
ای د خدای کوره ستا پرسان ته راغلم!
سعادت کليوال
ای د خدای کوره ستا پرسان ته راغلم.
نن د هر چا په ژبه ډیر یادیدې.
پخوا دې دومره لقبونه نه وو.
نن د شهید جومات په څېر یادیدې.
ستاپه مرمیو سوری شوی بدن.
ولا زما په سترګو بد لګیږي.
اې د خدای کوره ستا ویجاړه څېره.
د هر یو چا په سترګو بد لګیږي.
خودا یو سوال مې تل په زړه راګرځي.
چه د خدای کور خو همدا یو کور وي.
چه د هر چا لخوا پرې اور بلیږي.
هر یو سوزل کوي خو یو اور وي.
زمونږ د کلی جومات هم شهید دی.
هغه څوک نه یادوي ړنګ دې پروت دی.
امام سره د خپل کتاب شهید دی.
هغه په خپلو وینو رنګ دې پروت دی.
څومره عجیبه قضاوت د دنیا.
د یو په مرګ ملی ماتم اعلان کړي.
آن نازوي یې د لحد ترغاړې.
او مکمله ورځ پرې غم اعلان کړي.
خو زمونږ د کلي ها واړه ماشومان.
چه سیپارې ئی په لاسونو کې وې.
چه کوزول مو د لحد غیږې ته.
تیرې چرې یې په لاسونو کې وې.
په مونږ خو هیچا هم ماتم ونکړ.
بس د خپلوانو څو خاموشې سلګۍ.
د سعادت به کله هیرې نشی.
پټ په ګردونو كې بیهوشې سلګۍ.