ خلک ښکاري .

قسیم اخګر په سیکولر کړیو کې یو مطرح او محبوب شخص وو ، مګر دې مراسمو وښوده ، چې عام افغان له سیکولر اشخاصو سره دزړه تړاو او محبت نلري ، نوځکه یې دژوند او مرګ په کیسه کې نه دي .

یادو شویو حقائقو وښوده ، چې لله الحمد دپخوا غوندې اوس هم په افغان اولس کې دیني رجحان ژوندی دی ، اولس قلبا له دین ، دیني مبارزینو او دیني علماءکرامو سره  محبت لري ، نوځکه  د دین پالو درد خپل درد بولي او په ټول شوق او ذوق  خوښي او ویر ورسره لمانځي .

دغه راز دا هم ثابته شوه ، هغه سیکولران  چې دافغان اولس دنمایندګۍ  اوعامه ملاتړ لاپي وهي په اولس کې ریښه نلري ، دوی یوازې  د غربي مطبوعاتو په زور دغه  دروغجن شهرت خپل کړی دی ، عام اولس له  بي دینانو څخه کرکه لري او هیڅ علاقه ورسره نلري .

ددین پالنې او بي دینۍ ترمنځ مقابله په نوره نړۍ کې اوږد تاریخ لري ، خو په افغانستان کې دغه مقابله  دشلمې پيړۍ په لومړۍ نیمایي کې پیل شوه ، چې له هغه راوروسته دلته بیا بیا سیکولرزم  د دین پالنې په وړاندې سخت شکست وخوړ، هرځل دسیکولرزم دشکست اساسي علت  دافغان اولس ټینګ دیني اعتصام وو ، چې نه ورباندې دامان الله خان لیبرالیزم اثر وکړ او نه هم دکمونیستانو کمونیزم .

اوس چې غربي دیموکراتان  او لیبرالان یوځل بیا دلته خپل بخت جنګوي او غواړي  چې افغانان سیکولر کړي ، موږ باور لرو  چې سیکولرستان به یوځل بیا هم دتیر غوندې شکست خوري ، ځکه افغان اولس دین ته ژمن دی او بي دیني/سیکولرزم   د دنیا او اخرت تباهي بولي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x