نړۍ

بلوچستان: د سړک غاړي په چاودنه کې څلور «ایف سي» عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): د بلوچستان ایالت په کچ ولسوالۍ کې نن د یک شنبې په ورځ ماښام د یوې چاودنې له امله د پاکستان د سرحدي ځواکونو (ایف سي) ۴ عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې د ولسوالۍ مرکز تربت ته لیږدول شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله دغه چاودنه د یوه ریموټي بم په واسطه را منځته شوې چې تر اوسه یې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

امنیتي چارواکو ویلي چې د چاودنې د شدت له امله د عسکرو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

سرچینه زیاته وي چې د ایف سي کاروان په خپل ورځنۍ ګزمه باندي را وتلي وه کله چې د پېښې سره مخ شول.

د بلوچستان ایالت وزیر اعلی نواب ثناء الله زهري دغه پېښه غندلې او د امنتیي ادارو څخه یې په پېښه کې د ککړو کسانو نیولو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x