ټولنیزه برخه

د بي بي أم سلیم رضي الله عنها صبر

حکيم الله صابر الحنفي

حضرت أنس بن مالک رضي الله عنه وایې : چي حضرت ابو طلحه رضي الله عنه یو زوی درلود چي د هغه په نه موجودګۍ کي وفات شو ، د نوموړي ميرمن بي بي أم سلیم رضي الله عنها خپل دغه ماشوم ته غسل ورکړ ، په کفن کي یې وپېچی او د کور په یوې برخي کي یې کښېښاوه.

کله چي حضرت ابوطلحه رضي الله عنه کور ته تشریف راوړ ، نو د خپل زوی د ناروغۍ پوښتنه یې وکړه ، مېرمني ورته وویل : هغه ارام کوي او زما خیال دی چي هغه اوس د ارام کولو په حالت کي دی.

حضرت ابوطلحه رضي الله عنه خوشحاله شو دا فکر یې وکړ چي بي بي یې صحیح ورته وایې ، ښایي چي ناروغي یې ښه شوې وي او د ارام او خوب په حالت کي وي ، هغه ؤ چي خاوند او میرمني د شپي اوده شوه کوروالي یې سره وکړه او سهار یې غسل وکړ ، خو کله چي حضرت ابو طلحه رضي الله عنه له کوره د وتلو اراده وکړه ، نو بي بي یې دا واقعه ورته بیان کړه ، چي زموږ ماشوم وفات شوی ، ما تاته ځکه نه ویل چي شپه وه ما فکر وکړ چي بیا پرېشاني زور درباندي کوي ، ما ویل خیر دی څه چي الله تعالی ته منظوره وه هغه وشوه ، اوس یې ولي په دا شپه پرېشانه کوې ، بیا به سبا ورته ووایې.

تر دې وروسته حضرت ابو طلحه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم حضور ته ورغی ، هغه مبارک ته یې دا واقعه بیان کړه او په شریکه یې ماشوم ته د جنازې لمونځ ورکړ ، وروسته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته وفرمایل : ښایې چي الله تعالی تاسي دواړو خاوند او مېرمني ته په دغه شپه کي برکت در نصیب کړي ، ځکه چي تاسو یو د بل د احساساتو خیال وکړ او پر دغه غم او تکلیف مو صبر وکړ او له الله تعالی څخه مو د ثواب أمید وساته ، لیري نه ده چي الله تعالی به تاسي ته ددغه مړه شوي ماشوم ځای ډېر ژر در ډک کړي ، بلکه تر دې به لا ښه بدله درکړي.

حضرت سفیان رضي الله عنه وایې : چي الله تعالی و ابوطلحه رضي الله عنه ته له دغي ښځي څخه چي د خپل زوی پر مرګ یې د صبر مظاهره وکړل پوره نهه (۹) اولادونه ورکړل او هغوي ټول ډېر نېک خلک او د قرآن الکریم عالمان شول.

(مأخذ : البخاري ، کتاب الجنائز جـــ۱ صــــ۱۷۴).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x