افغانستان

سناتورانو د ولسي جرګې غړي په ملي خيانت تورن کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ولسي جرګې پر وکيلانو تور لګولی، چې تېره مياشت يې د امنيتي ادارو کمزورو او نا اهلو مشرانو ته د باور رايه ورکړه، چې له امله يې د شاهين قول اردو غميزه رامنځته شوه.

تېره مياشت، چې کابل کې پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون خونړی بريد وشو، د ولسي جرګې غړو د ملي امنيت لوی رييس د کورنيو چارو او دفاع وزيران د استيضاح لپاره وروغوښتل، خو له پوښتنو وروسته يې د باور رايه ورکړه.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې ولسي جرګې داسې چارواکو ته د باور رايه ورکړې، چې په خپلو دندو کې ناغېړي کوي او د ولسي جرګې د وکيلانو له لوري دغو وزيرانو ته د باور رايه ورکول يې ملي خيانت بللی دی.

ځينې سناتوران تور لګوي، چې ولسي جرګې د مالي امتيازاتو او رشوت په بدل کې دغو وزيرانو ته رايه ورکړې ده.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي پر شاهين قول اردو بريد کې امنيتي مسوولين په ناغېړۍ تورن کړل او زياته يې کړه «چې لعنت دې وي پر هغو وکيلانو، چې له ولسمشر څخه يې وزيرانو ته د باور رايې د ورکولو په مقابل کې پيسې وخوړې او د ولس پر وړاندې يې ملي خيانت وکړ.»

ښاغلي زابلي د ګډ حکومت مشران اشرف غني او عبدالله عبدالله هم خيانان وبلل، چې د امنيت لپاره هېڅ سټراټيژي نه لري او مخالفين هره ورځ د هېواد په ګڼو سيمو کې خپلو بريدونو او چاودنو ته دوام ورکوي.

د مشرانو جرګې يو بل غړي شیر محمد اخوندزاده هم د ګډ حکومت پر چارواکو نيوکې وکړې، چې د ولس د امنيت په غم کې نه دي او خپل اولادونه يې بهرنيو هېوادونو کې خوندي ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

ملی زعیم امر ورکری چه داسی په حقیقت ولاری پلتنی دوه شی ..مرتضوی شاه.. ملی زعیم داسی جدی امر ورکری دی …چه داسی جدی پلتنی دوه شی ..لکه دقندهار دوا لی ددفتر ..چه خلقواومخلوقاتو ته دمنلو وروی ..کوفیه فوزی …سناتورانو ملی خیانت کری دی …دازکه چه غتو اوملی غلوته ئ لاره هواره کری …لکه..دصلیب یانو غته مور …..گگ.‌.‌.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x