nangrahar-map

طالبانو ننګرهار کې مهم قوماندان ملنګ وواژه

نن ټکی آسیا:طالبان وايي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په سیپای سېمه کې د ملي اردو د کنډک قوماندان ملنګ له پنځو ساتونکو سره ووژل شو.
ویل کېږي، چې ملنګ د بټي کوټ د نظامي کنډک یو مهم قوماندان و.

طالبان تور لګوي، چې نوموړي وخت نا وخت د بې ګناه خلکو په ځورونو، د کورونو په تلاشیو او ډول – ډول نورو ظلمونو کې لاس لاره.
سیمه یېزو چارواکو تر اوسه د قوماندان ملنګ د مرګ په باب څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د