fbpx

دفلکي علومو لارښود (38) دمقامي نصف النهار (زوال) دمعلومولو دفارمولې تفصيل

مفتي احسان اللّه

دمقامي نصف النهار دمعلومولو فارموله:

کلیه:

[معیاري طول – مقامي طول ÷ 15]

یعني دمقام مطلوبه طول البلد به له معیاري طول البلد نه منفي کړو، نتیجه به دساعت او دقیقو جوړولو لپاره پر 15 تقسیم کړو، جواب که منفي و، په منفي حالت او که مثبت و په مثبت حالت کې به يې له معیاري نصف النهار نه منفي کړو، حاصل به يې مقامي نصف النهار وي.

یادونه:

دماسپښین وخت دزوال نه وروسته شروع کیږي، نو مقامي زوال چې معلوم شي، ورسره دماسپښین وخت هم معلوم دی، نو ځکه دمستقل تخریج ضرورت يې نشته.

مثلا:

دقندهار لپاره به د10 جنوري مقامي نصف النهار معلوم کړو.

معلومات:

دافغانستان معیاري طول البلد: 67.5

دقندهار دښار طول البلد: 65.735

دلسم دجنوري معیاري نصف النهار: 12.116667

دکليې حل:

1- {65.735-67.5}÷ 15= 0.117666666-

2- (-0.117666666)- 12.116667

یعني مقامي نصف النهار منفي معیاري نصف النهار= 12.23433367

23433367 اعشاريې به په دقیقو سره بدلي کړو: 12:14

ګواکي:

دقندهار لپاره په 10 دجنوري دزوال وخت 12:14 دولس بجې او څورلس دقیقې دی، له دې وخته وروسته دماسپښین لمونځ روا دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د