افغانستان

حامد کرزي طالبان سولې ته را وبلل

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ غویی، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې چې د ګډحکومت جګپوړي چارواکې د طالبانو څخه د غچ اخیستلو بیانونه ورکوي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه خبري کانفرانس له لارې پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې څخه لاس واخلي او د سولې د خبرو لپاره را وړاندي شي.

نوموړي د بلخ ولایت شاهین ۲۰۹ قول اردو د برید په اړه خبري کولې او زیاته یې کړه چې دغه برید زه د غندلو تر څنګ د بهرنیانو دسیسه او په هیواد کې دننه د یو شمېر چارواکو غداري بولم.

نوموړي وویل چې بهرنیانو له افغانستان څخه د جګړې ډګر جوړ کړی، تر څو چې دوی دلې وي، سوله ناممکنه ده.

حامد کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو زما ورور را «شهید» کړ، ما بیا هم د هغه په جنازه کې تاسو ته د ورور خطاب وکړ، د سولې د عالي شورا مشر او پخوانی ولسمشر مو «شهید» کړ، بیا هم ما درته د «ورور» خطاب وکړ، خو له دې وروسته که تاسو د هیواد بچیان را وژنی، تاسو ته به ورور نه وایم.

نوموړي وویل، هر څوک که افغانان وژني، «تروریست» ورته وایم.

کرزي وویل چې په هیواد کې روانه جګړه د بهرنیانو دسیسه ده، تر څو خپل شتون ته جواز ولري.

نوموړي وویل چې زه د هر هغه چا خلاف یم چې په افغانستان کې د جګړې خبره کوي، زه نور د یوه «ډز» هم مخالف یم، زه د سولې خبره کوم.

حامد کرزي همداسي وویل چې په هیواد کې یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د قوم پر اساس د افغانانو تر منځ تفرقه واچوي او له هیوادوالو په منځ کې د وطن مینه ووژني، رسنۍ دي د ملي ګټو په خاطر د ورته افکارو خپرولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي کوم لورې ته اشاره ونه کړه، خو په دې وروستیو کې د شمالي ټلوالي اکثره مشران د احمد ضیاء مسعود د لیري کېدو وروسته د قومیت او ژبني تعصب خبره کوي او وايي چې ولسمشر اشرف غني نوموړی د قومي تعصب پر اساس له واکه لیري کړی. د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم پر اشرف غني وخت نا وخته ورته تور پوري کوي.

حامد کرزي وویل چې ډېر ژر به د ملي اجماع په خاطر د قومي مشرانو او ګوندونو مشرانو سره خبري وکړي، تر څو د هیواد روانو حالاتو او وضعیت ته د حل لاره ولټوي.

نوموړي یو ځل بیا د ننګرهار ولایت پر اچین ولسوالۍ د «مور بم» غورځول وغندل، او وې ویل چې د افغانستان په هیڅ برخه کې د بم غورځولو غوښتونکی نه دی.

په یوه جلا خبرپاڼه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د چیني سفیر سره د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا حضور او د هغوی ناسم اعمال د انسان وژنې لمنه نوره هم پراخه وي.

نوموړي د افغانانو تر منځ تفرقې ته له لمن وهلو څخه هم اندېښنه څرګنده کړې او د سیمې له سترو هیوادونو څخه یې غوښتي چې پرې نه ږدي تر څو افغانستان د امریکا د اهدافو قرباني او د رقابتونو په میدان بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x