شعـــــرونه

غزل/ اصف اقبال بابکرخیل

اصف اقبال بابکرخیل

مین سړی یې زندګۍ کې به دردونه ګورې،
کله ناکله به د اوښکو دریابونه ګورې،

دمینې لاره ده زړګیه کوم سرحد نه لري،
چې څومره ځې هومره به نور ستړي مزلونه ګورې،

څومره جالبه وي خیالي نړۍ ته لاړ شي سړی،
چې مخامخ د یار په زنه کې خالونه ګورې،

یو ځل رضا شه او زما مینې ته هو ووایه،
بیا به په غیږه کې ګیډۍ ګیډۍ ګلونه ګورې،

وایې به کاش چې مرور نه وای پخلا وای جانان،
تل به خوبو کې د وصال ښکلي وختونه ګورې،

باور دې وشه نور مې زړه له حده ډير تنګ شوی،
چې د نیازبین لالي له ماسره ضدونه ګورې،

مه ورته ګوره اوس یې هغه صورت ندی پاتې
ډير به خفه شې چې د چاغ اقبال حالونه ګورې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x